1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

پاکستان کې په تبلیغي اجتماع کې د لسونو زرو کسانو ګډون

۱۳۹۸ اسفند ۲۳, جمعه

په پاکستان کې د کرونا ویروس د خپریدو پر خطر سربیره د لاهور په اطرافو کې په یوه مذهبي تبلیغي اجتماع کې د ګډون له پاره ۲۵۰ زره کسان راټول شوي ول. د غونډې تنظیمونکو خراب موسم د اجتماع د ځنډولو سبب یاد کړی دی.

Pakistan Raiwind muslimische Pilger
انځور: imago images/Pacific Press/R.S. Hussain

د کرونا ویروس له خپریدو څخه د مخنیوي په موخه د پاکستان حکومت د احتیاطي تدابیرو په نه پام کې نیولو سره په رائیونډ سیمه کې په پنځه ورځنۍ تبلیغي اجتماع کې د ګډون په موخه په لسونو زره عبادت کوونکي راټول شوي ول. د دې اندیښنه شته چې په دې ډول کرونا ویروس نور هم خپریدای شي.

د دغه کلنۍ تبلیغي اجتماع تنظیمونکو د پنجشنبې په ورځ د کرونا ویروس د اندیښنو پر ځای سخت باران د هغې د لغوه کیدو د علت په توګه یاد کړ. د دغه پنځه ورځنۍ اجتماع له پاره ۲۵۰ زره کسان د چهارشنبې له ورځې راهیسې لاهور ته څیرمه په کمپونو کې راټول شوي ول.

انځور: imago images/Pacific Press/R.S. Hussain

د دغه اجتماع یوه تنظیمونکي احسان الله، د جمعې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «زیاتره کسان خپلو کورونو ته بیرته ستانه شوي دي، خو اوس هم لا په زرونو کسان شته. هغوی به نن ستانه شي.»

په پاکستان کې تر اوسه د کرونا ۲۱ مثبتې پيښې ثبت شوي دي، خو لا تر اوسه په دغه ویروس اخته کوم ناروغ نه دی مړ شوی. پاکستان چې څه د پاسه ۲۲۰ میلیونه نفوس لري، روغتیايي خدمات هم نیمګړي بلل کیږي.

انځور: dapd

یو شمیر هیوادونو د دغه ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه د بیړني وضعیت له کبله د سترو غونډو د جوړیدو او په هغې کې د خلکو د نه ګډون سپارښتنه کړې ده. ځینې هیوادونو لکه ایټالیې او فرانسې پر دغه ډول غونډو بشپړ بندیز لګولی.

پاکستان تر اوسه پورې د دغه د مخنیوي له پاره د ټول هیواد په کچه اقدامات نه دي نافذ کړي او ایالتي حکومتونو باید په دې هکله په خپله پریکړې کړی وای.  د احسان الله په خبره «حکومت د کرونا ویروس له کبله له موږ څخه د اجتماع د لغوه کولو غوښتنه کړې وه خو زموږ مشرانو او تنظیمونکو پریکړه وکړه چې غونډه به د پلان سره سمه ترسره کیږي.»

د رائیونډ دغه کلنۍ تبلیغي اجتماع له څو لسیزو راهیسې ترسره کیږي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب