«د کريميا د الحاق پريکړه تر ټولپوښتني دمخه سوې»
۱۳۹۳ اسفند ۱۹, سهشنبه د دوشنبې په ورځ د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين د څرگندونو داسي يوه برخه خپره سوې ده چي پکښي وايي له روسيې سره د کريميا نيمه ټاپو د الحاق پريکړه په دغه سيمه کي تر ټولپوښتني څو اوونۍ دمخه د کرملين په يوه غونډه کي وسوه.
دا لومړی وار دئ، چي پوتين د کريميا په اړه د کرملين د پريکړي جزئيات وړاندي کوي. هغه ويلي دي چي د ۲۰۱۴م کال د فيبرورۍ مياشتي د ۲۲ نېټې په ماښام په کرملين کي د روسيې د امنيتي چارواکو غونډه جوړه سوه چي تر سهاره ئې دوام وکړ.
دغه غونډه له هغه وروسته رابلل سوې وه چي په فيبرورۍ مياشتي کي د اوکراين پخوانی جمهور رئيس ويکتور يانوکوويچ له اوکراين څخه تېښتي ته اړ سو.
د آلمان خبري آژانس د راپور له مخي د پوتين دغه څرگندوني د هغه مستند فيلم يوه برخه ده چي په پلان کي ده ډېر ژر به د روسيې تلويزيون له خوا خپور سي. د دغه مستند فيلم د خپرېدو دقيقه نېټه ښوول سوې نه ده.
د دغه مستند فيلم په يوه برخه کي چي لنډه بڼه ئې د دوشنبې په ورځ خپره سوې ده، پوتين وايي هغه مهال چي د کرملين غونډه جوړه سوه ما ټولو ته وويل: «موږ بايد روسيې ته د کريميا بيرته راگرځولو له پاره اقدام وکړو.»
څلور ورځي وروسته نامعلومو وسله والو کسانو د کريميا نيمه ټاپو چي په اوکراين پوري ئې اړه لرله د پارلمان او نوري دولتي ودانۍ اشغال کړې او د روسيې بيرغونه ئې پر پورته کړل.
د مارچ مياشتي پر ۱۶ نېټه تر ټولپوښتني دوې ورځي وروسته بيا مسکو په رسمي توگه له روسيې سره د کريميا الحاق اعلان کړ.
په دغه ټولپوښتنه کي د کريميا د برخه اخيستونکو نزدې ۹۷ سلنه له روسيې سره د يوځای کېدو په پلوي رايه ورکړه. خو له روسيې سره د کريميا الحاق د اوکراين حکومت او د هغه غربي شريکانو له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه وبلله. خو پر دې ټولو سربيره پوتين اعلان وکړ چي کريميا به د تل له پاره د روسيې خاوره وي.
په دغه مستند فيلم کي چي له پوتين سره مرکه سوې ده، هغه ويلي دي چي د کرملين په غونډه کي ده دغه راز د يانوکوويچ د ژغورلو او روسيې ته د هغه د رارسولو د عملياتو «هغه که دمځکي له لاري، که د هوا يا درياب له لاري وي» بايد ترسره سي.
يانوکوويچ د ۲۰۱۴م کال د فيبرورۍ مياشتي پر ۲۲ نېټه له کيف څخه ختيځو ښارونو خارکوف او دنيڅک ته وتښتېد او وروسته ئې بيا اعلان وکړ چي کريميا ته هم تللی وو.
د ملگرو ملتونو د ارزيابيو له مخي د اوکراين په ختيځ تاوتريخوالي کي تر اوسه پوري نزدې ۶۰۰۰ انسانان وژل سوي دي.