1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا ويروس د انتي بادي آزموينه به څومره موثره وي؟

۱۳۹۹ فروردین ۲۷, چهارشنبه

د اروپا او امريکا متحده ایالاتو په ځينو برخو کې د کرونا ويروس د تیرولو سند د ورکړي پلوي کيږي څو ټولنیز محدوديت ختم شي او خلک وکولای شي بيرته کارونو ته ستانه شي. خو کارپوهان حکومتونو ته له بيړي څخه خبرداری ورکوي.

Symbolbild Labortests Reagenzgläser
انځور: picture-alliance/blickwinkel/McPHOTO

د نړۍ هيوادونه د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه پر لاره د اچول شويو محدوديتونو د لغوه کولو چې له وجې یې اقتصاد وده نه کوي او بې کاري خپل اوج ته رسيدلې، لارې چارې لټوي. په اتريش کې دغه محدوديتونه يو څه راکم کړل شوي او تمه کيږي چې د آلمان صدراعظمه انګلا ميرکل به هم نن، چهار شنبه ښايي د ځينو مغازو او ښوونځيو د بيرته پرانیستو اعلان وکړي.

آن په ايتاليا او هسپانيا کې هم چې دې مرض سخت ځپلي دي او د مرګونو پېښو کچه په کرار کرار راټيټيږي، حکومت د محدوديتونو د ژر تر ژره سستولو له پاره پلانونه جوړوي څو یې وګړي له سترې اقتصادي ضربې وساتل شي.

يو میکانيزم چې په ايتاليا، آلمان او امريکا کې پرې خبرې رواني دي هغو کسانو ته چې د دې مرض رغيدلي دي په اصطلاح د «مصئونيت سند» ورکړه ده. يعني په بدن کې د کرونا ويروس په ضد د انتي بادي جوړيدل و آزمويل شي. دغه ډول ټیستونه يوازې په ايتاليا او چين کې له څو اوونيو راهيسې په جریان کې دي.

دا ميکانيزم به «روغو» کسانونه ته کار ته د ستنېدو اجازه ورکړي او هغوی به په آزاده توګه حرکت وکولی شي. په ايتاليا کې دې نظر ډير شهرت خپل کړی دی او هلته په ځينو شمالي سيمو کې ترې کار هم اخیستل شوی دی.

د ايتاليا د وينتو د سيمې «وو» کلی په دې برخه کې د نورو له پاره په الګو بدل شوی. د دې سختې ځپل شوې سيمې مشر او همدا راز د نيويارک ایالت ګورنر اندريو کومو هم د روغتيا د سندونو ستر پلويان دي.

»د غير مطئنې ټولنې نخښه«

خو دا پلان هم په ساينسي او هم په اخلاقي توګه لانجمن دي او کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا سندونه به واکمنو ته د محدوديت د ختمولو د اختيار د سپارولو په معنا وي.

د آلمان صدراعظمه انګلا ميرکل به نن، چهار شنبه ښايي د ځينو مغازو او ښوونځيو د بيرته پرانیستو اعلان وکړيانځور: Reuters/M. Schreiber

د آلمان د ويتن – هیردک پوهنتون څخه د روغتيا په برخه کې د فلسفي او اخلاقياتو د څانګې استاد مارتين شنيل له دې وړاندیزونو څخه د يوې «غير مطئنې ټولنې د نخښې» په توګه خبرداری ورکړ.

شنيل وويل چې د دې تر شا انګيزه د درک وړ ده. هغه زياته کړه: «تصور وکړئ تاسې په ترافيک کې بند ياست نو د دې په پوهیدو چې دا بندښت به په شلو دقيقو کې پای ته ورسيږي، تاسې ته د دې په مقابل کې چې نه پوهیږئ څومره وخت هلته بند یاست، يو بل ډول احساس درکوي. انسان تل پوهيږي چې يو کار د څه له پاره کوي او کله به پای ته رسيږي. اوس موږ په داسې يوه حالت کې يو چې په هیڅ هم نه پوهيږو.«

يو بل څه چې د دې تستونو د ترسره کولو په اړه لانجمن دي هغه یې په کوچنيو سيمو کې چې ټول خلک يو بل پيژني، ترسره کول دي. د خلکو پر دوو ډلو د ويشلو خطر هم موجود يعني ځينو ته د نورمال ژوند د ترسره کولو سند ورکول او نور بيا تر کورونو محدول. د شنيل په خبره به دا کار د ټولنې وحدت ته زيان ورسوي، په داسې حال کې اوس د يووالي وخت دی.

د محدوديتو د ژر لغوه کولو څخه خبرداری

شنيل همدا راز د ځينو هيوادونو لکه آلمان او اتريش د محدوديتونو د سستولو پلان هم تر انتقاد لاندې ونيو. هغه وويل که څه هم چې د دې اړتيا ده چې سړی وپوهیږي دا بندښت به کله ختميږي، خو مسئولانه چلن به دا وي چې خلکو ته پر ځينو هدفونو ولاړ د اصولو يو پلان ورکړل شي. يو مثال یې دا دی چې سړی د هغه فيصدي تر کميدو وار وکړي چې يو تن څو نور کسان په دې ويروس اخته کوی.

په چين، جاپان او ايتاليا کې داسې ناروغان هم ليدل شوي چې تر يو ځل رغيدو وروسته بيرته په ویروس ککړ شوي ديانځور: Reuters/China Daily

د شنيل په وينا که چېر حکومتونه محدوديتونه راکم کړي او بيا څو اوونۍ او يا میاشتې وروسته بيرته د هغې عملي کولو ته مجبور شي نو دا کيدای شي د «ديموکراسۍ بحران» رامنځته کړي.

د انتي بادي تست څومره مطمئن دی؟

که څه هم چې په آلمان، ايتاليا او چين کې د انتي بادي بريالۍ آزموينې شوي دي خو د کارپوهانو اجماع پر دې ده چې اوس لا په دې اړه ډير څه معلوم نه دي چې د انسان بدن څرنګه د کوويد – ۱۹ له ناروغۍ رغیدلی شي.

په چين، جاپان او ايتاليا کې داسې ناروغان هم ليدل شوي دي چې تر يو ځل رغيدو وروسته بيرته په دې ویروس ککړ شوي دي.

پر دې سربيره په چين او ايتاليا کې څيړنو ښوولي ده چې مختلف مريضان د ويروس سره د مبارزې له پاره د مختلفې کچې انتي بادی توليدوي. ځينې خلک يې ښايي هیڅ ونه لري او نور بيا د دې د توليد له پاره ښايي له دوو اوونيو څخه زیات وخت ته اړتيا ولري.

کارپوهانو د «دي ساينتست» مجلې ته دا هم ويلي دي چې د کوويد – ۱۹ په اړه د ترسره شويو بې شميره څيړنو په اړه سترې ستونزې موجودې دي. ډير دغه ساينسي نظرونه په کافي اندازه څيړل شوي نه دي.

د ډيرو نورو شيانو ترڅنګ کارپوهان لا په دې اړه هم مطمن نه دي چې دغه رامنځته شوی مصنئونيت څومره موده دوام کوي او دا چې آيا ځيني بيرته روغ شوي مريضان به په دې مرض سره د دويمې مقابلې له پاره په کافي اندازه انتي بادي ولري او که نه. دا ټول هغه څه دي چې د محدوديتونو د راکمولو له پاره د روغتيا د سند د ورکړې امکان يو څه راکموي.

زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب