1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا ويروس واکسين به ژر جوړ نه سي

۱۳۹۸ اسفند ۱۵, پنجشنبه

د کرونا CoV-2 ويروس پر ضد د واکسين پر جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی. خو بيا هم لږترلږه يو کال ته اړتيا ده، تر څو هغه بازار ته راسي. خو دا چي تر هغه وخته به هم دغه ويروس د پراخيدو په حال کي وي؟

Symbolbild Impfung gegen Masern
انځور: picture-alliance/dpa/O. Spata

تر اوسه لا يوه مياشت تيره سوې چي چينايي کارپوهانو د کرونا CoV-2 ويروس په هکله معلومات په نړيواله سطحه له څيړنيزو ټولنو سره شريک کړي دي.

په دې ډول د دوا جوړولو ډيرو شرکتونو، پوهنتونونو او د پلټنو نورو سازمانونو سمدستي خپلې پلټني پيل کړي دي. په دې ترڅ کي د هغو لابراتوارونو شميرچي غواړي د دغه ويروس پر ضد مبارزې له پاره واکسين جوړ کړي، دومره زيات سوي چي سړی يې شميرلای نه سي.

د پلټنو د سترو انستيتونونو، لکه په چين کي د ويروسي ناروغيو د کنترول او مخنيوي انستيتوت ترڅنگ، په تيره بيا هانگ کانگ، امريکا متحده ايالاتو، آلمان، فرانسې، آستراليا، کاناډا او اسراييلو کي پلټونکي پر دغې موضوع باندي ژور تمرکز کړی.

په دې برخه کي د ډيرو پروژو مالي ملاتړ، د  CEPIپه نامه اتحاديه کوي چي له ساري ناروغيو سره د مبارزې په برخه کي په دولتي او شخصي ډول مالي مرستې تر لاسه کوي.

دغه اتحاديه اوس د آلماني شرکتCureVac  او Inovio  او  Moderna شرکتونو سره چي دواړي امريکايي کمپنۍ دي، مالي مرسته کوي. سربيره پر دې د Queensland  په نامه آستراليايي پوهنتون يوې پروژې سره هم چي د فبرورۍ له پای راهيسي يي پر حيواناتو باندي يو واکسين آزمويلي دی مالي مرسته کوي.

ځينو تحقيقاتي ډلو د څو اونيو په ترڅ کي د واکسين د جوړولو خبره کړې ده. آلماني کارپوهان دغه ډول اعلان ته په انتقادي سترگه گوري.

د هاله په انستيتوت کي د ساري ناروغيو ډاکټر الکساندر کيکولې په نظر به د کرونا پر وړاندي واکسين د ۲۰۲۱م کال په ترڅ کي بازار ته راسي. هغه د آلمان د لومړي تلويزيون د بحث کولو په خپرونه کي ويلي وه چي » د ۲۰۲۰م کال تر مني پوري به په هيڅ صورت کوم واکسين جوړ نه سي.«

کيکولي له هغو ستونزو څخه يادونه کوي چي د کرونا ويروس په وړاندي د واکسين په جوړولو کي په جينيتيکي تغييراتو پوري تړلي دي. چينايي کارپوهانو اوس داسي نتيجه په لاس راوړې چي د کرونا ويروس دوې ريښې موجودي دي چي يوه يې s-CoV او بله يې l-CoV ده. اوله يې عامه او معمولي ده او دوهمه يې تر هغه خطرناکه.

د کرونا ويروس د ژر بدلون د وړتيا له امله هم سخته ده چي د هغه په مقابل کي تر اوسه کوم واکسين نه دی جوړ سوی.

د تلوار پر ځای ډاډمنتيا مهمه ده

د ايبولا ويروس برعکس چي د واکسين کولو دوې مرحلې سره يوځای سوي، د کرونا ويروس پر ضد واکسين جوړولو په برخه کي د اجازه ورکولو د پروسې چټکوالي ممکن نه دی. دا له دې کبله چي د ايبولا په پرتله د کرونا ويروس خطرناک نه دی. د يوه واکسين تطبيق تل په دې معني وي چي هغه بايد لومړي پر جوړو انسانانو و آزمويل سي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب