1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا ويروس مثبتې پېښې تر ۷۰ زرو اوښتي

۱۳۹۸ بهمن ۲۸, دوشنبه

د کرونا ويروس له کبله د مړو شمير تر ۱۷۰۰ اوښتې دی. د روغتيا نړيوال سازمان استازي په دې منځ کې پيکنگ ته رسیدلي څو له چينايي چارواکو سره د کرونا ويروس سره د چلن په اړه مشورې وکړي.

China | Coronavirus
انځور: picture-alliance/dpa/XinHua/C. Min

په چین کې د کرونا ويروس له کبله د مړو شوو کسانو شمير د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې  تر ۱۷۰۰ لوړ شوی دی چې د روغتيا نړيوالو  کارپوهانو له خپلو چينايي همکارانو سره په گډه د ويروس د مخنيوي له پاره لاس پر کار شوي دي.

د چين د روغتيا د ملي کميسيون د تازه معلوماتو په حواله په اصطلاح په کويد – ۱۹ د خته شويو کسانو شمير تر ۷۰ زرو اوښتې دی. د روغتيا د نړيوال سازمان (WHO) له خوا ويل شوي دي چې کارپوهانو یې له چينايي چارواکو سره د لومړۍ غونډې په ترڅ کې په دې اړه خبرې کړي چې دغه ويروس څرنگه خپريږي.

د روغتيا د نړيوال سازمان مشر تيدروس ادهانو غيبريسوس د غونډې په اړه د تويتر له لارې ويلي: «موږ د دې ډېرې مهمې همکارۍ له کبله ډېر خوښ یو چې د کوويد – ۱۹ ويروس د خپريدو په اړه د نړيوالو پوهه لا پسې زياتوي.»

نوموړي په عين حال کې چينايي چارواکو ته چې ويلي ول چې د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې يو څه هیله مندي ليدل کيږي، خبرداری ورکړ. هغه وويل چې «د دې اټکل ناممکن دی چې دا ناروغي به کوم لوري ته ولاړه شي.» د ملگرو ملتونو د روغتيا دغه ادارې له چین څخه د تشخيص د څرنگوالي په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.

امريکايي مسافر د هوايي ډگر پر لور روان ديانځور: Getty Images/C. Court

د دوشنبې پر سهار تر زرو زيات اضافي ډاکتران او نرسان ووهان ته د رسېدو په حال کې دي څو د کرونا ويروس د دغه مرکز کې له روغتيا پالانو سره مرسته وکړي. په دغه ښار کې د کرونا ويرس تر ټولو زياتې پېښې ثبت شوي دی.

د سياحتي بيړۍ امريکايي مسافر کورو ته ستانه شوي

د جاپان په ساحل کې له قرنطين شوې بيړۍ څخه امريکايي وگړي ښکته کړل شوي او د يکشنبې په ورځ یې د خپل هېواد پر لور پرواز کړی دی. د «ډايمند پرنسس» په نوم د سياحتي کښتۍ ټول ۳۷۰۰ مسافر او د عملې غړي د فيبرورۍ مياشتې له دريمې نیټې راهيسې قرنطين ول. په دغه کښتۍ کې لږ تر لږه ۳۵۵ کسان په کرونا ويروس اخته شوي ول چې له چين څخه دباندې په يو ځای د مثبتو پېښو لوړ شمیر دی.   

آستراليايي، کانادايي، ايتالوي او د هانگ کانگ او جنوبي کوريا مسافر به هم تر هغه وروسته کورونو ته وليږدول شي چې حکومتونه یې ورته د پروازونو زمينه برابره کړي.

د جاپان د امپراطور ناروهینتو د ۶۰ کلیزې د لمانځې مراسم چې د يکشنبې په ورځ بايد ترسره شوي وای، د کرونا ويروس له ويرې لغوه کړل شول. په دغه هېواد کې تر اوسه  لږ تر لږه ۶۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. حکومت د يکشنبې په ورځ يو وار بيا پر وگړو غږ کړی چې د گڼې گوڼې ځایونو ته دې نه ځي او له «غیر ضروري غونډو» څخه دې ډډه وکړي. 

bs/sr (AFP, dpa, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب