1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

د کرونا پر وخت به روژه څنګه کیږي؟

۱۳۹۹ فروردین ۱۸, دوشنبه

تر روژې پوري څه باندي دوې اوونئ پاته دي، خو اوس دا پوښتنه مطرح کیږي، چي روژه نیول د کرونا پر وخت ممکنه ده؟ ډیر اسلامي عالمان وايي، چي په دې برخه کي د نړیوال صحي سازمان او ډاکترانو توصیو ته ژمن پاتیږي.

BG Regierungssitze | Islamabad
انځور: Reuters/S. Bashir

سږکال روژه پر داسي وخت شروع کیږي، چي ټوله نړئ د کرونا ویروس د شیوع تر سیوري لاندي ده. کرونا تر اوسه پوري ډیر مذهبي مراسم متوقف کړي دي، د مسلمانان دیني مراسم او مناسک هم. په اکثرو ځایو کي په جماعت لمونځونه بند سوي دي، زیارتونو ته څوک نسي تللای او حتی د حج د مراسمود لغؤ کیدو احتمال موجود دی.

پداسي حال کي چي د کرونا مرض څخه د مخنیوي او جوړیدو پخاطر د بدن د دفاعی سیسټم د تقویې توصیه کیږي، د هغې جملې څخه د ښې غذأ خوړل او یا کافي مایعاتو اخیستل، نو ایا پدې صورت کي د روژې نیول ممکنه دي؟

د جرمني لمړني ټلویزوني چینل هم پرون یکشنبه)د اپریل میاشتي پنځمه( دغه موضوع وڅیړله او د یو تعداد دیني علماوو او ټولنو نظر یې واخیستی. د دغه رپوټ په حواله د مصر د الازهر پوهنتون عالمانو ، چي د سنیانو یو ډیر مهم تدریسي مرکز بلل کيږي، اټکل کړی دی، چي سږکال به د کرونا سره دمقابلې په دلیل په ډیر احتمال سره د روژې نیول د روژې په میاشت کي لغؤ اعلان سي.

د الازهر عالمان او د مصر د »فتوی اداره« په اسلامي نړۍ کي ډیر نفوذ لري او اکثریت سنیان د هغوی د احکامو تابعیت کوي.

د روژې د ځنډیدو احتمال

د مصر د فتوی ادارې عمومي منشي ، شیخ خالد عمران د کرونا ویروس پخاطر د روژې ځنډیدل ممکنه بولي. دئ وايي، موږ منتظر پاتیږو ،چي د مصر د صحت عامې وزارت څه تصمیم نیسي او دا پدې معنی ده، چي موږ همدارنګه د جهاني صحي سازمان تصامیمو او توصیو ته هم منتظر پاتیږو. خالد عمر وايي، چي که دغه جهاني سازمان ووايي، چي خلګ باید په روژه کي ډوډئ وخوري او کافي مایعات واخلي، نو د هغه متناسب به فتوی هم صادره کړي. مسلمان مجبوره دي، چي وروسته بیا، کله چي د کرونا خطر رفع سو، خپلي روژې ونیسي.

په اسلامي تعلیماتو کي روژه بېله هغه هم پر اکثرو مریضانو باندي نه کیږي. د کرونا د ویروس په مورد کي هم ویل کيږي، چي هغه کسان چي د جسمي لحاظه ضعیفه دي، په دغه مرض د اخته کیدو امکان یې ډیر دی.

شیخ عمر وايي، چي دحضرت محمد (ص) پر وخت هم د ځینو دیني احکامو او مناسکو څخه تیریدل سابقه لري. هغه وویل د اسلام پیغمبر هغو کسانو ته چي په مسجد کي د لمانځه ادأ کول ورته ممکنه نه وه، امر کاوه، چي په خپلو کورو کي پاته سي او هلته لمونځونه وکړي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل