1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ويروس او عقيده، بيان يو څه عمل بل څه

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳, چهارشنبه

د کرونا په تړاو په بېلا بېلو مسلمانو هيوادونو کي د څرګندونو او عمل تر منځ توپيرونه موجود دي. په څرګندونو کي مذهبي عنصر حاوي دی خو اقدامات زياتره عملي بڼه لري.

Covid-19 Iran Krankenhaus in Shoppingcenter
انځور: picture-alliance/dpa/R. Fouladi

هغه هيوادونه چي پکښي د مسلمانانو اکثريت دی، پکښي په زرهاؤ انسانان له کرونا ويروس څخه اغېزمن سوي دي. صرف په ايران کي تر ۷۶ زرو څخه زيات انسانان په دغه ويروس اخته سوي او ورڅخه د قربانيانو شمېر يې ۵ زرو ته رسېدلی دی.

په پاکستان کي تر اوسه (د اپريل ۲۲ نيټه) تر نهو نيم زرو زياتي د کرونا پيښي ثبت سوي او تصديق سوي دي او د دغه ويروس له کبله د مړو شمېر تر ۲۰۰ اوښتی دی. په همدې شان په سعودي عرب کي په لسهاؤ انسانان د کرونا له کبله مړه سوي چي له کبله يې په دغه هيواد کي پر ټولنيز نژدېوالي محدوديتونه او يو شمېر نور بنديزونه لګول سوي دي

ايران اوس هم د لسو هغو هيوادونو په قطار کي ځای لري، کوم چي له کرونا څخه تر ټولو زيات اغېزمن سوي دي. روانه اونۍ د پارلمان د ساينسي خدماتو له خوا خبرداري په عامو خلکو کي تذبذب لا زيات کړ.

د ايران د ساينسي خدماتو ادارې ويلي: «که د قرنطېن پر اقداماتو عمل ونه سي نو د ايران له ټول نفوس څخه به ۷۵ سلنه د کرونا په ويروس اخته سي او د قربانيانو شمېر ۳۰ زره کيدلای سي. خو که د ليري پاته کېدنې او منزوي کېدو پر اقداماتو عمل وسي نو بيا د قربانيانو د شمېر حد تر ۶ زرو پوري محدود ساتل کيدلای سي.»

په ايران کي په حکومتي او ولسي سطحه د ياد ويروس د مخنيوي له پاره اوس په داسي حال کي له ساينسي خدماتو او کارپوهانو څخه مرسته اخيستل کيږي چي تر مخه په دغه موضوع کي مذهبي عنصر غالب ؤ. د مارچ په ۲۲مه نېټه د ايران مذهبي مشر علي خامنه اي په خپله يوه وينا کي ويلي ول چي دغه وبا د انسانانو د دښمنانو او د شيطاني روحونو له کبله راغلې ده.

د وبا ضد اقدامات

د مذهبي بيانيو ورکولو باوجوده د ايران حکومتي اقدامات تر زياتي اندازې پر ساينسي نقاطو ولاړ دي. خو د دغو اقداماتو د عملي کولو پر وخت د خلکو و مذهبي احساساتو ته زيات پام نه دی سوی.

د مارچ په ۱۶مه نېټه د ايران چارواکو اعلان وکړ چي په مشهد کي د شعيه ګانو د عقيدې له مخي د اتم امام، امام رضا مزار به بند کړل سي او ورسره به د فاطمه بنت موسی مزار وتړل سي.

ويل کيږي چي په ايران کي د کرونا ويروس پېل له قم سيمي څخه وسو چيري چي د شعيه مذهب مهم مزارونه موجود دي.

د حکومت د ياد اعلان وروسته په غوسه احتجاج کوونکو دغو زيارتونو ته مخه وکړه او د مزار د دروازو د ماتولو وروسته دننه ورغلل. د دغه په زور ننوتنې ويډيو د څو دقيقو په جريان کي په خواله رسنيو کي په لوړه اندازه خوره سوه. په دې ترڅ کي د مذهبي او په غوسه دغو احتجاج کوونکو په وړاندي په سوشل ميډيا کي سختي نيوکي هم وسوې.

په پاکستان کي هم سخت اقدامات سوي

په پاکستان کي په کرونا د اخته کسانو لوی شمېر هغه زيارت کوونکي دي چي ايران ته د شعيه مذهب مهمو زيارتونو ته ورغلي ول. د دې تر څنګ د تبليغي جماعت زيات شمېر کسان هم د کرونا په ويروس اخته سوي دي.

په پاکستان کي هم په بيلو ايالتونو کي بنديزونه (لاک ډاون) ولګول سول او په دې ترڅ کي په مساجدو کي هم د فاصله ساتلو او د لمونځ کوونکو د شمېر کم ساتلو سپارښتنې وسوې. په دې ترڅ کي په ترسره سوو مباحثو کي د اسلام د دين د عالمانو تر څنګ ساينسپوهانو هم ګډون درلود. خو په دغو مباحثو کي د ساينس په تناظر کي پر احتياطي تدابيرو زيات ټينګار وسو.

د پاکستان د سيند په ايالت کي د جمعې په ورځ د غرمې له دولسو بجو څخه د مازيګر تر درو بجو پوري په عملي توګه ګرزبنديز لګول کيږي. د دغه ګرزبنديز مقصد دا دی چي خلک له دې څخه راوګرځول سي چي د جمعې د لمونځ له پاره راغونډ سي.

اوس هم د روژې په مياشت کي د تراويح لمونځ په سلسله کي پر ټولنيزو راغونډېدنو بحث ادامه لري. څو ورځي تر مخه د پاکستان د ولسمشر د دفتر له خوا داسي انځورونه خپاره کړل سول چي پکښي ولسمشر عارف علوي د ډېر کم شمېر نورو مقتديانو سره په زياته فاصله د جمعې د لمونځ ادا کولو په حال کي تر سترګو کيږي.

په پاکستان کي زياتي مذهبي کړۍ له يو اړخه دا مني چي د وبا د مخنيوي له پاره بايد ټولنيز واټن ته اړتيا سته خو له بل اړخه پر دې اعتراضونه هم کيږي چي د ژوند د نورو برخو په پرتله زياته توانايي د مذهبي غونډو پر وخت د واټن ساتلو له پاره مصرفيږي.

ک. ک/ ا.و.ا./ب.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب