1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا پر وخت د مړو خښول؛ د یوازیتوب له درده ډک سفر

۱۳۹۹ فروردین ۲۹, جمعه

تر اوسه په ټوله نړۍ کې تر ۱۴۵ زرو ډیر انسانان د کرونا ویروس له امله مړه شوي. خو د دغو کسانو له جسدونه سره څه کیږي او تر کومو شرایطو لاندې خاورو ته سپارل کیږي؟ د قربانیانو خپلوان له درده ډیرې ډکې کیسې لري.

Coronavirus Spanien Beerdigung
تر اوسه په نړۍ کې له ۱۴۵ زرو څخه ډير انسانان د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي ديانځور: Reuters/J. Medina

یو نارينه په خپلو کړوپو اوږو، چې ماسک هم پر مخ لري د يوه تابوت تر شاه چې د څلور کسانو له لوري وړل کيږي، روان دی او په تابوت کې د حملیدونکې خپلې معشوقې په وصف کې شعرونه وايي.

تابوت په مخصوص ځای کې ايښودل کيږي او شاوخوا ته يې لګول شوې پردې ټولې تړل کيږي. خو دغه نارينه د پردو د تړل کیدو تر آخري شيبې پورې خپل لاس له تابوت څخه نه پورته کوي. او لا هم د خپلې معشوقې په وصف کې شعرونه وايي: «زموږ په منځ کې څه يو لوي سيند پروت دی، څومره به ښه وي چې په خوب کې مو ديدن وشي...»

دغه تابوت د فرزانه تاييدي وو او د کړوپو اوږو سړی بهروز بهنژاد دی؛ د ايران د تياتر او سینما دوه پيژندل شوې څيرې. چا به فکر کوه چې فرزانه تاييدي به بلاخره په دا ډول خاور ته سپارل کیږي؟

د ايران تر څنګ د نړۍ په ډیرو نورو هیوادونو کې هم د پيژندل شویو او مشهور کسانو جنازي، چې د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي، په دې ته ورته مراسمو سره خاورو ته سپارل کيږي. د عادي کسانو له پاره هم وضعيت په همدې ډول دی. که د قبر سر ته د مړه شوي کس خپلوان ورځي، هغه هم د ګوتو په شمار وي.

په ايران کې خاورو ته د يوه مړي سپارلو مراسمانځور: yjc

فرانک د خپلې ۸۰ کلنې خواښې کيسه، چې له يوې کلکې مذهبي او سنتي کورنۍ څخه وه، او په تهران کې د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوې وه، داسې کوي: «د کورنۍ هيڅ غړي ته اجازه ورنه کړل شوه چې جنازې ته يې ورشي. هغوی اجازه نه درلوده چې د خپلې مور مخ د وروستي ځل له پاره وويني. حتی اجازه يې نه درلوده چې د تلقین دعا ورته ووايي. د ميت د جنازې د لمونځ اړه مو پوښتنه وکړه، راته یې وويل چې په روغتون کې ترسره شوی. تاسو فکر وکړئ، د يوې مذهبي کورنۍ له پاره د خپل مړي د جنازي لمونځ نه کول څه معني لري؟»

د کرونا ناروغۍ د شيوع په لومړیو ورځو کې حکومت چا ته اجازه نه ورکوله چې خپل مړي يې د خپلې خوښۍ په ځايونو کې خاورو ته سپارلي وای، خو اوس چې د مړو شمير ډير شوی او حکومت ټولو مړو ته رسيدګي نه شي کولی، کورنۍ کولی شي خپل مړي د خپلې خوښې ځايونو کې خاورو ته وسپاري.

د فرانک د خپلې خواښې له پاره دا اجازه تر لاسه کړه چې جنازه يې په خپلې کورنۍ هديره کې خاورو ته وسپاري، خو شرط يې دا وو چې د مړي په سر څو کيلو آهک واچوي.

فرانک وایي چې تر تدفين وروسته ورثه هر يو خپلو کورونو تا ستانه شول، او د مړې شوې ښځې تر ټولو کوچنۍ لور چې له مور سره يې یو ځای ژوند کوه، يوازې او پرته له موره خالي کور ته ولاړه. دا هغه کور دی چې مور يې په کې خپل د ژوند وروستۍ شیبې تیرې کړې وې. دغه نجلۍ په دغه کور کې تر ۱۴ ورځو پورې يوازې اوسیده او په دې موده کې يې هيڅ خور يا ورور يا بل خپلوان د هغې ليدلو ته ولاړ نه شول.

کیدای شي د فاتحې او ماتم دا ډول تجربې خلکو د مهاجرت په ژوند کې تجربه کړي وي، خو په خپل هیواد او د خپلو خپلوانو په منځ کې يې، ښايي د ژوند تر ټولو سخته او ترخه خاطره وي. د کرونا ناروغۍ څخه د مړو شوو کسانو دا ډول ترخه داستانونه ډير دي او يوازې ايران پورې نه خلاصه کيږي.

د آلمان په کلن ښار کې د يوې جنازې مسئول په خبره په دغه ښار کې نور د جنازې مراسم نه ترسره کيږي (انځور د آرشيف - ايټاليا)انځور: Getty Images/M. Di Lauro

آلمانۍ ورځپاڼه «دي تسايت» د آلمان په کلن ښار کې د يوې جنازې د مسئول له قوله ليکي: «دلته په کلن کې په واقعيت کې نور د جنازې مراسم نه ترسره کيږي، ځکه چې اوس د جنازې له پاره له سالونونو څخه د استفادې کولو اجازه نه شته.»

کريستف کوکل کورن، په دې اړه وایي چې يوازې يو کشيش، يو ويناوال او يا هم د مړي د کورنۍ يو غړی کولای شي تر قبر پورې له جنازې سره ولاړ شي او يوازې يو څو لنډې جملې ووايي. خاورو ته د سپارلو پر و خت هم يوازې د مړي خاوند، اولادونه او لمسیان يې موجود وي.

د جنازې او د تدفين د مراسمو دغه مسئول وايي: «د کورنيو له پاره د فاتحې په مراسمو کې دا ډول يوازې پاتې کيدل، ډير سخت او د نه باور وړ خبره ده. دوی چې همیشه د يو بل تر څنګ اوسيدلي او يو بل يې په غيږ کې نيولي. اوس يوازې له لرې کولای شي يو بل ته تسلا ورکړي. دا په واقعيت سره يو وحشتناک وخت دی.»

د رپوټونو په حواله، په ايران کې اوس د تهران ښاروالۍ لاس په کار شوې ده تر څو په دې برخه کې خلکو ته يو څه سهولتونه برابر کړي. فرانک د خپلې خواښې د فاتحې مراسمو په اړه وايي چې د آنلاين له طريقه يې يو ګروپ جوړ کړی چې په هغې کې يې ټول خپلوان يو ځای شوي او له دغې لارې خپل مراسم يا د زړه درد شريکوي.

دويچه ويله/ م.ک.ص/م.ص

له آرشيف څخه يو انځور البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب