د کرونا پر وخت په آلمان کي د ښکلا جراحي عملیات زیات سوي
۱۳۹۹ تیر ۱۴, شنبه
په آلمان کي د پلاستیکي جراحیو یوه ډاکټر ویلي چي د کرونا بحران د مخ د ښکلا د جراحۍ بازار گرم کړی او د محدودیتونو د وضع کولو په نتیجه کي د بدن د وزن د زیاتوالي له امله له بدن څخه د غوړ د ایسته کولو عملیاتونه هم زیات سوي.
اعلان
د ښکلا جراح کارل شوهمن د جمعې په ورځ د آلمان د پلاستیکي جراحیو د ډاکټرانو د اتحادیې په غونډه کي د دوسلدورف په ښار کي وویل » د کرونا پر وخت د ماسک اجباری تړل کیدل ، په هنداره کي د ځان په هکله د انسانانو دید ته تغییر ورکړی.«
کارل شوهمن چي ددغه کنفرانس رییس هم دی څرگنده کړې چي د ماسکونو تر اجباري تړلو مخکي به د خلکو نظرونه ټول بدن ته اچول کیدل ، خو اوس دغه ډول نظرونه یوازي پر سترگو باندي متمرکز دي.
هغه څرگنده کړې چي » په شونډو کي اصلاحات راوستل کیدای سي د لنډ وخت له پاره شنې او سرې لَکې رامنځته کړي او یا هم هغه وپړسیږي ، په دې ډول ماسکونه کولای سي د شونډو عملیات پټ وساتي.«
علاوه پر دې جراحي ډاکټران په دې اړه د کرونا پر وخت پر تگ راتگ باندي د وضعه سوو محدودیتونو له امله د وزن د زیاتوالي څخه هم خبري کوي. په همدې دلیل د هغوی په نظر د بدن د غوړ د کمولو یا ایستلو جراحي عملیاتونه هم په ښکاره ډول زیات سوي دي.
جراحي ډاکټران زیاتوي چی دغه بهیر به په ډیر احتمال سره لا پسي پیاوړی سي. د هغوی د رپوټ له مخي د کرونا تر بحران مخکي لا د بدن د غوړ د ایستلو جراحي عملیاتونه د تیر کال په پرتله ۶۰ سلنه ډیر سوي ول.
د موضوع اړوند زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
د ماسکونو په جوړولو کې خلاقیت
په داسې حال کې چې د آلمان په ګډون د نړۍ ډیر شمیر نور هیوادونه په عامو ځایونو کې د ماسکونو له استفادې سره عادتیږي، ځینې کسان د ماسکونو په جوړولو کې له خلاقیت څخه کار اخلي.