د کرونا پانديمي د آلمان صادراتو ته سخته ضربه وارده کړې چي عوارض یې په تدریجي ډول ښکاره کیږي. د کالیو او آلماني صنعت تولیداتو ته تقاضا په بې ساري ډول راکمه سوې . داروښانه نه ده چي په راتلونکي کي به څه کیږي.
اعلان
د کرونا پاندیمي په اپریل کي د جرمني صادراتو ته دومره سخته ضربه رسولې چي دغه رقم په ۱۹۵۰ م کال کي د صادراتو د پیل راهیسي بیا تر اوسه پوري سابقه نه لري.
د آلمان د حکومت د احصایی د ادارې په حواله، د بهرنیو صادراتو حجم د اپریل په میاشت کي، ۳۱ سلنه راکم او تر ۷۵ میلیارده او ۷۰۰ میلیونه یورو پوري راکښته سوی چي د ۲۰۲۰ کال د مارچ د میاشتي په پرتله ۲۴ سلنه کموالی ښيي. د آلمان واردات هم راکم سوي او د ۲۰۰۹ بحراني کال تر سطحي پوری رسیدلی دی.
ټول هیواد له رکود سره مخامخ دی
د کرونا د پاندیمي له امله د جرمني د تجارتي معاملاتو په ټولو برخو کي لږ او ډیر رکود لیدل کیږي. د هغه دلیل هم معلوم دی: حتی د اروپا په دننه کي د سرحدونو تړل کیدل، د مسافرتونو محدودیت او د هوا او اوبو له لاري د اړیکو پراخ اختلال کیدل.
د بیلابیلو هیوادونو سره د صادراتو کچه یو له بل سره توپیر لري. د مثال په ډول د ۲۰۲۰ کال په اپریل کي یې له چین سره صادرات تر ۷ میلیارده او ۲۰۰ میلیون پوري راکښته سول.
طبعاً له هغو هیوادونو سره چي له کرونا څخه سخت اغیزمن سوي ، د صاداراتو دغه ډول کمښت لا پسي شدید وو. فرانسې ته، تر څه د پاسه ، ۴۸ سلنه ، ایټالیې ته له ۴۰ سلنه زیات او امریکا ته نژدې ۳۶ سلنه راکم سوی دی
نامعلوم راتلونکی
تر اوسه لا معلومه نه ده چي د آلمان تجارت به څه وخت له رکود څخه راووزي. د آلمان د تجارت او صنایعو خونه اټکل کوي چي په روان کال کي به د هغو حجم لږ تر لږه ۱۵ سلنه راکم سي.
د آلمان د عامه صنایعو بڼسټ بي ډي آی په حواله به د کالیو په صادراتو او د هیواد خدماتو کی هم ۱۵ سلنه کمښت راسي. لکه څنګه چي د ټولو معامله کوونکو هیوادونو اقتصادي پرمختګ راکم سوی ، نو د آلماني توکو له پاره به هم تقاضا راکمه سي.
د تجارت د نړيوال سازمان په حواله به په روان کال کي په بیلابیلو هیوادونو کي تجارتي راکړه ورړکړه، د کرونا د ویروس د پراخیدو د شدت پر اساس، له ۱۳ څخه ۳۲ سلني ته راکښته سي.
زموږ له آرشيف څخه:
کومو شرکتونو د کرونا ویروس په سبب ګټه کړې؟
د کرونا ویروس ویرې اقصتادي بازارونه اغیزمن کړي. که څه هم دغه وبا په تیزۍ سره مخ پر خپریدو او نړیوالو بازارونو ته یې سخت تاوان اړولی دی، خو بیا هم ځینې شرکتونه د ګټې په حال کې دي.
انځور: picture-alliance/B. Kammerer
انتظار او نېټفلېکس کې د فلمونو لیدل
په آنلان بڼه د ویډیوګانو ښوولو پلېټ فارم نېټفلېکس په تیره اوونۍ کې ښه کاروبار کړی دی. د دې علت دا دی چې ورځ تر بلې خلکو ته ویل کیږي چې د کرونا ویروس د خطر له کبله په کورونو کې پاتې شي او خلک بیا د دغه فلېټ فارم له لارې سریالونه او فلمونه تعقیبوي.
انځور: picture-alliance/AA/M.E. Yildirim
د کور په سالون کې ورزش
د پېلټن انټراکتیف، فټنس شرکت چې د ورزش یا تمرین کولو بایسکلونه جوړوي او په آنلاین بڼه ورزشي تمرینونه هم وړاندې کوي، د ونډو ورځنۍ بیې لوړې شوي. دغه بیې له دې وړاندوینې وروسته لوړې شوي چې د سپورت شوقیان به د کرونا ویروس د ویرې له کبله جیمونو ته نه ځي او د دې پر ځای به د پیلټن وزرشي بایسکلونو څخه استفاده کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Lennihan
د کرونا ویروس احتمالي میلیاردران
د مودرنا، په نوم د دواو جوړولو شرکت مشر ستیفن بېنسل (ښي اړخ ته) ښایي په نزدې وخت کې میلیاردر شي چې شرکت یې د کرونا ویروس له پاره واکسین جوړوي چې پر انسانانو وازمویل شي. دا کار د دې سبب شوی چې دغه شرکت د ونډو بیې لوړې شي. مالیزیایي وي چای (کیڼ اړخ ته) چې شرکت یې زیاتره د طبي دستکشو په جوړولو کې ونډه لري، د میلیاردرانو کلب ته د ننوتو په حال کې دی.
په آنلاین بڼه د کاروبار غوړیدل
امریکایي شرکت زوم ویډیو کمونیکیشن، چې د ویډیویي کنفرانس له لارې خدمات وړاندې کوي له فبرورۍ میاشتې راهیسې یې د ونډو بیه پنځوس سلنه لوړه شوې. د بیرن شتاین د تحقیق کوونکو د څیړنې له مخې کله چې خلک د کرونا ویروس د وبا د خطر له کبله له کورونو څخه کار کوي نو دا د کاروبار له پاره ښه دی. دغه شرکت د ټول ۲۰۱۹م کال په پرتله په روان میلادي کال کې زیات فعاله مشتریان راخپل کړي دي.