1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا له وبا سره «ناسم» چلند

۱۳۹۸ بهمن ۱۵, سه‌شنبه

د کرونا ويروس نوی ډول په چين کې ډېر په چټکۍ سره د خپريدو په حال کې دی چې دا د دې باعث شوې چې د چين حکومت په غیر عادي توگه پر يوه څه اعتراف وکړي. جي ۷ هيوادونه غواړي چې د ويروس پر وړاندې مبارزه کې جوخته همکاري وکړي.

China Coronavirus | Behandlungszentrum in Wuhan
انځور: Reuters/China Daily

د چين د برحاله حکومتي کمونيستي گوند د سياسي دفتر کمیټې منلې ده چې د کرونا ويروس ساري ناروغۍ په ملي کچه د عاجل مديريت په برخه کې «سهوي او ستونزې» رابرسیره کړي دي. کميټې په دې توگه په دغه هېواد کې په ميکروب د ککړيدونکو او له دې کبله د مړوو د شمير پر زياتېدو غبرگون ښوولی دی.

هره ورځ په زرونه نوي مريضان

د چين د مرکزي ایالت هوبای چارواکو د سه شنبې په سهار ويلي دي چې د « – nCo V۲۰۱۹» په توگه د ياديدونکي ميکروب له کبله له تیري ورځې راهيسې ۶۴ انسانان مړه شوي دي. په دې توگه په ټول چين کې د مړوو شويو رسمي شمير۴۲۵ ته رسېدلی دی. زياته شوې ده چې دمگړی تر۲۰زرو ۴۰۰ زيات انسانان په دې ويروس ککړ شوي دي.

د کارپوهانو د اټکلونو پر اساس به د کرونا ويروس تلفات يوه نیمه تر دوو اوونيو وروسته پورې خپل اوج ته ورسيږي. اوسمهال چين هڅه کوي په ډېرو کلکو اقداماتو سره د دغه ويروس د خپريدو مخه ونيسي. په څو ايالتونو او ښارونو کې چې ټول نفوس یې تر۳۰۰ ميليونو ډېر دی، د پزې او خولې ماسک کارول مکلفيت دی. له همدې کبله په ډېرو سيمو کې د ماسکونو کمښت ليدل کيږي. مرکزي حکومت هڅه کوي چې له اروپا، امريکا او جاپان څخه اضافي ماسکونه راوغواړي.

له چین څخه دغه ويروس په دې منځ کې ۲۴ نورو هېوادونو ته خپور شوی دی. د سه شنبې په سهار د هانگ کانگ روغتيايي چارواکو د ويروس له کبله لومړۍ مړينه تائيد کړه. تر دې د مخه په فلېپين کې هم د دې ويروس له کبله يو انسان مړ شوی وو.

په هانگ کانگ کې خلک د ماسکونو د ترلاسه کولو له پاره په کتارو کې ولاړ ديانځور: picture-alliance/dpa/SOPA Images/A. Marzo

د چين گاونډي هيوادونه انديښمن دي

د چين په ختيځ تایوان کې هم چارواکي انديښمن دي او غواړي له جمعې ورځې څخه پر سفر بندیز اعلان کړی. هغه مسافرين به چې په تېرو ۱۴ ورځو کې یې چین ته سفر کړی وي، تايوان ته د داخليدو اجازه ونه لري.

په ويتنام کې هم چې د چين په جنوب کې پروت دی، کابو ۹۵۰ هغه اتباع چې له چين څخه راستنيږي، د دوو اونيو له پاره قرنطين کيږي. پوځ ته دنده سپارل شوې ده چې راستنېدونکي په خپلو دوو مرکزونو کې وساتي.

په آلمان کې هم تر اوسه پورې د دې ميکروب د سرایت ۱۲ پېښې ثبت شوي دي. د رايلند فلز ایالت په گيرميرسهايم سيمه کې له شنبې راهيسې تقريباً ۱۲۰ کسان چې له چين څخه راستانه شوي دي، قرنطين شوي دي. له دغو څخه یې په دوو کسانو کې ياد ويروس تشخيص شوی دی. دغه کسان په فرانکفورت کې تر درملنې لاندې دي.

جي ۷ هیوادونه پر احتياطي تدابيرو مشوره کوي

د آلمان د روغتيا وزرات له خوا ويل شوي چې د روغتيا وزير ينز شپان د جي ۷ هیوادونو يعني امريکا، بريتانيا، فرانسې، ايتاليا، جاپان او کاناډا له خپل سيالانو سره گوري څو «د سفر د مقرراتو او حفاظتي تدابيرو په اړه يو د امکان تر حده تنظيم شوی چلند غوره کړل شي.»

bs/nz (afp, dpa)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب