د کمپوچیا پخواني پادشاه د ۸۹ کلنو په عمر مړ سو
۱۳۹۱ مهر ۲۴, دوشنبهاعلان
د کمبوچیا پخوانی پادشاه نورودوم سیهانوک د ۸۹ کلنو په عمر د چین په پایتخت پیکنګ کي مړ سو. دی هلته د درملني له پاره بیول سوی وو. سیهانوک تل د خپل هیواد په سیاست کي فعال رول درلود. او نیمه پېړۍ ئې هڅه وکړه چي خپل هیواد تر استعمار او داخلي جنګونو وروسته د دیموکراسۍ پر لور بوزي. که څه هم چي دئ پخپل اولس کي ډېر محبوب وو خو بیا ئې هم ونه سوای کولای چي د جنوب ختیځي اسیا په دغه هیواد کي ثبات رامنځته کړي.