1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا واکسين څېړنه ولي و ځنډېده؟

۱۳۹۹ مهر ۲۲, سه‌شنبه

د امريکا د درمل جوړولو شرکت (جانسون او جانسون) همدا اوس د نړۍ په درو وچو کې پر انسانانو باندي د کرونا واکسين پر ازمويلو بوخت دی. خو اوس ويل کيږي چې دغه پروسه ناکامه سوې ده.

Deutschland Ein Mann bekommt eine Impfung
انځور: K. Schmitt/Fotostand/picture-alliance

د امريکا د درمل جوړولو شرکت جانسون او جانسون د کرونا احتمالي واکسين جوړیدلو له پاره د څيړنې په بهیر کې د يوه ازمایښت کوونکي کس د بې دلیله ناروغه کيدلو له کبله د دغه واکسين ازمويل ځنډولي دي.

دغه شرکت ویلي دي چې اوس د بېطرفه کارپوهانو يوه ډله په دغه څېړنه کې له ښکيلو ډاکټرانو سره يوځای دغه پېښه څېړي. اوس اصلي پوښتنه دا ده چې آيا دغه ناروغي د ازمايښتي موادو له کبله رامنځ ته شوې ده. په دغه څېړنه کي د ګډون کوونکي په اړه معلومات د هغوی د خصوصي حريم په خاطر پټ ساتل شوي دي.

جانسون او جانسون مخ پر وړاندې ويلي دي چې په ازموينو کې همېشه سړی دا سمدستي نه شي معلومولای چې ازمويني نتيجه ورکړې او هرڅه سم دي. په هرو کلينيکي څېړنو کي د «ناببره پيښي» لکه ناروغۍ او نورو حوادثو تمه کيږي.

۶۰ زره ګډون کوونکي

د درمل جوړولو دغه شرکت درې اونۍ مخکې د دغه واکسين د ازمويلو دريم يا پريکړنده بهير پيل کړی وو. اوس د دغه بهير د ځنډيدلو له کبله د آن لاین له لاري د نوم ثبتولو امکان نه شته.

د ازمويني په دغه بهير کې د نړۍ له درو وچو څخه نژدې ۶۰ زرو کسانو په خپله خوښه نومليکنه کړې ده. د دغو موادو یوه ځانگړتيا دا ده چې د محافظت له پاره يو دوز بسنه کوې. دغه شرکت تمه لرله چې د راتلونکي کال تر لومړيو پوري به د «بېړني حالت ناروغانو» له پاره د واکسين دوزونه تيار کړي.

د اروپايي اتحاديې کمیسون تیره اونۍ د جانسون او جانسون له بلجيمۍ څانګې سره د ۲۰۰ ميليونه دوزه احتمالي واکسن برابرولو قراردادونه کړي دي. په پام کي ده چې د ۲۰۰ میليونه نورو انسانانو له پاره به هم تيار شي.

د ځغاستي مسابقه

په ټوله نړۍ کې د سارس ويروس پر وړاندي واکسين جوړولو هڅي رواني دي. ډير شرکتونه اوس د دغه احتمالي واکسن په دريم او وروستي پړاو کې دي. ډير واکسين جوړونکي شرکتونه په دي اند دي چې د کوويد ۱۹څخه د حفاظت په موخه باید سړی دوه ځله واکسن کړل شي. تر اوسه پوري دا نه ده ثابته شوې چې د يوه واکسين سوي بدن دي د کرونا پر وړاندي مقاومت ښوولی وي.

jj/fab (dpa, afp)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب