1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

په آلمان کې د سيګريټ څکونکو شمیر ۸ سلنه ډير شوی

۱۴۰۱ شهریور ۵, شنبه

په آلمان کې د کرونا وبا د خپرېدو له پیل راهېسې د سيګريټ څکونکو په شمیر کې د پام وړ ډيروالی رامنځ ته شوی دی. په یوه څيړنه کې موندل شوي چې د ۲۰۲۰م کال راپدېخوا د سيګريټ څکونکو شمير نژدې ۸ سلنه ډير شوی دی.

Corona, Pandemie l Rauchen, Zigarette
انځور: Frank Hoermann/SVEN SIMON/imago images

د «سيګريټ څکونکو د چلند په اړه د آلمان نظرسنجۍ» (DEBRA) ادارې موندلې ده چې د کرونا وبا تر خپرېدو وروسته په آلمان کې د سيګريټ څکونکو کسانو شمیر د پام وړ لوړ شوی دی. د ديبرا د موندنو پر اساس، له کرونا څخه مخکې، په آلمان کې ۲۷ سلنه خلکو سيګريت څکول خو اوس دغه شمیر نژدې ۳۴ اعشارېه ۵ سلنې ته پورته شوی دی. په دې اساس، دا د هغو افرادو چې عمرونه ېې ۱۴ او له دې پورته دي، څه باندې یوه پر دريمه برخه تشکيلوي.

د ديبرا د استازې په خبره، د کرونا وبا تر خپرېدو د مخه د ۲۰۲۰م کال په اوايلو کې دغه ارقام شاوخوا ۲۷ سلنه وو. د دغې ادارې مشر، دانيل کوتڅ چې یو اپيډميو لوژیست هم دی، د سيګريټ څکونکو د شمير چټک لوړېدل یو ډارونکی تحول بللی دی.

کوتڅ د دغه تحول تر ټولو اصلي دليل پخواني سيګريټ څکونکي بولي، کوم چې د کرونا وبا پر وخت د رواني فشارونو او يوازېتوب له کبله ېې بيرته سيګريټ څکولو ته مخه کړې ده.

خو هغه زیاتوي چې له بلې خوا په آلمان کې ځوانې طبقې د ۱۹۷۰، ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو بر خلاف، هيڅ کله د سيګرټو څکول پيل کړي نه دي.

د «جرمن سينټر فار اډیکشن ایشیو» یا د اعتیاد چارو له پاره د آلماني مرکز مشره، کريستينا رومل، وايي چې «دا د خوښۍ ځای دی چې په ډير لږ او لا لږ شمیر کې ځوان افراد سيګريټ څکوي.» هغه زیاتوي خو «له بده مرغه موږ حاضر وخت په مشرانو کې د دغه بهیر مخالف حالت وينو.»

ميرمن رومل د هغو کسانو له ډلې څخه ده چې وايي حکومت د ېوه مناسب سیاست له لارې سګريټ څکولو د مخنيوي له پاره په کافي اندازه اقدامات نه دي ترسره کړي. هغه وايي: «آلمان د دخنیاتو د کنټرول په پالیسۍ کې په یوه نړيواله مقایسه کې د وروسته پاتو په ډله کې دی.»

نوموړې په دې برخه کې نيوزيلند هیواد ته اشاره کوي: «د نیوزيلند مثال ښيي چې متفاوت اقدامات کېدای شي تر سره شي: هلته په پام کې ده چې د سيګريټو خرڅلاو د اوږدمهاله له پاره په بشپړ ډول بند شي.»

د آلمان په سويل لويديځ کې پروت د هايلدلبرګ ښار د سرطان څيړنيز مرکز څخه کترينا شالر وايي چې آلمان ته په کار ده چې د سيګرتو د خرڅلاو او د هغوی تجارتي اعلانونه له منځه يوسي. میرمن شالر زیاتوي: «سيګريټ څکونکو ته د سيګريټو د ترک کولو له پاره ډيرې لږ انګیزې ورکول کيږي او د سيګريټو د پرېښودولو له پاره ډير لږ ملاتړ ترلاسه کوي. سربيره پر دې توليدونکي شرکتونه مخ په ډيريدونکي توګه نوي توليدات عرضه کوي؛ لکه برقي سيګريټ، تمباکو هيټر او د نيوکتين کڅوړې.» 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل