1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا ويروس د سرچينې په هکله د چين او امريکا ترمنځ شخړه

۱۳۹۸ اسفند ۲۳, جمعه

د کرونا ويروس د رامنځته کيدو په هکله د چين او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ سخته شخړه رامنځته سوې ده. دواړه هيوادونه د هغه د منشأ په اړه مسووليت يو پر بل اچوي. واشنگټن د کرونا دغه نوي ويروس ته د «ووهان ويروس» نوم ورکوي.

Deutschland Coronavirus
انځور: picture-alliance/dpa/C. Soeder

په عين وخت کي د چين حکومتي مشران پر دې خبره شک لري چي دغه ويروس دي اول په ووهان کي راپيدا سوي وي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند، ژائو لي جيان د پنجشنبې په ورځ يو بل گام لا هم مخ ته ولاړ. هغه په تويتر کي پرته له کوم سنده وويل چي دغه ويروس کيدای سي د امريکايي پوځ له خوا ووهان ته انتقال سوي وي.

ژائو بيا وروسته د جمعې په ورځ د يوې ويب پاڼي لينک خپور کړ چي د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د يوولسمي د ترهگرۍ بريدونو د توطيې تيوري سره تړاو درلود.

په دغه ويب پاڼي کي خپره سوې ويډيو کي ښودل کيږي چي د امريکا يو روغتيايي چارواکي رپوټ ورکوي چي په دغه هيواد کي د گريپ له امله ځينو مړه سوو کسانو کي د کرونا د نوي ويروس علايم ليدل سوي دي.

نوموړي ويديو مخکي، د چين په آنلايني شبکو کي غبرگونونه راپارولي ول. ځيني کاروونکي په هغې کي دا ثبوت ويني چي د کرونا ويروس سرچينه په امريکا کي ده. که څه هم د چين حکومت د آوازو په خپرولو کي له سانسور څخه کار اخلي خو دا ځل يې په دې اړه کوم اقدام و نه کړ.

 د دې پوښتنې په جواب کي چي آيا ژائو د حکومت په استازيتوب دا خبره کوي، د هغه همکار گينگ شوانگ د جمعې په ورځ د ژورناليستانو په مخکي وويل »نړيواله ټولنه چي په هغو کي د امريکا متحده ايالاتو خلک هم شامل دي، ددغه ويروس د سرچيني په هکله بيلابيل نظرونه لري.»

دا خبره چي گواکي د سږو ددغې ناروغۍ سرچينه په ووهان کي ده، پيکنگ يې هم په اړه ضدونقيض دلايل وړاندي کړي. په جنورۍ مياشت کي د ناروغيو د کنترولولو د دولتي مرکز مشر، گاوو فو اعلان وکړ چي دغه ويروس په ووهان کي د ماهيانو په يوه مارکيټ کي د وحشي حيواناتو د خرڅلاو له لاري انسانانو ته انتقال سو. د ساري ناروغيو نړيوال کارپوهان هم په همدې نظر ول.

د فبرورۍ په سر کي بيا پيکنگ په دې خبره کي خپل شک څرگند کړ. د روغتيا ملي کميسيون کارپوه ژونگ نانشان هغه وخت د ژورناليستانو په مخکي وويل چي که څه هم دغه ويروس اول په چين کي راپيدا سوي خو دا په دې معني نه ده چي اصلي سرچينه به يې هم په چين کي وي.

خو امريکا متحده ايالات بيا په هر صورت هڅه کوي چي د کرونا د ويروس ارتباط مستقيماً د چين سره ورکړي.د امريکا خارجه وزير مايک پمپيو، هغه ته د »ووهان ويروس« لقب ورکړی او د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ د چهارشنبې په ورځ په خپله تلويزيوني وينا کي په ټينگار سره وويل چي نوموړې ساري ناروغۍ له چين څخه سرچينه اخيستې ده.

خو د روغتيا نړيوال سازمان بيا خبرداری ورکوي چي ويروسي ناروغيو ته بايد په هيڅ صورت داسي نوم ورنه کول سي چي د اتنيکي ډلو په وړاندي د تعصب سبب وگرځي.

(G.P/N.Z(AFP

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب