1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا ناروغۍ عوارض لنډ مهاله دي که اوږد مهاله؟

۱۳۹۹ خرداد ۱۷, شنبه

په کرونا ناروغۍ ډیری اخته شوي کسان، په ډيرې چټکۍ بيرته روغ شوي دي. لږ شمیر ناروغان بيا برخلاف، د څو اوونيو له پاره له دغې ناورغۍ کړيږي او امکان لري چې دوی د ژوند تر پايه د دغې ناروغۍ له احتمالي عوارضو سره مخ وي.

BdTD Italien Turin Patient mit Schnorchelmaske
انځور: AFP/M. Bertorello

سربيره پر دې چې کرونا ويروس تر اوسه واکسين نه لري، خو په نړۍ کې د کرونا په ميلیونو ناروغان بيرته روغ شوي دي. څيړونکي وايي چې د کرونا پر ويروس اخته کيدل، په اکثرو مواردو کې هيڅ نښې نښانې نه لري او پر دغه ویروس د اخته شوو کسانو شمير له رسمي شميرو څخه لوړ دی.

پر کرونا ویروس د ابتلا څه کم ۲۰ سلنه برخه يې کولی شي په کرونا يا کوويد-۱۹ ناروغۍ باندې منجر شي. دغه عفونت درلودونکې ناروغۍ چې په ځينو حالاتو کې ناروغ ته ډيره سخته هم پريوځي، کولای شي  اوږدمهالې اغيزې ولري.

د آلمان د مغزو او اعصابو ټولنې داسې معلومات راټول کړي چې پر اساس يې کرونا ناروغۍ په احتمالي توګه کولی سي پر اعصابو هم اغيزې ولري. دغه معلومات چې په وروستيو څو اوونيو کې راټول شوي، ښيي چې په کرونا ناروغۍ اخته کسان، په ورته وخت کې د شديدو عصبي يا دماغي اختلالاتو سره هم مخ شوي دي.

آلماني ډاکټران چې دغه اختلالات د آنسفالوپاتي په نوم يادوي، په اړه يې وايي چې په ناروغ کې د ناآرامتيا او سربداله حالت رامنځ ته کوي او په احتمالی توګه کولای شي د حافظې سیستم هم مختل کړي. دوی وايی دغه ډول زيانونه په کرونا ناروغۍ تر اخته کیدو وروسته په انسان کې ځان ښکاره کوي او دا کولای شي تر اوږدې مودې پورې ادامه پيدا کړي. خو دوی په عین وخت کې دا هم وايي چې تر اوسه لا په دې اړه په کافي اندازه معلومات شتون نه لري.

په مغزي سکته کې د خطر ډيريدل، هم کيدای شي د کرونا ناروغۍ له امله د اوږدمهاله زيانونو له ډلې يو مورد وي. آلماني داکتران وايي دغه خطر هغه کسان هم ګواښي چې د کرونا په خفيف ډول ناروغۍ اخته شوي دي.

د کرونا ناروغۍ چې په ځينو حالاتو کې ناروغ ته ډيره سخته هم پريوځي، کولای شي اوږدمهالې اغيزې ولريانځور: DW/F. Zahir

د کرونا ناروغۍ په نتيجه کې د اغیزو یو بل مورد د صرع يا ميرګي حملې ښودل شوي دي. خو آیا دغه حملې به د تل له پاره وي؟ د آلمان د مغزو او اعصابو د ټولنې مشر، پیتر برلیت، د شپيګل مجلې ويب پاڼې ته په دې اړه ويلي دي: «دا د تصور وړ يوه وړاندوينه ده، خو موږ لا تر اوسه په قاطع ډول نه پوهيږو چې څومره به درسته وي.»

خفيفه ناروغي چې بستر کولو ته اړتیا نه لري

د روغتیا نړيوال سازمان وايي چې پر کرونا ویروس د ابتلا ۸۰ سلنه يې خفيفې پيښې دي چې دغه ډول پيښې ځينې وخت پرته له نښو نښانو وي. د کرونا ناروغۍ تر ټولو مهمې نښې ټوخی او تبه ده چې دا هم يوازې د ناروغانو په نیمایی برخه کې ليدل کيږي په دوی کې ۴۹ سلنه برخه يې له ټوخي او ۴۱ سلنه يې تبي سره مخ کيږي. دغه علايم په کرونا ویروس تر اخته کيدو وروسته په ناروغ کې له ۱۰ ورځو څخه نيولې تر ۲۱ ورځو پورې ادامه پیدا کوي. ډيری ناروغان تر يوې لنډې مودې وروسته په چټکۍ سره بيرته جوړيږي.

د هغو معلومات پر اساس چې په دې برخه کې تر اوسه ترلاسه شوی دي، ممکن د بويايي او ذایقې حسونو په برخه کې د رامنځ ته شوو اختلالاتو د ۵ تر ۱۰ سلنه يې د ډيرې مودې له پاره ادامه پیدا کړي.

د کرونا هغه ناروغان چې سخت مراقبت او بستري کيدو ته اړتيا لري، هغوی په روغتون کې د درملنې تر دورې وروسته هم مراقبت ته اړتيا لري. اکثره آلماني ناروغان، تر درملنې وروسته هم څو اوونۍ د بيا توانمند کیدو په کلينکونو کې خپل وخت تیروي.

دويچه ویله فارسي/ م.ک.ص/ ا.ا

د کرونا ناروغۍ پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب