د «پيپل» په نامه بریتانیاوی ورځپاڼي د رپوټ له مخي، دغه ډول تکلیف چي ډاکټران یې ستریس کاردیومیوپاتي بولي، د زړه سکتې ته ورته دی چي په ځیګر یا سینه کي درد پیدا کوي او نفس تنګي له ځانه سره لري. خو د زړه مریضي یې علت نه دی.
د امریکا متحده ایالاتو د اوهایو دکلیولند کلینیک متخصصینو اعلان کړی چي د روان میلادي کال (۲۰۲۰) د مارچ او اپریل په میاشتو کي د هغو ناروغانو په ۸ فیصده کي چي د سینې د درد، نفس تنګي او یا هم د نورو قلبي علایمو له کبله عاجلو سرویسونو ته مراجعه کړې، ستریس کاردیومیوپاتي ناروغي تشخیص سوې ده. دغه رقم د سارس کووید ۲ ناروغي تر خپریدو مخکیني وخت په مقایسه ۴ تر ۵ برابره ډیری دی.
دغه ډول یو تکلیف چي نسبتاً نوی تشخیص سوی دی او ډاکټرانو تر اوسه پوري کاملأ هغه نه دی پیژندلی، تر ځینو جنجالونو لکه طلاق، د یو چا ترمړیني، ټکر او یا عملیاتونو وروسته رامنځته کیږي.څېړنه: د کرونا نوې بڼه څو ځله چټکه لېږدول کيږي
کاتیکول امینونه چي پکښي اپي نفرین، نوراپي نفرین او دوپامین شامل دي، د جنګي هورمونونو جُز دی او د پښتورګو تر څنګ یا آدرنال له غوټي څخه آزادیږي. د هغوی د ترشح زیاتوالی په مؤقتي ډول د زړه د عضلې د ضَعف سبب کیږي او د زړه د پمپ توانایي راکموي.
د ډاکټر کاس په خبره، ښه خبر دادی چي په دغه سندرم باندي اخته کسان معمولاً پس له یوې میاشتي جوړیږي او هغه هم پرته له دې چي اوږدمهاله قلبي زیانونه وویني.
زموږ له آرشیف څخه:
د ښاپېرک په هکله حيرانونکي پټ حقايق ـ انځوريز البوم
د کرونا په بحران کي داسي اټکلونه زيات مطرح کيږي چي ګواکي دغه ويروس له ښاپېرکانو څخه انسانانو ته منتقل سوی دی. خو د دغه حيوانانو په هکله ښايي لاندني حيرانونکي معلومات هر چا ته نه وي معلوم:
انځور: picture-lliance/Zuma
شودې ورکوي
ښاپېرک ته په پښتو کي د شوپرک، آسمان څکالکي، آسمان چکالي، چرمي ښاپېرک، ماښمک او نور اصطلاحات هم کارول کيږي. دا حيوان چي د انټارکتيکا علاوه په نورو ټولو لويو وچو کي ژوند کوي يوازنی حيوان دی چي هم الوزي او هم خپلو چيچانو ته شیدې ورکوي. دغه حيوانان د غارونو تر څنګ په سواحلونو، ونو او د کورونو په چتونو کي لا هم اوسيږي.
انځور: Imago/Bluegreen Pictures
پر پاڼه اوسېدنه
ښاپيرک تر ۱۴ سوه څخه زيات بېلابېل اقسام لري چي پکښي صرف ۵ ډوله يې سپين دي. لکه دغه سپين ښاپېرک چي د ۴ او ۵ سانتي متر تر منځ لويوالی لري، صرف په اينځرو ګوذاره کوي، د بېلکونيا په نوم بوټي پاڼي داسي پرې کوي چي د کږدۍ شکل اخلي او بيا ورباندي ژوند کوي.