1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا محدودیتونه؛ په اروپا کي له ښځو سره زورزیاتی زيات سوی

۱۳۹۹ خرداد ۸, پنجشنبه

د بشری حقونو سازمان ویلي دي چي د کرونا د پراخیدو پرضد د وضع سوو محدودیتونو له امله، په اروپا کي له ښځو سره زورزیاتی ډیر سوی دی. مخکي له دې هم په اروپايي هیوادونو کي هره پنځمه ښځه له زورزیاتي سره مخامخ سوې ده.

Symbolbild Häusliche Gewalt Gewalt gegen Frauen
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gambarini

د بشری حقونو د ملاتړو سازمانونو د رپوټونو له مخي، د کرونا وبا د مخنیوي په هدف د وضعه سوو تدابیرو په نتیجه کي، په اروپا کي له ښځو او نجونو سره زورزیاتی په شدت سره ډیر سوی دی. د بخښني نړیوال سازمان ، د ښځو د نړیوالې شبکې او د کورنیو جوړولو عمومي انجمن د رپوټ له مخي، د کرونا تر بحران مخکي هم له هر پنځو ښځو څخه یوه یې له کورني تاوتریخوالي سره مخامخ سوې ده، خو پر تګ راتګ باندي بندیز او په کورونو کي په جبري ډول د خلکو پاته کیدل، په کورنیو کي دغه ډول زورزیاتی لاپسي زیات کړی دی.

دغو سازمانونو څرګنده کړې ده چي په ځینو هیوادونو کي له ښځو سره د زورزیاتي په اړه ارقام سخت د اندیښنې وړ دي او د کرونا پاندیمي له کورني تاوتریخوالي څخه د ښځو په ساتنه کي نیمګړتیا لا پسې روښانه کړې ده. دغو سازمانونو ویلي دي چي »دا ډیره مهمه ده چي دولتونه، د جنسیتي زورزیاتیو د پیښو په قضايي تعقیب کي خپله دنده سرته ورسوي.«

د روغتیا د نړیوال سازمان د رپوټ په حواله، په اروپايي هیوادونو کي په اپریل میاشت کي، د کورني تاوتریخوالي له امله د ښځو په شکایتونو کي د تیر کال همدغه وخت په مقایسه ،۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د نوموړي رپوټ له مخي، د انترنتي شبکو له لاري د مرستو غوښتل حتی پنځه برابره زیاتوالی ښيي.

که څه هم چي تر اوسه پوري دقیق معلومات په لاس کي نسته، خو خپاره سوي رپوټونه، د بلجیم، بلغاريا، فرانسې، آیرلند، روسیې، هسپانيا او بریتانيا په شمول په ځینو اروپايي هیوادونو کي د تشدد د زیاتوالي څخه خبر ورکوي. دا په داسي حال کي ده چي د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو په حواله، په دغو ارقامو کي د زورزیاتيو د ټولو پیښوڅخه، یوازي یوه ډیره کوچنۍ برخه شاملیږي.

د نوموړو درو سازمانونو په حواله، په ځینو هیوادونو کي د ښځو د ساتني له پاره څه ناڅه تدابیر ترلاسه لاندي نیول سوي او په ځینو هغو کي د زورزیاتي ارقام راکښته سوي دي، خو هغه هم ښايي له دې کبله چي تر تشدد لاندي ښځي د مرستي د تر لاسه کولو له پاره کافي امکانات نه لري او یا هم له هغوی سره په مرسته رسولو کي نیمګړتیاوي موجودي دي.

(n.f/af/g.p/n.z(epd

زموږ له آرشیف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب