1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د کرونا ویروس د افغانستان د سولې بهیر زیانمنولی شي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲, سه‌شنبه

څلورو سرچینو د دوشنبې په ورځ د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې که د افغان حکومت او طالبانو بندیان د کرونا ویروس له کبله په بند کې مړه شي، نو په افغانستان کې د امریکا د سولې هڅې له ستونزو سره مخامخیدای شي.

Katar Doha Unterzeichnung Abkommen USA Afghanistan  Taliban Zalmay Khalilzad Abdul Ghani Baradar
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Sayed

دغو سرچینو ویلي دي چې په افغانستان کې هوا له تودیدو او د جګړې د فصل له نزدې کیدو سره د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ په فبروري میاشت کې د لاسلیک شوي تړون ژر عملي کول لا هم اړین شوي دي. زیاته شوې ده چې که افغان حکومت او طالبان سره یوه تفاهم ته و نه رسیږي نو په دې هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي ښايي لا هم ستونزمن شي.

که څه د کرونا ویروس د ناورین پر مهال د امریکا متحده ایالاتو نور دیپلوماتان ډیر سفرونه نه کوي، خو د افغانستان د سولې په چارو کې د واشنګټن ځانګړي استاز زلمي خلیلزاد، تیره اوونۍ دوحې ته سفر کړی وو او بیا وروسته اسلام آباد ته ولاړ.

يوې سرچينې چې د افغانستان د سولې چارې له نزدې څاري د نوم د نه خپریدو په شرط د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «که د دواړو اړخونو ډیر شمیر بندیان په کرونا ویروس اخته شي او په زندان کې مړه شي، نو دا به یوه بشري موضوع وي او بین الافغاني خبري اترې به لا ستونزمنې شي.»

تر خلیلزاد مخکې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم په مارچ میاشت کې پاکستان ته سفر کړی وو. پاکستان ته د خلیلزاد او پمپیو سفرونه ښيي چې واشنګټن اندیښمن دی چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پلان چې ولسمشر ترمپ پرې ډیر ټینګار کوي، ښايي ناکامه شي.

د لویدیځ یوه دیپلومات د نوم د نه خپریدو په شرط ویلي دي: «دا چې هغوی سیمې ته راغلي دي یو واضیح زیګنال دی چې ولسمشر تر هیڅ شرایطو لاندې نه غواړي چې دغه تړون ناکامه شي.»

دغه دیپلومات ویلي دي چې له همدې کبله دا مهمه وه چې امریکایي چارواکي په پاکستان او قطر کې مخامخ او له نزدې لیدنې ترسره کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د فبروري میاشتې پر ۲۹مه نیټه طالبانو له امریکا متحده ایالاتو سره د سولې یو تړون له لاسلیک کړ چې له مخې یې باید د مارچ تر ۱۰مې نیټې پورې تر ۵۰۰۰ پورې طالب بندیان او ۱۰۰۰ د حکومت اړوند بندیان آزاد شوي وای. خو تر اوسه پورې افغان حکومت ډیر کم بندیان آزاد کړي دي.

طالبان وایي تر هغه وخته پورې یې چې ټول بندیان نه وي آزاد شوي له افغانانو سره به خبرې اترې پیل نه کړي، خو ولسمشر غني بیا ټینګار کوي چې طالبان باید په تاوتریخوالي کې کموالي راولي چې د بندیانو د آزادولو بهیر پر مخ ولاړ شي.

وضعیت په افغانستان کې د کرونا ویروس خپریدو لا پسې مغلق کړی دی. په افغانستان کې د کرونا ویروس پیښې تر ۱۰۰۰ لوړې شوې دي. یوه دیپلومات او دوو نورو چارواکو ویلي دي چې د کرونا ویروس خپریدل ښايي د بندیانو د تبادلې بهیر لا پسې جنجالي شي ځکه که دغه ویروس د بندیانو په منځ کې خپور شي نو کیدای شي چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ بې اعتمادي لا پسې ډیره کړي.

یوه پخواني لوړپوړي افغان چارواکي ویلي دي چې د بندیانو د آزادولو بهیر ګړندي کول او د تاوتریخوالي کمول د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په لومړیتوبونو کې دي. خلیلزاد افغان چارواکو ته ویلي چې اندیښمن دی چې په زندانونو کې د کرونا ویروس خپریدل به د افغانستان د سولې بهیر زیانمن کړي.

کارپوهان وایي په داسې حال کې چې ډیر شمیر هیوادونه د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي له پاره بندیان آزادوي، افغان حکومت او طالبان هم دغه کار کولی شي. د لویدیځ هیوادونو یوه دیپلومات بیا روښانه کړې ده چې خلیلزاد او پمپیو اندیښنه لري چې طالبان به د هوا له ګرمیدو سره خپلو بریدونو ته زور ورکړي چې په پایله کې به یې د افغانستان د سولې بهیر لا زیانمن شي. هغه زیاته کړې: «خلیلزاد او پمپیو ژمن دي چې د همدې حالت مخه ونیسي.»

دغه دیپلومات زیاته کړې ده چې خلیلزاد د اپریل پر ۱۳مه نیټه دوحې ته د خپل سفر پر مهال طالبانو ته دا پیغام رسولی دی چې د اوړې عملیات ترسره نه کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب