1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

د افغانستان ښځینه کريکټ لوبډله: هيلې او ننګونۍ

۱۳۹۹ آذر ۱۷, دوشنبه

د افغانستان د ښځو د کریکټ لوبډله په ۲۰۱۰م کال کې تر جوړيدیو لږه موده وروسته د امنيتي دلايلو پر اساس منحل شوه. خو اوس د افغانستان کريکټ بورډ يو ځل بيا د کريکټ د ښځو لوبډله چمتو کړې ده.

Afghanistan Cricket Stadien
انځور: DW

د افغانستان د ښځو د کريکټ د لوبډلې مشرې رويا صميم چې کله په کريکټ کولو پېل وکړ نو دا فکر یې نه وو کړی چې يوه ورځ به د خپل هېواد استازيتوب وکړي، له دې کبله نه چې وړتيا نه لري بلکې له دې کبله چې هغه وخت افغانستان د ښځو د کريکټ لوبډله نه درلودله.

د افغانستان کريکټ بورډ د ۲۰۱۱ م کال په پېل کې تر هغه لږ وروسته چې ښځو د کريکټ لوبډلې د جوړولو تصميم نيول شوی وو، اعلان وکړ چې د لوبډلې جوړول يې ځنډولي دي. علت یې هغه مهال امنيتي دلايل په ګوته شوي ول.  خو د افغانستان کريکټ بورډ په دې وروستيو کې د کابل په نړيوال لوبغالي کې تر آزموينو وروسته د ۲۵ ښځو لوبغاړو سره چې توپ وهونکې رويا صميم هم پکې شامله ده، قراردادونه وکړل.

 ۲۱ کلنه رويا له تومسن رويترز موسسې سره په خبرو کې وویل: «کله چې ما لوبه [کريکټ] پيل کړه نو نه پوهيدم چې يوه ملي لوبډله به ولرلی شو ځکه چې د خلکو منفي فکر زه بې جراته او زړه ماتې کړې وم. خو هیڅکله مې هم [خپلې هیلې] له لاسه نه وې ورکړې.»

د افغانستان د کریکټ د ښځو لوبډله به د يوه نړيوال روزونکي له خوا وروزله شي چې دغه تمرينونه به په همدې روانه دسمبر مياشت کې پيل شي. رويا هیله لري چې د خپلو اتلانو، د هند د ښځو د لوبډلې د شميرتي ماندانه او د ويست انډيز د کپتانې ستيفاني تايلر پر پله به پل کيږدي.  

خو د افغانستان په څېر هېواد کې چېرته چې ډېری نارينه په عامه محضر کې په ترسره کیدونکو مسابقو کې د خپلو لوڼو او خوېندو له ګډون سره ژور مخالفت لري، دغو هيلو ته رسېدل آسانه کار نه دی.

 امنيتي انديښنې

 د تومسن رويترز فاونډيشن سره په خبرو کې لوبغاړو او چارواکو وويل چې آن د افغانستان په کریکټ بورډ کې یې ځيني د ښځو د لوبډلې له نظر سره هم نظره نه دی. همدا راز امنيت هم يوه ستره ستونزه او انديښنه ده ځکه چې په راتلونکي ميلادي کال کې له طالبانو سره د تړون په پايله کې ښايي بهرني عسکر له افغانستانه ووځي.

وسله وال طالبان چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی وو، د افغانستان پر ډېرو سيمو کنترول لري او په دې وروستيو کې پر مشهورو ښځو او ښځينه چارواکو بريدونه هم زيات شوي دي.

انځور: Getty Images/C. Mason

 تر اوسه د ښځو کريکټ لوبډلې ته مستقيم ګواښونه نه دي شوي خو د کريکټ بورډ چارواکي وايي چې وروستيو خونړيو بريدونو چې پر کابل پوهنتون بريد هم پکې شامل دی، په دې برخه کې انديښنې او ويره زياته کړې ده.

 تیره مياشت د افغانستان د ښځو د کريکټ د لوبډلې د جوړولو پر وخت کريکټ بورډ ټینګار وکړ چې «د افغاني او اسلامي دودونو په نظر کې نيولو» سره به د ښځينه لوبغاړو د روزنې لومړی کمپ جوړ شي. د افغانستان د کريکټ بورډ مشر فرحان یوسفزي وویل چې هغه د کريکټ بورډ له خوا د ښځو د لوبډلې د جوړولو پر وخت د مخالفتونو او مقاومت څخه خبر وو خو ټينګار یې وکړ چې له دې هر څه سره به هم پرشا نه شي.

 د افغانستان د کريکټ بورډ مشر فرحان یوسفزي: «ډېر اسلامي ملکونه لکه پاکستان، کويت او عمان هم د ښځو خپل ملي ټيمونه لري.» نوموړي زياته کړه: «موږ دلته په افغانستان کې د فوټبال، واليبال او لامبو ملي لوبډلې لرو، نو ولې د کريکټ لوبډله ونه لرو.» هغه وويل چې دغه ټولې لوبغاړې ډېره وړتيا او د لوبو له پاره ليوالتيا لري.

 «مقاومت او مخالفت»

 د ډېرو لوبغاړو ليوالتيا لا د مخه آزمويل شوې ده. د افغانستان د ښځو د کريکټ لوبډلې بله لوبغاړې او د رويا صميم د ډلې ملګرې، ناهيده څپاند چې آلراونډره ده، وايي چې آن د مور او پلار له ملاتړ سره سره یې هم دغه سفر ډېر آسانه نه وو. هغې وويل: «امنيت او کلتوري محدوديتونه اصلي چيلنجونه دي. آن په ښوونځي او پوهنتون کې له مقاومت او مخالفت سره مخ شوې يم خو زما شوق او ليوالتيا له منځه نه ده تللې.»

انځور: picture-alliance/empics/N. French

 په پام کې ده چې د کريکټ دا ښځينه لوبغاړې به په همدې روانه مياشت کې لومړۍ بهرنۍ روزنه د خلیج يوه هېواد کې ترلاسه کړي څو بيا په راتلونکي ميلادي کال کې خپله لومړۍ نړيواله لوبه وکړي. د کريکټ ښځینه لوبغاړې غواړي چې د نارينه وو د لوبډلې تقليد وکړي چې د راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان په څېر لوبغاړي لري.

 د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۵م کال کې د سکاټلنډ پر ضد تر بري وروسته نړيوال جام ته د تلو لاره وموندله. تر دې دوه کاله وروسته افغانستان د کريکټ د نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب هم ترلاسه کړ.

اوس به وکتل شي چې د ښځو کريکټ لوبډله به څه ډول پرمختګ وکړي خو د کريکټ بورډ مشر فرحان يوسفزی خوشبين دی. هغه وويل: «زه د لوبډلې او د کريکټ بورډ هرې غړې ته د خپلې خور خطاب کوم» دا هغه بې پايه احترام دی چې موږ پرې هغوی ته قايل يو.

 ب. ص/ ن. ز (تومسن رويترز فاونډيشن)