1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

د کرونا پيښو د زیاتیدو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری

۱۴۰۲ شهریور ۱۶, پنجشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان د رپوټ پر بنسټ د نړۍ به بیلابیلو سیمو کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر زیات شوی دی. نوموړی سازمان پاخه عمر لرونکو او هغو کسانو ته چې لا دمخه کومه ناروغي لري د واکسین کولو سپارښتنه کوي.

Symbolbild Coronavirus Selbsttest
انځور: pressefoto_korb/picture alliance

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د څیړنو په اساس د درملنې په موخه روغتیایي مرکزونو ته پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر او همدارنگه د دغې ناروغۍ له کبله د مړو شمیر زیات شوی دی.

په ژنیف کې د دغه سازمان د مشر تدروس ادهانوم قبریسوس، په خبره «د ژمي فصل له پیلیدو مخکې په نیمه شمالي کره کې د کووید-۱۹ د انديښنې وړ زیاتوالی شاهدان یو».

د روغتیا په نړیوال سازمان کې د کووید-۱۹ د متخصصینو مشرې ماریا کرکهوو په وینا، انسانان په ژمي کې له دې امله چې په بندو ځایونو کې وي، د اخته کیدو له ډیر خطر سره مخامخ وي. د دغه سازمان د رپوټ پر بنسټ په منځني ختیځ او آسیا کې پر کرونا د مبتلا کیدو له کبله د مړينو شمیر مخ پر زیاتیدو دی.

د امریکا، اروپا او اسیا په وچو کې د هغو کسانو شمیر زیات شوی دی چې پر کووید-۱۹ د اخته کیدو له کبله یي روغتون ته مراجعه کړې ده. د ماریا کرکهوو په وینا د روغتیا نړیوال سازمان د اټکلونو له مخې اوسمهال پر کووید-۱۹ د اخته کیدو له کبله سلگونه کسان په روغتونونو کې بستر دي.

 

تدروس ادهانوم او ماریا کرکهوو پاخه عمر لرونکو او هغو خلکو ته چې لا دمخه د نورو ناروغیو له کبله له خطر سره مخامخ دي سپارښتنه کوي چې یوځل بیا دې ځانونه واکسین کړي.

د کرکهوو په وینا موجوده واکسینونهد کرونا د نوو بڼو پر وړاندې د بدن مدافع سیستم پیاوړی کوي. د هغې په خبره د کرونا نوې بڼې لکه " BA.2.86" د روغتیا نړیوال سازمان تر نظر لاندې نیولي دي. تر اوسه پورې په ۱۱ هیوادونو کې د دې بڼې ۴۲ موارد لیدل شوي دي.

په المان کې د بایونتک نوی واکسین

د المان د روغتیا وزارت د رپوټ پر بنسټ د بایونتک شرکت نوی واکسین به چې د اومکرون بڼې سره مطابقت لري د سپتمبر میاشتې له ۱۸ نیټې څخه د ټول المان په کچه د ټولو ډاکټرانو په کلینیکونو کې موجود وي.

نوموړي وزارت زیاته کړې ده چې د ډاکټرانو له خوا د وړاندیز کیدو په صورت کې به په مرکزي ذخیرو کې د «مودرنا» واکسین هم موجود او د لاسرسي وړ وي او لگښت به یې هم ورکول کیږي.

د روغتیا سازمان د رپوټ پر بنسټ د مودرنا همغږي شوي واکسین تر اوسه پورې جواز نه دی ترلاسه کړی. د تائید او جواز ترلاسه کولو په صورت کې به دغه واکسین هم د ډاکټرانو او روغتونونو په اختیار کې ورکړل شي او لگښت به یې هم د روغتیایي بیمې د شرکتونو له خوا په غاړه اخیستل کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ س.ر

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل