1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بیلابیل هېوادونه د کرونا ويروس څرنګه څاری؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۹, سه‌شنبه

د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي له پاره د ځيرکو تليفونو اپليکېشنونه او نور ديجيتالي تخنيک په پراخه کچه کارول کيږي. بېلا بېل هېوادونو د دې ويروس د خپريدو د څارولو له پاره خپل اپلیکشنونه جوړ کړي دي.

Schweiz | Coronavirus | Entwicklung der App DP-3T
انځور: picture-alliance/dpa/Keystone/L. Gillieron

آسترلیا

په نړۍ کې د کرونا ويروس د پېښو له زیاتيدو سره آسترليا د هغو کسانونو د څارنې او موندنې له پاره يو اپلیکیشن جوړ کړ چې د کرونا د تائيد شويو مريضانو سره یې تماس لرلی وي. خو دې کار دا انديښنه هم رامنځته کړه چې د ځيرک تليفون دا اپليکېشن ښايي د وګړو پر شخصي حريم تیری وي.  

د «Bluetooth» د بې سيمه سګنال په کارولو سره د «کوويد سيف» په نوم دا اپ روغتيايي چارواکو ته د خلکو په اړه که په کرونا اخته شوي وي، د مهمو معلومات د ترلاسه کولو زمينه برابروي. يعني د دغه اپ له لارې چارواکي معلومولی شي چې نوموړي د کرونا مريض د چا سره تماس لرلی وو. ځکه د هغو ټولو کسانو د تلیفون شميرې چې د ناروغ سره د ۱۵ دقيقو او يا زیات وخت له  پاره د يو نيم متر په فاصله کې وو، په دې اپ کې ثبتيږي.

چين

روغتيايي اپليکېشن د کوويد-۱۹ د ناروغۍ د دويمې څپې د مخنيوي له پاره د چين د هلو ځلو يو ډېر مهم عنصر وو. کاروونکي د خپلې روغتيا او سفر د تاريچې په اړه د معلوماتو د شريکولو له پاره د «کيو آر» کود سکين کوي. دا کودونه سروسونو او يا ریلونو ته تر ختلو او همدا راز هوايي ډګرونو، دفترونو او آن د استوګنې خپلې ودانۍ ته تر داخليدو د مخه ثبتيږي.

د اپليکېشن مختلفو رنګونه د خطر بېلا بېلې درجې ښيي. د مثال په توګه شين کود پرته له محدوديته د حرکت اجازه ورکوي، ژيړ کود د اووه ورځو د قرنطين په معنا دی او سور کود د هغوی له پاره دی چې د ۱۴ ورځو قرنطين ته اړتيا لري. دا اپليکېشون دا هم تعقيبولی شي آيا کاروونکی خو یې د مصابو کسانو سره په تماس کې وو او که نه.

ايتاليا

په داسې حال کې چې په ايتاليا کې د کوره د وتلو او ګرځيدو د محدوديت په کرار کرار لغوه کولو غور کيږي، دغه هېواد پر يوه داسې اپليکېشن کار کوي چې د کرونا د تائيد شويو مريضانو سره په تماس کې شوي کسان تعقيب کړي. د خلکو د شخصي معلوماتو د کنترول په اړه د انديښنو په ځواب کې د ايتالیې د اړوندو چارو وزيرې پاوله پيسانو، وويل چې دا اپ به یې هيواد د روان اضطراري حالته په ايستلو کې مرسته وکړي.

دا اپ به په داوطلبانه توګه کارول کيږي او يو روښانه تعریف شوی هدف به ولري.

جنوبي کوريا

جنوبي کوريا تر چين وروسته هغه لومړی هېواد دی چې د کرونا ويروس شیوع يې تجربه کړه او د پراخو آزمويونو او د تکنالوژۍ په کارولو سره یې په ټول هېواد کې د کرونا ويروس د کنترول په موخه دغه معلومات وکارول.

د جنوبي کوريا د ناروغيو د کنترول او وقایې مرکز COVID-19 Smart Management System په نامه د کرونا د تعقيب يو سيسټم پر لاره اچولی چې د ځيرکو تليفونو له لارې کارول کيږي او له چارواکو سره مرسته کوي څو د مصابو او په قرنطين کې د موجودو خلکو نقل وحمل وارزوي.

دا هېواد به د هغو کسانو له پاره چې د قرنطين مقررات نه مراعتوي د بريښنايي لاس بندونو د تړلو لړۍ هم پيل کړي.

هند

د هند حکومت د AarogyaSetu په نوم د سمارت فون يو اپ جوړ کړی چې د کرونا ويروس مريضان او هغه کسان تعقيبوي چې د کرونا د مريض سره په تماس کې شوي وي. د چارواکو په حواله دا اپ تر اوسه ۷۵ ميليونه وارې ډاونلود يا کښته کړل شوی دی. دا اپليکېشن چې په يولسو ژبو دی، د اندرويد او اپل دواړو سیسټمونو له پاره دی. د بليو توت تخنيک په کارولو سره دا اپ خلکو ته د دې زمينه برابروي څو معلوم کړي چې په شا او خوا کې خو یې د کرونا کوم مريض نشته.

آلمان

په يوه کورني بديل پسې تر اوږدې لټې وروسته آلمان بالاخره خپله کړنلاره بدله کړه او د سترو امريکايي شرکتونو اپل او ګوګل تخنيک ته یې مخه کړه.

د آلمان بديل Pan-European Privacy-Preserving Proximity Tracing  نوميده چې د هيواد د «فراون هوفر انستيتوت» او «روبرت کوخ انستيتوت» یې په جوړولو کې مهم رول لرلی وو. خو د معلوماتو د يوه مرکزي بانک له وجې دا سيستم د نیوکو سره مخ شو.

آلمان اوس د اپل او ګوګل د هڅې د ملاتړ پريکړې ده. په دې سيسټم کې به معلومات پر يوه مرکزي بانک کې نه بلکې د کاروونکو په موبايلونو کې راټوليږي او ثبتيږي به.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب