1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کرونا پر وخت د اقلیتونو اندېښنو ته هیڅ پام نه کيږي»

۱۳۹۹ آذر ۲۵, سه‌شنبه

د جرمني د یهودانو د مرکزي شورا د رییس، شوسترپه نظرد کرونا وبا پرمهال د اقلیتونو ضرورتونو او تشویشونو ته پام نه کیږي اوهغوی له خطر سره مخامخ دي. هغه وویل چي د یهودانو او مسلمانانو په هکله مخکي له مخکي قضاوتونه کیږي.

Halle | Gedenken an Anschlag auf Synagoge | Josef Schuster Zentralrat der Juden
انځور: Hendrik Schmidt/dpa/picture alliance

د جرمني د یهودانو د مرکزي شورا رئیس، یوزیف شوستر دغه خبري د دوشنبې په ورځ (ډسمبر ۱۴مه) د یهودانو او مسلمانانو د ډیالوګ پروژې «شالوم علیکم» د کلني تجلیل پرمهال په یوه انلایني جروبحث کي وکړې.

د یهودانو د مرکزي شورا له خوا رابلل سوې دغه پروژه چي له ۲۰۱۹م کال راهیسي موجوده ده، غواړي نورو ادیانو ته خپل پیغامونه ورسوي او په منځ کي یې ډیالوګ رامنځته کړي.

شوستر وویل: «ټول انسانان دي، چي یو یا بل مذهب لري.» اوهمدا بشریت سره متحد کوي.

د جرمني د حکومت د ادغام وزیره، انیته ویدمن-موڅ چي دغه پروژه تمویلوي او تشویقوي، وویل چي «شالوم علیکم» پرهغه څه باندي رڼا اچوي چي «موږ سره متحد کوي.»

نوموړې پروژه د لا ډیر متحد کیدو او جرمني د قوي کیدو سبب ګرزي. دې د یهودانو او مسلمانانو تر منځ په «مساوي سطح ډیالوګ» څخه قدرداني وکړه. په دغه ډيالوگ کي د مختلفو عمرونو او وظیفو درلودونکو کسان برخه لري.

هغې زياته کړې ده: «موږ داسي ډیرو انسانانو ته اړتيا لرو، چي خپلي شخصي کیسې راسره شریکي کړي او سرمشق وي.»

ویدمن-موڅ هیله څرگنده کړه چي رنګارنګي د مثال په ډول مختلفي عقیدې او یا د یو چا منشأ او اصليت ته د غنأ په سترګه وکتل سي. هغې په دا لنډ وخت کي د جرمني د حکومت له خوا تصویب سوو هغو تدابیرو ته اشاره وکړه، چي غواړي د راسیزم او ښی اړخي افراطیت سره لا ډیره مبارزه وکړي. ددغو تدابیرو د ۸۹ نقطو څخه یوه داده، چي تعصب او راسیزم له منځه یوړل سي، مثلأ د هغو کسانو په مقابل کي چي خارجي نومان لري.

په همدې حال کي د یهودانو د مرکزي شورا رئیس یوزیف شوستر امید لري چي په اینده کي دلته په جرمني کي د یهودانو ژوندانه ته د یوه طبیعي حالت په سترګه وکتل سي او دوه اړخیزه تعصبات او مخکي له مخکي قضاوتونه له منځه ولاړ سي.

د ډسمبرمیاشتي په سرکي د «شالوم علیکم» پروژې په چوکاټ کي د«واوری- ځوان یهودان او مسلمانان د مکالمې په  حال کي دي» دریم کتاب خپور سو.

دغه کتاب د ځوانو بالغو یهودانو او مسلمانانو د ژوندانه د طرز په باب معلومات ورکوي. په هغه کي له ۱۶ څخه تر ۲۲ کلنیو پوري ځوانانو سره د هغوی د ورځني ژوندانه، اصلیت او منشأ او همدارنګه د مختلفو ادیانو تر منځ خبرو او ډیالوګ په باب مصاحبې سوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب