1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا ويروس دوهمه څپه کله راځي؟

۱۳۹۹ خرداد ۱, پنجشنبه

په داسي حال کي چي په ځينو هيوادونو د کرونا ويروس له کبله رامنځه سوي محدوديتونه ليري سوي دي، د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي چي «کيدای سي کرونا هيڅکله هم ورکه نه سي». د کرونا د دوهمي څپې د راتگ اندېښنې پر ډيريدو دي.

Deutschland | Coronavirus | Fußgängerzone in Dortmund
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

د نوي کرونا ويروس د خپريدو په پيل کي داسي برېښيدل چي تر ډيره وخته پوري به ژوند د تړلو دروازو ترشا روان وي، خو يو ناڅاپه حالت بدل سو او دروازې تر تمي دمخه خلاصي سولې او په جرمني، هسپانيا، يونان او نورو هيوادونو کي تر ټولو سخت محدوديتونه ليري کړل سول.

حتی بريتانيا لا چي د اروپا په کچه تر ټولو ډير کسان پکښې په کرونا اخته سوي او ډير مړه سوي دي، د «اقتصاد پر بيرته پرانيستلو» باندي فکر کوي.

هندوستان د رواني مياشتي په پيل کي په دغه هيواد کي رامنځته کړل سوي محدوديتونه دوې اوونۍ نور هم وغځول. خو اوس هغه انديښنې پر ډيريدو دي چي که هيوادونه د کرونا ويروس له کبله رامنځته سوي محدوديتونه تر وخت مخکي ليري کړي، کيدای سي د دغي وبا دوهمه دوره پر نړۍ باندي راوگرځي.

د روغتيا نړيوال سازمان د روغتيا په برخه کي د بيړنيو حالاتو پروگرام مشر مايک ريان ويلي دي چي له دوهمي څپې څخه که لږ وي که ډير ترې تېښته نه سته: «دغه ويروس کيدای سي زموږ د ټولني په يوه بل انديميک(تلپاتي گواښ) ويروس باندي بدل سي.» هغه په يوه ويډيويي کنفرانس کي وويل چي «کيدای سي دغه ويروس هيڅکله ورک نه سي».

ريان ويلي دي چي نورو ويروسونه لکه HI(د انسان د معافيت کمښت) ويروس پخپله نه دی ورک سوی، بلکي څيړونکي داسي درمل ورته جوړل کړل چي د دغه ويروس په مخکي دريږي او له ناروغۍ سره د سازش کولو له پاره ژوند ته زمينه برابروي. ډير لږ ويروسونه د بېلگې په توگه  smallpox(کوچنۍ تڼاکي) يا چيچک په نوم ويروس له منځه تللی دی. نور ټول ويروسونه زموږ په بغل کي دي، چي ځيني ئې کله نا کبله بيرته راگرځېدلي دي، لکه د نري رنځ ناروغي.

همدا اوس په ځينو هيوادونو کي د کرونا ويروس د دوهمي څپې نخښني نښانې لیدل سوي دي: چين او روسيې د کرونا ويروس نوي پيښي ثبت کړي دي او په جنوبي کوريا کي چي د دغي وبا د لومړي څپې په مخنيوي کي ستايل سوې وه، د کرونا پيښي پکښې ثبت سوي دي.

د کرونا ويروس دوهمه لويه څپه به يووار بيا د ښارونو د تړلو او په ټولنيز ژوند کي د محدوديتونو سبب سي.

د روغتيا نړيوال سازمان د روغتيا په برخه کي د بېړنيو حالاتو پروگرام مشر مايک ريان ويلي دي چي «موږ هڅه کوو چي دقيقاً د دغسي حالت مخنيوی وکړو».

(Zulfikar Abbany (gh ن.ز/ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب