1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا ویروس ۱ میلیون پیښې؛‌ امریکا د بدو ورځو انتظار باسي

۱۳۹۹ فروردین ۱۴, پنجشنبه

په داسې حال کې چې په نړۍ کې د کرونا ویروس پیښې نیږدې یو میلیون ته رسیدلې دي،‌ ولسمشر ترمپ امریکایانو ته خبرداری ورکړ چې راتلونکې دوې اونۍ به ډیرې بدې وي.‌ د دغه ویروس د قربانیانو شمیر بیا تر ۴۷ زرو اوښتی دی.‌

Präsident Donald Trump
انځور: picture-alliance/O. Contreras

د ۲۰۲۰م کال د اپریل میاشتې پر دوهمه نیټه،‌ په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پیښې نیږدې یو میلیون ته نیږدې شوي دي،‌ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ،‌ د کرونا ویروس په هکله د جوړې شوې یوې خبري غوڼدې په ترڅ کې امریکایانو ته خبرداری ورکړ چې راتلونکې دوې اونۍ به د کرونا ویروس له کبله تر ټولو بدې اونۍ وي.‌

امریکا متحده ایالات اوسمهال په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس تر ټولو زياتي مثبتي پیښي لري. په عین حال کې جرمني او ایټالیا د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې،‌ د ټول هیواد د قرنطین موده غځولې ده.‌

د آلمان حکومت پریکړه کړې ده چې د تګ راتګ وضع شوي شرایط به د روانې اپریل میاشتې تر ۱۹ نیټې پورې پر خپل ځای پاتې وي. دغو دواړو هیوادونو په داسې حال کې د هیوادونو د تړل کیدو موده غځولې چې په نړۍ کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمیر له ۴۷ زرو کسانو څخه اوښتی دی.‌

د نړۍ په سطحه د کرونا ويروس د مبتلايانو شمير ۱ ميلیون ته نژدې شوی دیانځور: picture-alliance/dpa/V. Salemi

په آلمان کې بیا د کرونا ویروس د قربانیانو شمیر ۱۰۰۰ پیښو ته د نیږدې کیدو په حال کې دی.‌

بل لوري ته امریکا متحده ایالات غواړي چې د کرونا ویروس د مخنیوي له پاره ټول داخلي پروازونه لغوه کړي.‌

امریکا متحده ایالات دغه اقدامات داسې مهال عملي کوي چې په دې هیواد کې د کرونا ویروس تر ټولو کوچنی قربانی هم ثبت شوی دی.‌ د امریکا د شرقي کونیکټیکټ ایالت چارواکو ویلي چې د ۶ اونیو یوه کوچنی ماشوم هم د کرونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.‌ د دې ایالت والي نیډ لامونټ په یوه ټویټري پیغام کې دغه خبر،‌ ډیر زیات دردونکی بللی دی.‌

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې هم د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیر د هرې ورځې په تیریدو سره مخ پر ډیریدو دی.‌ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي‌ دي چې په هیواد کې د کوید ۱۹ یا کرونا ویروس د ۴۳ تازه پیښو په ثبتیدو سره په ټول هیواد کې د کرونا ویروس مثبتې پیښې ۲۳۹ پیښو ته رسیدلي دي.‌ د عامې روغتیا د وزارت په حواله په دې ډله کې ۴۱ پیښې په هرات او ۲ نورې پیښې یې په کابل کې ثبت شوي دي.‌

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب