1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

آی سي سي: موږ ته ويل شوي چې د نجونو لوبې به ادامه ولري

۱۴۰۰ آبان ۲۲, شنبه

د کريکټ نړيواله شورا وايي افغانستان ورته خپل هوډ څرګند کړی چې په هیواد کې دننه به د نجونو لوبې جاري ساتي. خو په دې تړاو نړيوال لا ډيرو اقداماتو ترسره کولو ته انتظار باسي.

Afghanistan | Frauen Cricket
انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images

د افغانستان د نجونو کريکټ ټيم د فعالیت خبره هغه وخت جنجالي شوه چې د اګست مياشتې په نیمايي کې واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته طالبانو د نجونو لوبې وځنډولې. د طالبانو دغه اعلان غبرګونونه له ځانه سره لرل. د بیلګې په توګه استرالیا تر دې وړاندې خبرداری ورکړی وو که طالبان نجونو ته د لوبو اجازه ورنکړی دوی به افغانستان سره پلان شوې تیست لوبه لغوه کړي.

د کريکټ نړیوالې شورا اجرائيه مشر، جیف الاردیس وويل چې دوی به د افغانستان له کریکټ څخه ملاتړ وکړي تر څو د یو جګړه ځپلې هیواد څخه نړيوال سیتج ته رسيدلی وی.

هغه په دوبۍ کې خبریالانو ته وویل: «زموږ هدف دا دی چې ووینو په افغانستان کې نارینه او ښځې کريکټ وکړي. موږ له هغوی څخه ملاتړ کړی دی او [د افغانستان] ټيم په دغه تورنمنت کې خپله کارکردګي ښودلې. تاسو په اوسنیو يو شمیر لوبو کې د هغوی لوبغاړي ولیدل.»

الاردیس زیاته کړه: «دا چې په افغانستان کې وضعیت په څه حالت کې دی په دې اړه به راتلونکې اوونۍ د بورډ په ناسته کې ارزونه وشي، هغوی به په دې اړه رپوټ ترلاسه کړي چې کارونه څنګه مخته ځي.»

د کريکټ د نړیوالې شورا اجرائيه مشر وويل: «دا چې لوبې به بیا څنګه ترسره کيږي، وخت به ېې ووايي. هو، موږ له هغه وخت راهيسې چې په افغانستان کې وضعیت بدلون کړی، له هغوی سره په منظمه توګه په اړيکه کې يو.»

هغه وويل: «دوی موږ ته د ښځو د لوبو د ادامې ويلي دی. هغوی موږ ته یقینا په دې اړه چې لوبې یې توقف کړي دي، کومه اشاره نه ده کړې.»

دا چې اوس په افغانستان کې طالبان حاکم شوي او د هغوی حکومت لا تر اوسه په رسمیت نه دی پيژندل شوی، په روان شل اوريز نړیوال جام کې د افغانستان د کریکټ د نارينه ټيم د ګډون په اړه هم انديښنې موجودې وې، خو افغانستان بالاخره په دغه جام کې ګډون وکړ.

د دغه جام لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي. افغانستان د محمد نبي په لوبډلمشرۍ، د خپلو پنځو لوبو څخه دوه يې وګټله او درې يې بایلودلې او ونه توانید چې پايلوبې ته ووځي. اوس د دغه ټورنمنټ یوازې د فاینل لوبه پاتې ده چې د دوشنبې په ورځ د استرالیا او نیوزیلند تر منځ تر سره کيږي. استرالیا په پایلوبه کې پاکستان او نیوزیلند بیا انګلیند ته په ماتې ورکولو سره فاینل ته ووت.