1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا وبا: ترمپ غواړي امریکا ته مهاجرتونه لغوه کړي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ویلي دي چې غواړي یو داسې اجرایوي فرمان صادر کړي چې له مخې به یې امریکا متحده ایالاتو ته د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه په مؤقت ډول مهاجرتونه لغوه شي.

USA Coronavirus Donald Trump PK
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Brandon

په داسې حال کې چې نن د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د اپریل میاشتې په ۲۱مه نیټه) په ټوله نړۍ کې د کرونا په ویروس له ۲ اعشاره ۴۶ میلیونه څخه ډیر کسان اخته شوي او نيږدې ۱۷۰ زره کسانو بیا خپل ژوند له لاس ورکړی، ولسمشر ترمپ ویلي چې غواړي امریکا متحده ایالاتو ته مهاجرتونه لغوه کړي.

په امریکا متحده ایالاتو کې هم په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر ورځ تر بلې په ډیریدو دی. تر نن یعنې سې شنبې ورځې پورې په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس ۷۸۰ زره مثبتې پیښې ثبت شوي دي. د شمیرو له مخې له دې ډلې څخه تر اوسه پورې په امریکا کې ۴۲ زره او ۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د کرونا ویروس د لا ډیر خپریدو او د کار ځایونو د خوندي ساتلو په موخه غواړي دغه هیواد ته مهارجرتونه د لنډې مودې له پاره لغوه کړي.

ترمپ په یوه ټویټري پیغام کې کرونا ویروس ته د «پټ دښمن» د کلمې په کارولو سره لیکلي: «د پټ دښمن [کرونا ویروس] برید ته په کتو سره او همدا راز د امریکا د سترو ښاریانو د کارځایونو د خوندي ساتلو په موخه، زه امریکا متحده ایالاتو ته په مؤقت ډول د مهاجرتونو د لغوه کولو یو اجرایوي فرمان لاسلیکوم!»

ولسمشر ترمپ په دې برخه کې چې دغه فرمان به کله لاسلیک کړي او یا د فرمان د نورو اړخونو په هکله ډیر جزئیات نه دي ورکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب