د کمال خان بند اوبه ایران ته خوشي شوي دي
۱۴۰۱ مرداد ۱۶, یکشنبه![Afghanistan Nimroz Kamal Khan Staudamm](https://static.dw.com/image/60445197_800.webp)
اعلان
هغه زیاته کړې چې « د عامه ډیپلوماسۍ او د ادارو د همغږۍ له ظرفیت څخه په ګتې اخیستنې سره، د افغانستان له لارې د سیستان څاګانو ته اوبه راننوتلې.»
نوموړې وویل« د اوبو د باثباته جریان د ساتلو او ثبات له پاره به سلا مشورې دوام ولرې.»
د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند اختر نصرت دویچه ویلې ته دا ومنل چې د کمال خان له بند څخه اوبه د ایران په لور خوشي شوي دي. خو وایې دا کار یې د خپلو بزګرانو له پاره ترسره کړی دی.
د کمال خان اوبو بند چې د نیمروز ولایت په چاربرچک ولسوالۍ کې موقعیت لري د پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شوی و.
د هلمند د اوبو اړوندو معاهدو په اړه د طالب او ایراني چارواکو تر منځ په وار وار خبري شوې دي.