1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا پرضد یو نړیوال اتحاد واکسین جوړوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۶, شنبه

نړیوال روغتیايي سازمان، د اروپا اتحادیه او ډیر نور دولتونه غواړي په ګډه سره د کرونا ویروس پرضد خپل امکانات سره یو او د دغه ویروس پر ضد دارودرمل او واکسین جوړ کړي. په دې هدف جوړ سوي صندوق کي به ۸ ملیارډه یورو راټولي سي.

Remdesivir antivirales Medikament in Erprobung
انځور: picture-alliance/AP/Gilead Sciences

یو نوی بین المللي ابتکار به د کرونا کووید ۱۹ ویروس پرضد د دواوو، ټیستونو او واکسین د جوړولو کار ته سرعت ورکړي او ټوله هیوادونه به خپل نتایج په اختیار کي ورکړي. د صحي جهاني سازمان عمومي منشي، تیدروس ادهونم وویل چي «موږ د یوه داسي مشترک تهدید سره لاس او ګریوان یو، چي یوازي په ګډه سره ورباندي کامیابه کیدلای سو.» هغه همدارنګه وویل «موږ باید اطمینان حاصل کړو، چي ټوله انسانان د کرونا پرضد دغو ټولوامکاناتو ته لاسرسی ولري.»


په داسي حال کي چي د جرمني صدراعظمي انګیلا میرکل، د فرانسې جمهورریس ایمانوییل ماکرون، نورو ډیرو دولتي مشرانو او بین المللي سازمانونو د دغه ډول یوه ابتکار څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی، بیا د امریکا متحده ایالات په هغه کي برخه نه اخلي. ماکرون په یوه ویدیويي کنفرانس کي وویل: «باید ددې اطمینان حاصل سي، چي د کوم واکسین جوړیدو ته چي په یوه هیواد کي وده ورکول کیږي، د ټولو هیوادونو په اختیار کي ورکول سي.»

د اروپايي ټولني کمیساره، اورزولا فون دیر لاین په دې کار کي غریبو هیوادونو ته د ملاتړ وعده ورکړه او ویې ویل چي‌«د اروپا اتحادیه به د کرونا نوي ویروس سره په مبارزه کي ټوله امکانات په کار واچوي او د ټولي نړۍ د هیوادونو سره کومک وکړي.» په خبره يې کله چي یو واکسین جوړ سي، هغه باید ټولو هیوادونو او هرچیری په اختیار کي ورکول سي.

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د آلمان له صدراعظمې انګلا میرکل سره په دې ارتباط د ویډیویې کنفرانس له لارې خبرې کوي.انځور: Reuters/C. Ena

میرکل د ټولو بین المللي امکاناتو په کار اچولو خبره کړې

په دغه ډول یوه اتحاد کي ټول شامل هیوادونه او سازمانونه غواړي د مئ میاشتي پر ۴ د واکسین جوړولو په یوه سرمشریزه کي پر نورو اقداماتو باندي سلا مشورې سره وکړي.

د میرکل په خبره په دغه کنفرانس کي به د کرونا ضد یوه صندوق کي ۸ ملیارډه یورو راټولي سي. هغې وویل:‌ «موږ پر دغه ویروس باندي یوازي هغه وخت کامیابه کیدلای سو، چي که موږ خپل ټوله امکانات په کار واچوو.» دې همدارنګه وویل چي د یوه واکسین جوړیدل، معالجه او تشخیص به ددې کار په مرکز کي قرار ولري. راتلونکئ واکسین به یو بین امللي او عام شئ وي او د دنیا په ټولو برخو کي به وویشل سي.

امریکا برخه نه پکښي اخلي
د امریکا متحده ایالات بیا ددې برعکس په دغه ابتکار کي برخه نه اخلي. د روغتيا په نړيوال سازمان کي د امریکا د نمایندګۍ یوه ویاند وویل چي په «دغه ابتکار کي به امریکا په رسمي ډول سره ګډون ونه کړي.» جمهورریس ترمپ پر دغه سازمان باندي چین ته د ډیري نژدیکي په تور انتقاد کړی ؤ او د کرونا سره د مبارزې په منځ کي یې پر هغه باندي پیسې بندي کړلې.

د ټولې دنیا په سطح د ګاوي په نامه د واکسین جوړولو د ابتکار مشر، سیت بِرکلي په حواله په اوس وخت کي په تر ۱۰۰ اضافه واکسیونو د جوړولو پر امکاناتو باندي کار کیږي. ګاوي په دغه موضوع کي د جهاني بانک سره یوځای کار کوي. بِرکلي وویل، چي«موږ باید د ۲۰۰۹ م کال ترخه تجربه تکرار نه کړو، کومه چي پرمختیايي هیوادونو د H1N1 ګریپ پر ضد کافي واکسین په لاس رانه وړ او هغه هم ډیر وروسته.»

ساینس پوهان اټکل کوي، چي د کرونا پرضد یو تجربه سوی واکسین به چي هرځای د تطبیق وړ وي ، ۱۸ میاشتي په بر کي ونیسي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب