1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د کریکټ نړیوالې شورا پر شکیب الحسن بندیز ولګاوه

۱۳۹۸ آبان ۷, سه‌شنبه

د کریکټ نړيوالې شورا د بنګله دېش د کریکټ ټيم پر کپتان د دوو کلونو بنديز ولګاوه. لامل يې د اختلاس د تور دوسيه بلل سوې ده.

ICC Cricket World Cup - England v Bangladesh
انځور: Reuters/J. Sibley

د کریکټ له پاره د بنګله دېش هيواد د ملي لوبډلې پر کپتان شکيب الحسن د دوو کلونو بنديز اعلان د کریکټ د نړيوالې شورا یا ICC له خوا په يوه اعلاميه کي د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر ۲۹مه) وسو.

د کریکټ د نړيوالې شورا په خبري اعلاميه کي راغلي دي چي شکيب الحسن په دوو کلونو بنديز مجازات سوی وو، خو يو کال د هغه وروسته ورته وبخښل سو کله چي هغه ورباندي لګېدلي درې تورونه ومنل.

شکیب الحسن په دې توګه منلي چي د »رشوت« سره تړلو احتمالي کارونو په هکله يې پر وخت مسوولو چارواکو ته احوال نه وو ورکړی. دا په داسي حال کي ده چي د اصولو له مخي دا ډول موضوعګاني باید پر وخت بايد مسوولو کسانو ته وویل شی.

شکيب الحسن په خپل غبرګون کي ويلي له دې کبله چي له هغې لوبي چي دی ورسره مينه لري بند سوی، ډېر»غمجن« دی. خو هغه زياته کړې چي تر بنديز وروسته به بېرته د ICC سره خپلې همکارۍ ته په مينه ادامه ورکړي او د ځوانو لوبغاړو په روزنه او پوهاوي کي به مرسته وکړي چي هغوی دا ډول غلطۍ ونه کړي.

د کریکټ نړيوالي شورا عمومي مېنېجر اليکس مارشال، ويلي چي د پلټنو پر وخت الحسن بشپړه همکاري ورسره کړې. الحسن به د بنديز له مخي د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر مياشتي تر ۲۹مې نېټي پوري د لوبي اجازه ونه لري.
 

aa/ms (Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب