1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا ويروس په اړه هغه څه چې بايد ورباندې پوه اوسئ

۱۳۹۸ بهمن ۵, شنبه

په چين کې د کرونا پر نوي ويروس د اخته کیدو پيښې په نړيواله کچه انديښنې ډيرې کړي دي. خو دغه ويروس څنګه انتقاليږي او د اخته کيدو څخه د مخنيوي له پاره بايد څه تدابير په نظر کې ونيول شي؟

China, Wuhan: Patienten mit SARS-ähnlichen Virus infiziert
انځور: Getty Images/AFP/STR

آیا د کرونا نوی ويروس په سادګۍ سره انقاليږي؟

چينايي چارواکو تائيد کړې ده چې د ۲۰۱۹م کال په دسمبر کې د دغه ويروس له خپريدو راهيسې، ۴۴۰ تنه پر هغه ککړ شوي دي. داسې ښکاري چې د ډير عمر یا زاړه کسان پر دغه ويروس ژر اخته کيږي.

د تازه رپوټونو له مخې، تر اوسه پورې په چين کې پر دغه ويروس د ککړ شوو کسانو څخه ۴۱ تنو يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. تر دې وړاندې د ۹ کسانو د مړينې ويل شوي وو.

نور په کومو ځايونو کې خپور شوی دی؟

تايلند، جاپان او سويلي کوريا هم پر دغه ويروس د اخته کيدو له پيښو څخه رپوټونه ورکړي دي. د فرانسې خبري آژانس په حواله، په استراليا او فليپين هيوادونو کې هم دوه کسان چې ويل کيږي پر دغه نوی ويروس ککړ شوي، تر څيړنو لاندې نيول شوي دي.

امريکايي چارواکو د سه شنبې په ورځ په واشنګتن کې د کرونا ويروس د ابتلا له لومړنۍ پيښې څخه خبر ورکړ. کوم کسان چې پر دغه ويروس ککړ شوي او يا په احتمال سره پر دغې ناروغۍ اخته شوي، ټول يې مخکې د چين په ووهان ښار کې اوسيدلي.

په چين کې د سه شنبې په ورځ نوی چينايي کال لمانځل کيږي. په داسې يوه وخت کې چې د خلکو سفرونو ډير شوي، د دغې ناروغۍ د لا چټکې خپريدا خطرهم  ليدل کيږي.

هر کال د چينايي نوي کال پر وخت، په سلونو ميليونه چينايان دننه په هيواد او يا له هيواده بهر سفرونه کوي. د چين يو شمير ګاونډيو هيوادونو په خپلو هوايي ډګرونو کې د هغو مساپرو څيړل پيل کړي کوم چې له چين څخه ورځي.

د کرونا نوی ويروس څنګه انتقاليږي؟

په هوايي ډګرونو کې د مساپرو د تبې معايناتو د پيلولو امکاناتانځور: picture-alliance/empics/PA Wire/S. Parsons

د چين روغتيايي چارواکو تائيد کړې چې کرونا ويروس له يو انسان څخه بل انسان ته هم انتقاليږي. خو تر اوسه داسې کومې نښې ندي موندل شوي چې وښيي دغه ویروس د تنفس له لارې انتقال شوی وی. يوه بله پوښتنه چې تر اوسه بې ځوابه پاتې ده دا ده چې دغه ويروس تر کومې اندازې عفونت يا بدبويي رامنځ ته کولی شي. 

له دغه ويروس څخه لومړني عفونتونه د ووهان ښار کبانو او د وحشي حيواناتو بازار ته ورګرځي کوم چې اوس بند شوی دی. ممکن دغه ويروس د انسان او حیوان تر منځ د مستقيم تماس په پايله کې انتقال شوی وي او د دې امکان هم شته چې د کرونا ويروس د ډيرو نورو مکروبونو په څیر په ډيره ساده ګۍ د هوا له لارې انتقال کړی وي.

کوم ويروسونه چې د انسان او حیوان تر منځ انتقاليږي، کولای شي د «زئونوز» ( دانسان او حيوان ګډه ناورغۍ) ناروغيو لامل واقع شي. دغه ويروسونه کولای شي د حیواناتو د غوښې او يا د حیواني توليداتو د مصرف له لارې د انسان بدن ته داخل شي.

د نوي ويروس په اړه څه معلومات لرئ؟

کارپوهانو په وروستيو کې د کرونا ويروس د ژني تسلسل رازونه پيدا کړل چې په (2019-nCoV) نوم باندې ياديږي.

د کرونا ويروس په لومړي ځل په ۱۹۶۰مه لسيزه کې کشف شو. دغه ويروسونه ټول وژونکي نه دي. دغه ويروسونه د تبې، ټوخي او د تنفس د کميدو ستونزې او ناروغيو عامل واقع کيږي. ځينې وخت کيدای شي په معده کې اختلالات رامنځ ته او د اسهال لامل شي.

خو کرونا ويروسونه «آر ان ای» ډوله ويروسونه دي چې په شديده توګه انطباق منونکي او له ژنيتيکي نظره متنوع دي. په دې معنی چې دغه ويروسونه کولی شی ډول ډول صنفونو ته انتقال او هغوی مصاب کړي. له هغو څخه ځينې يې د جدي ناروغيو عامل دي چې په انسان کې د تنفسي ستونزې پيدا کيدو، سينه او بغل او حتی د مرګ سبب واقع کيږي.

د بيلګې په توګه په د ۲۰۰۲م او ۲۰۰۳م کلونو کې د(SARS-CoV)  په نوم د کرونا یو ډول ويروس په ۳۰ هيوادونو کې خپور شو. په ټوله نړۍ کې له ۸۰۰۰ ډیر کسان په سارس ناروغۍ باندې اخته شول چې له دې ډلې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه يې مړه شول.

تر اوسه پورې لږ تر لږه ۹ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي.انځور: picture-alliance/dpa/M. Schiefelbein

پر ناروغۍ د اخته کیدو څخه د مخنیوي له پاره څه اقدامات په کار دي

د روغتیا نړيوال سازمان د چهارشبنې په ورځ په دې هکله يوه بيړنۍ غونډه ترسره کړه. یو ځانګړی کميسيون د روغتيايي بيړني حالت په اړه تصمیم نیسي. که چيرته دا ډول يو وضعيت اعلان شي، په تعقيب به يې د قرنطي شوو سيمو له پاره لازم ترتيبات په نظر کې ونيول شي، سرحدي څيړنې به ډيرې، د درملنې ځانګړي مرکزونه به جوړ او پر مسافرتونو به محدوديتونه وضع شي.

د چين، يو شمیر آسيایي هيوادونو، ايټاليا او د امريکا متحده ايالتونو هوايي ډګرونو تر دې مخکې اعلان کړی دی چې مساپران به د تبې د تشخیص له پاره معاينه کوي. خو تر اوسه نه د روغتيا نړيوال سازمان او نه هم آلمان د چين ووهان ښار د سفر کولو په اړه خبرداری نه دی ورکړی.

د معمول په څير سپارښتنه کيږي چې له روغتيايي موارد او احتياط رعایت شي. د بيلګې په توګه له حيواناتو او هغه کسانو سره د نژدې تماس  نيولو څخه ډډه وشي چې له تنفسي سیستم څخه شکایت لري.

همدا ډول سپارښتنه کیږي چې لاسونه په پر له پسې توګه په اوبو او صابون پريمنيځل شي، په ځانګړې توګه د نارغو کسانو سره تر تماس وروسته.

د روغتيايي چارو کارپوهان په دې باور نه دي چې د کرونا نوی ويروس دې په ټوله نړۍ کې خپور شي. د هامبورګ په برنهارد نوخت انستيتوت کې ويروس پيژندونکی، يوناس شميت خارنازيت وايي چې په آلمان کې ځانګړو تدابيرو نيولو ته اړتیا نه ليدل کيږي. هغه وايي چې د دغه ويروس څخه د اوسني خطر کچه ډيره ټيټه ده. خو هغه وايي چې دا مهمه ده چې د روغتيا نړيوال سازمان او په اروپا او آلمان کې روغتيايي مرکزونه وضعيت تر نظر لاندې ولري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب