د مسیحي سوسیال اتحاد (سي اس یو) سیاستوال او د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یوآخیم هېرمن، د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ د کرونا د کړکیچ په پایله کې له نوو شرایطو سره مخامخ شوي یوو. پروازونه اوس له دې کبله دریدلي دي چې مبدا هیوادونه د [کرونا ویروس] د خپریدو د خطر له کبله ډیر کم اخراجونه مني.»
هغه اټکل کوي چې د کال په دوهمه نیمایي کې به نرمښت راشي. د هغه په خبره «په ټوله کې به هوایي ترافیک یو ځل بیا ډیر شي.»
په پام کې ده چې له چهارشنبې څخه به د جمعې تر ورځې پورې د آلمان د کورنیو چارو وزیر د ایالتونو له کورنیو چارو وزیرانو سره په دې هکله په اېرفورت ښار کې بحثونه وکړي.
د بایرن ايالت د کورنیو چارو وزیر هېرمن له نظره سوریې ته هم باید د رد شوو پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ پېل شي. د کورنیو چارو وزیرانو په راتلونکې غونډه کې د سوریایي کډوالو د اخراج ممنوعت ښایي تمدید شي. خو هېرمن ټینګار کړی دی چې «زموږ له نظره باید په ځانګړې ډول د مجرمو پناه غوښتونکو» اخراج ترسره شي.
هېرمن له یاد خبري آژانس سره په خبرو کې وړاندې ویلي چې «په راتلونکې کې باید یو تفکیک هم موجود وي. د بیلګې په توګه یو سوریایي چې د جرم مرتکب شوی وي او یا د اسد له رژیم څخه پلویتوب کوي، بیرته دمشق ته واستولی شو.»
زموږ له آرشیف څخه:
د افریقا بې ځایه شوي چیرې پناه اخلي؟
د افریقايي مهاجرو شمیر چې د داخلي کړکیچونو او یا طبیعي آفتونو له کبله خپل هیوادونه پریږدي، مخ پر زیاتیدو دی. خو د هغو هیوادونو شمیر پر خپل ځای پاته دی، چې دوی پناه وروړي. اوګاندا ددغو هیوادونو په سر کې ځای لري.
انځور: Getty Images/AFP/S. Heunis۳۰ میلیونه بې کوره انسانان
په ټوله کې په افریقا کې تر۳۰ میلیونه زیات انسانان، دې ته اړ شوي دي چې نورو هیوادونو ته کډه شي او یا له خپلو کورونو بې ځایه شي. دغه ماشوم د جنوبي سوډان له هغه په سونو ماشومانو څخه یو دی چې په اوګاندا کې یي په یوه کمپ کې پناه اخیستي ده.
انځور: Imago/ZUMA Press/G. Cloarecد کانګو دیموکراتیک جمهوریت له قومي لحاظه د نړۍ په کچه متنوع هیواد دی. د دغو قومونو تر منځ ترینګلتیا په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي د ادامې او په پایله کې يې د اجباري مهاجرت له اصلي دلایلو څخه ګڼل کیږي. په ځانګړې توګه د دغه هیواد په سویل ختیڅ کې ملیشو ته ورته د یاغیانو د بریدونو اصلي قربانیان زیاتره عادي او غیر پوځي کسان دي.
انځور: Getty Images/AFP/P. Mooreکینیا، د سوماليا د مهاجرو ټاټوبی
قحطي او ناآرامې هغه معضلي دي چې له کلونو راهیسې ترې سومالیا کړیږي. له دغو کړکیچونو څخه په سونو زره سومالیايانو گاونډيو هيوادونو ایتوپیا او کینیا ته پناه وړې ده. سومالیا د یوه مرکزي دولت له نشتوالي سره مخامخ دی. د الشباب، په نوم تندلارې اسلامپاله ډله چې د القاعدې شبکې یوه څانګه ده، د دغه هیواد په سویل کې یوه برخه تر کنترول لاندې لري. خو د هغوی پرضد د افریقا د سوله ساتو ځواکونو جګړه بریالۍ ده.
انځور: Getty Images/AFP/R. Schmidtد داداب د مهاجر کمپ ځیني اوسیدونکو په همدغه کمپ کي زېږېدلي دي. د کینیا د قوانینو له مخې هغوی بې له اجازې له کمپ څخه د وتلو حق نه لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/IOOM/UNHCR/MoMA/B. Bannonبروندي په نړۍ کې یوه له بې وزلو هیوادونو څخه دی. تر ۱۲ کلني کورنۍ جګړې وروسته (۲۰۰۵ - ۱۹۹۳) دغه هیواد کرارۍ او ثبات ته بیرته نه دی ورګرځیدلی. د دغه هیواد له خپلواکۍ راهیسې د توتسي اقلیت او هوتو اکثریت تر منځ همداسې نښتې ادامه لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Abdi Warsamehنایجیریا د افریقا زیات نفوس لرونکی هیواد دی. خو په وروستیو کلونو کې ډیر انسانان د تندلاري اسلامپالي ډلې بوکو حرام، په بریدونو کې وژل شوي دي. د اسلامي شریعت د قوانینو طرحه د نایجیریا په ډیرو ایالتونو کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو سبب شوي او په زرونو عیسیویان دې ته اړ شوي چې خپل ټاټوبی پریږدي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Ag Anara