1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا په هکله په څه پوهيږو او په څه نه؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱, دوشنبه

آيا د نوي کرونا ويروس په اړه کافي معلومات لرو؟ بل چاته د ليږديدو، مخنيوي، د اخته کيدو پر پایلو او يا د هغو آزمايښتونو په هکله چې په دې اړه ترسره کيږي، پوهيږو؟ د دغه وژونکې ويروس په اړه يو څو مهم ټکې دلته لوستلی شئ:

Sars-CoV-2 Illustration mit Weltkugel
انځور: Imago Images/Chromorange/K. Niehaus

په دې وروستيو مياشتو کې د کرونا مخنيوې او درملنې په تړاو ډير رپوټونه خپاره شوې. ډيرې سپارښتنې چې د روان ميلادې کال پيل کې په دې اړه شوې وې اوس ډيرې د اعتبار وړ نه دي او په نوو موندنو کې کارپوهان ټينګار کوي چې په هغې هم بايد سل په سلو کې باور ونه کړو.

د آلمان لومړي راديو تلويزون په ويب پاڼه کې د دوشنبې په ورځ (اپريل ۱۸) يو مطلب خپور شو، چې په کې د کرونا (کوويدـ ۱۹) ويروس په اړه، پر دې مرض د اخته او روغو کسانو له پاره يو لړ سپارښتنې شوي دي. باید دا په پام کې ولرو چې دغه معلومات او سپارښتنې تر نن ورځ پورې د اعتبار وړ دي،کيدای شې ځينې په راتلونکو ورځو کې خپل ارزښت له لاسه ورکړې.

د (کوويد ـ۱۹) ویروس نوم او ناروغې له کومه راځي؟

کوم ویروس چې تقريبا ټوله نړۍ کي خپور شوې د کرونا له کورنۍ څخه دې. د هغه نوم انګريزې لنډيز «سارس کوويد ۲» ناروغې ده. همدا (کووید ـ ۱۹ ) هم د انګریزې ژبې لنډيز دی چې د «کرونا ويروس د ۲۰۱۹م کال د ناروغۍ» معنا ترې اخيستل کيږي.

د کرونا درمل: پر بيزوګانو ازموينو مثبتي پايلي لرلي

د کووید ـ ۱۹ نښې کومې دي؟

په دغه ويروس ډيری اخته کسان د ريزش خفيف علايم د ستونې درد د لږې لرزې سره لرې، يا هم هيڅ کوم علايم نه حس کوي. ځينې کسان تبه، ټوخې او په ساه اخيستنه کې ستونزې پيدا کوی.يو شمير نور بيا سردرد يا اسهال لري. زياته مبتلايان خفيف علايم لري. يوازې پنځه سلنه اخته کسان د جدي خطر سره مخ کیږې،چې کيداې شي په مړینه يې تمامه شي.

په کوويدـ ۱۹ اخته ناروغانو مړینه بيلا بيل لاملونه لري او پرې د اخته کس د بدن په ايمنې سیستم، عمر او په د درملنې په روغتيايي آسانتياوې پورې اړه لري.

برسيره پردې تر اوسه لا روښانه نه ده، چې د ځينو کسانو مړینه په ريښتيا کوويدـ ۱۹ د ناروغه کيدلو له کبله ده يا دا چې کرونا ويروس يې په بدن کې د نورو ستونزو سبب شوې او په پاې کي ناروغ مړ شوې دې.

د کرونا ويروس څه ډول ليږدول کيږي؟

د خلکو ترمنځ د مسقيمو اړیکو له لارې، د بيلګې په توګه له يو چا سره د خبرو پر مهال له خولې څخه ډير کوچني يا ميکروسکوپې څاڅکې بهر ته راوځي. مقابل لورې ته د دغه څاڅکو رسیدل او بيا د خولې،پزې او سترګو له لارې یې بدن ته داخليدل، په دې ويروس د اخته کيد وباعث ګرځي.

د ويروس لیږد له غیرې مسقيمې لارې هم امکان لري. له يو ککړ شی سره لاس وهل، لکه د دروازې دستګيريا د لفټ بټنه. خو له دې لارو ويروس هغه وخت لیږدیدلې شي، چې په ککړ لاس سره خوله، پزه يا سترګې لمس شي.

کرونا له لرې واټن او هوا له لاري نه شي لیږديدلې. د بيلګې په توګه د ناروغ له ټوخې څخه وروسته څاڅکې پر زمکه لویږې او له همدې کبله د کسانو تر منځ بايد واټن له یو نیم نه تر دوه مترو پورې وي.

څه ډول ماسک مناسب دی؟

د آلمان کارپوهان او سياست وال په دي نظر دي چې ماسکونه که له هر ډول مواد جوړ وي مناسب دي. د هغوي په باور آن که د غاړې دستمال سره له پزې او خولې څخه ساتنه وشې نو له دې سره به هم تر ډيره حده د ويروس ليږديدلو مخه ونيول شي. هغوي سپارښتنه کوي چې تر هغه ځايه چې امکان ولري له هغه ماسکونو څخه چې فلتر پکې لګيدلی وي يعني د ځانګړو روغتيايي ماسکونو څخه بايد کار وانه خيستل شي. ځکه دغه ډول ماسکونه يوازي د روغتيا پالنې او درملنې پرسونل له پاره په پام کې نيول شوي او که عادي خلک ترينه کار واخلي نو بیا به نه موندل کيږې.

آيا کيدای شي پر کرونا د ناروغۍ ښکاره نښو پرته بيا هم نورو ته سارې واوسو؟

دغه امکان شتون لري چې په کرونا ناروغه کس خپله ناروغي احساس نه کړي، ځکه د ناروغۍ علایم په ځينو حالاتو کې ډير کمروزي وي او بيخې نه ښکاري.باید په پام کې ولروچې تر اوسه په دي اړه کره علمي معلومات لا شتون نه لری. تر اوسه شوې څيړنې دا په ګوته کوي چې په ناروِغ کې د نښو له ښکاره کيدلو څخه يوه يا دوه ورځې مخکې نور کسان پرې اخته کيدلې شی.

ناروغۍ د نښو د ښکاريدو دوره څومره ده؟

د کارپوهانو په وینا د ناروغۍ د انکوبيشن دوره (له اخته کيدلو څخه تر ښکاره ناروغۍ پورې) له يوې څخه تر ۱۴ورځو پورې ده. د څيړنو له مخې دغه دوره زياتره وخت له پنځوو څخه تر شپږو ورځو پورې ده.

شکمن ناروغ ازمويل څومره وخت ته اړتيا لري؟

د ازموینې سپارښتنه کيږې يوازې په هغه صورت کې کيږي چې د ناروغۍ نښې په کې ښکاره شوې وې. که يو سالم کس معاينه وشي او پايله يې منفې وې نو دا د هغه له پاره په راتلونکې کې د نه اخته کيدلو تضمين نه شې کيدلې.

برسيره پردې که چيرې «پې سي آر» په نامه تستونه، چې يو له ډيرو ډاډمنو معاینو څخه ګڼل کيږي، په سمه توګه نه وي ترسره شوې کيدای شي ناسمې پايلې ولري. په امريکا متحده ايالاتو او چين کې داسي پيښې شوې او د ځينو ناروغانو د تست پايله منفې وه. په ځينو ازمايښتې مرکزونو کې د انتي بادې چټک تست د ويني اخیستلو له لارې کيږي. د پې سي ازمايښت برخلاف چې په وينه کې التهاب تشخیصوي، دغه ډول ازمايښتونه د انتي بادي د پيژندلو له پاره وينه کيږي.

د ناروغتيا نښو ښکاره کيدلو په حالت کې څه بايد وکړو؟

په آلمان کې سپارښتنه کيږې چې د ناروغۍ د علايمو تر ښکاره کيدو وروسته د داکترانو له معاينه خانې څخه وخت اخيستو پر ځای ښه لاره دا ده چې لومړې د ډاکټر يا د کرونا درملني خاص مرکزونو سره تماس ونيسئ، تر څو د ناروغۍ په اړه لومړني معلومات ناروغ يا یې خپلوانو ته ورکړل شي.

د درملني له پاره کوم تدابیر شتون لري؟

تر اوسه د نوي کرونا ويروس له کبله د رامنځته شوې ناروغۍ د درملنې له پاره هيڅ کومه ځانګړې لار شتون نه لري. سخت ناروغه کسان په عادې ډول د تبې ضد درملو او يا تنفسي دستګاه ګانو یا هم په هغه درملو سره تداوي کيږي چې د نورو ويروسونو له پاره جوړ شوي دي.

آيا هغه روغ شوي کسان د کرونا پر وړاندې مصؤنيت لري؟

د کارپوهانو عقیده همدا ده. خو حقيقت دا دې، چې هغوي سل په سلو کې ډاډمن نه دي. سربیره پردې هغوي نه پوهيږې چې دغه مصؤنيت څومره وخت دوام کوي. په اوس وخت کې د دغه مصؤنيت له پاره ازمايښتونه د ترسره کيدو په حال کې دي.

په اوږده موده کې به کوويد ـ ۱۹ کومې پايلې ولرې؟

د دغه ناروغۍ په اړه دقيق معلومات چې په لنډه او اوږده موده به کومې پايلې ولري لا تر اوسه نه دي تر لاسه شوي. خو د جسمي او روانې پايلو نښې نښانې یې شته دې. له هغې جملې څخه په سږو کې دوامداره ستونزې، د بوي کولو حس خرابيدل او ورسره بدني کمزورتيا. همدا راز انديښنه يا ژور خفګان یې هم ښايي اوږد مهاله پايلې وي.

دویچه ویله: ه.ح/ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب