1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا واکسین د تيست پر سر د افریقا او فرانسوي څیړونکو شخړه

۱۳۹۹ فروردین ۲۲, جمعه

پر افریقایانو باندي د کرونا د ممکنه واکسین تجربه کولو شخړه اوس نوره هم پراخه سوې ده. د پان افریقا صحي چارواکو د دوو فرانسوي ډاکټرانو دغه وړاندیز یو راسیسټي عمل بللی دی.

Deutschland Biotech-Unternehmen CureVac
انځور: picture-alliance/dpa/S. Gollnow

د ناروغیو د کنټرول او وقایې مرکز د افریقا د برخي رئيس جان ان کینګسانګ ويلي دي چي دغه ډول راسیستي، د کرکي وړ او افریقایانو د کښته راوستلو ویناوي باید ټوله عاقل خلګ وغندي.

تردې لږ مخکي دوو فرانسوي ډاکټرانو او څیړونکو په یوه ټلویزوني مرکه کي وړانديز کړی وو، چي د کرونا ویروس ممکنه واکسین دي په افریقا کي ټِست سي، چیري چي په خبره یې »هیڅ ماسکونه، معالجه او د بیرته پر هوښ راتللو امکانات نه سته«.

اوس که څه هم هغوی بخښنه غوښتې ده، خو د راسیسټانو تور پرې لګول کیږي. د نړیوال روغتیايي سازمان رئیس، تیدروس ګیبریسوس بیا د یوه استعماري ذهنیت خبره کړې ده.

د افریقايي هیوادو صحي چارواکي له نړیوال روغتیايي سازمان سره د نژدې ګډ کار اعلان کړی دی، تر څو دا معلومه کړي چي ایا په افریقا کي د کرونا معالجه او د بدن د دفاعي سیسټم د تقویې کوښښونه له علمي او اخلاقي نظره اجرأ کیږي؟

د ګیبریسوس په خبره ځکه نو باید په افریقا کي هم د نوري نړۍ په ډول د کرونا ضد تدابیرو تګلاره عملي سي. دا چي افریقا د خپلو کارپوهانو له وجهي د خارج څخه د کومک غوښتنه نه ده کړې، دغه براعظم د ایبولا پر ضد د واکسین جوړولو پر وخت لا ثابته کړې ده.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب