1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا ويروس قربانيانو شمیر له سارس څخه ډير شو

۱۳۹۸ بهمن ۲۰, یکشنبه

په چين کې د کرونا ويروس ناروغۍ په يوه ورځ کې د ۸۹ کسانو ژوند واخیست، دې سره د قربانيانو مجموعي شمير ۸۱۱ ته ورسيد. بريتانيا د يوې مساپر وړونکې الوتکې سره د چين له ووهان څخه نور بهرنيان انتقالوي چې ۲۰ تنه يې آلمانيان دي.

China Wuhan provisorisches Krankenhaus
انځور: picture-alliance/dpa/XinHua/Xiong Qi

د کرونا ويروس ناروغۍ د قربانيانو شمیر د ورځ په تيريدو سره لوړيږي. نړيوالو خبري آژانسونو د چينايي سرچينو په حواله ويلي دي چې د کرونا ويروس د قربانيانو شمير د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ ۸مه) ۸۹ تنو ته لوړ شو. دې سره د دغې ناروغۍ د تلفاتو شمير، په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو د سارس ناروغۍ له قربانيانو څخه لوړ شوی دی.

د چينايي سرچينو په حواله، تر اوسه پورې د کرونا ويروس ناروغۍ له امله د مړو شوو کسانو شمیر ۸۱۱ تنو ته رسيدلی دی. دا په داسې حال کې ده چې سارس ناروغۍ په شپږو مياشتو کې د ۷۷۴ تنو ژوند اخیستی وو.

چین څخه بهر شوي کسان تر معايناتو لاندې نيول کيږيانځور: Getty Images/AFP/P. Fong

په چين کې پر کرونا ناروغۍ د اخته شوو کسانو شمیر هم هره ورځ په زرونو زياتيږي. د خبري آژانسونو په حواله، په دغه هيواد کې پر کرونا ناروغۍ د اخته شوو کسانو شمير ۳۷ زره او ۲۰۰ تنو ته رسيدلی دی.

که څه هم د کرونا ناروغۍ د تلفاتو شمير په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳م کلونو کې د سارس تنقسي ناروغۍ د تلفاتو په پرتله لوړ دی، خو د ثبت شوو پيښو په پرتله، د کرونا ويروس د ابتلا سرعت سست شوی دی.

سارس ناروغۍ باندې ټول ټال ۸۰۹۶ تنه مبتلا شوي ول چې له دې ډلې څخه ۷۷۴ تنو يې خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ناروغۍ د قربانيانو شمير، پر دغې ناروغۍ د اخته شوو کسانو په پرتله ډير لږ دی.

د نړۍ اکثره هيوادونه د چين له ووهان څخه خپل اتباع وباسي. له چين څخه بهر کيدونکي کسان تر طبي معايناتو لاندې نيول کيږي.

د بريتانيا يوې مساپروړونکې الوتکې د شنبې په ورځ د چين له ووهان څخه د لويديځو هيوادونو ۲۰۰ تنه اتباع بريتانيا ته انتقال کړل. په دغو کسانو کې ۲۰ تنه آلمانيان هم شته.

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه د يوه ټويټري پیغام په خپرولو، له بريتانيا سره رسمي مننه کړې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب