1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا ناروغۍ د مړو شمير له ۳۱ زرو واوښت

۱۳۹۹ فروردین ۱۰, یکشنبه

په نړۍ کې د کرونا د کوويد ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو شوو کسانو شمیر مخ پر لوړيدو دی. تازه ارقام ښيي چې د مړو شمير له ۳۱ زرو اوښتی. د نن ورځې رپوټونو له مخې، په ټوله نړۍ کې ۶۶۲۷۰۰ کسان په کرونا ويروس اخته شوي دي.

Leipzig Überführung von Corona-Patienten aus Italien
انځور: Getty Images/AFP/H. Schmidt

تازه خپاره شوي ارقام ښيي چې په ټوله نړۍ کې ۶۶۸۳۶۳ کسان پر کرونا ويروس اخته شوي دي او د کوويد ۱۹ په نوم د دغې ناروغۍ له کبله د مړو شوو کسانو شمير هم ۳۱ زره او ۴۵ تنو ته رسيدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دغه ارقام شيبه په شيبه د تغيير يعنې د لوړيدو په حال کې دي.

د رويټرز په حواله، د ۲۰۱۹م کال په سپټمبر مياشت، په چين کې د کرونا ويروس د لومړنۍ پیښې تر پيژندلو وروسته، اوس دغه ويروس د نړۍ له ۲۰۰ ډيرو هيوادونو ته رسيدلی دی.

اوس مهال د امريکا متحده ايالات لومړنی هیواد دی چې د کرونا ويروس تر ټولو ډیرې مثبتې پيښې په کې ثبت شوي دي. تر متحده ايالاتو وروسته ايټاليا، چين، هسپانيا، آلمان، فرانسه او ايران په پر له پسې ټوګه د کرونا ويروس تر ټولو ډيرې پيښې او تلفات لري. د رويټرز له خوا د خپاره شوي نوملړ له مخې په دې برخه کې تر ټولو وروستی هیواد نيکاراګوا دی چې د کرونا ويروس دوه پيښې په کې ثبت شوي چې يو ناروغ يې مړ دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب