د کندز ولایت د پولیسو قوماندان قسیم جنګل باغ، وویل چې اوس جګړه د خواجه قلندر په سیمه کې روانه ده. هغه روښانه کړې ده چې د خواجه مشهد او خانکاني سیمې د طالبانو له حضوره پاکې شوې دي.
جنګل باغ وویل: «په خواشینۍ سره چې طالبان د ملکي وګړو په کورونو کې پټ شوي دي. موږ له دې کبله چې نه غواړو ملکیانوو ته زیان ورسیږي، چټک عمل کولای نه شو.»
د پولیسو قوماندان ویلي دي چې د جمعې شپې جګړو له کبله اته تنه یاغیان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي. د جنګل باغ په خبره د جمعې ورځې په جګړه کې یوازې یو پولیس ټپي شوی دی.
د کندز د ولایتي شورا یوه غړي زرګل علیمي، ویلي دي چې ښايي د طالبانو له حضور څخه په بشپړه توګه د ښار د پاکولو له پاره تر دوو نورو اوونیو وخت ته اړتیا وي. علیمي زیاته کړې ده چې پر ځینو سیمو اوس هم هاوانونه لگيږي.
نړیوالو امنیتي ځواکونو ویلي دي چې په لومړي سر کې یوازې ۱۰۰ طالبانو د کندز پر ښار برید کړی وو، خو ځایي پولیس بیا وایي چې شاوخوا ۱۰۰۰ طالبانو پر کندز يرغل کړی.
د کندز د عامې روغتیا مشر سید مختار، ویلي دي چې په کندز کې د جګړې له پیل راهیسې شاوخوا ۲۲۰ کسان بستري شوي دي. له بلې خوا د ملګرو ملتونو د چهارشنبې ورځې د یوه رپوټ له مخې د کندز جګړې تر ۱۰۰۰۰ کسان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي دي.
نور مطالب
انځورونه: په کندز کې څه تیریږي
د دوشنبې له سهار وختي څخه طالبانو د کندز پر ښار باندي له څو اړخونو برغلونه پیل کړل چې د کندز ښار ډیره برخه یې ونیوله. اوس امنیتي ځواکونو د ښار د بیرته نیولو له پاره عملیات پیل کړي دي.
انځور: Reutersاوس هم په ښار کې د جگړې رپوټونه ورکول کیږي.
انځور: Getty Images/AFPطالبانو د دوشنبې په سهار له څو اړخونو پر کندز ښار یرغلونه پیل کړل.
انځور: picture alliance/AP Photoد جگړې له کبله ډیر خلک خپلو کورونو پريښوول ته اړ شول
انځور: Reutersافغان حکومت وایي چې سیمه ته یې تازه دمې قوواې استولي دي.
انځور: Reutersتیره ورځ ناوخته افغان حکومت تائید کړه چې د کندز ښار د طالبانو لاس ته لویدلی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossainiافغان امنیتي ځواکونو د کندز د هوایي ډگر له اړخه د ښار پر لور جگړه پیل کړې او د زندان او امنیې قومانداني ودانۍ یې بیرته نیولي دي.
انځور: Reutersتیره ورځ طالبانو د کندز ښار تر نیولو وروسته له زندان څخه په سلونو بندیان آزاد کړل.
انځور: picture-alliance/AP Photoافغان امنیتي ځواکونه او پوليس له طالبانو سره په جگړه بوخت دي.
انځور: Reutersله افغان امنیتي ځواکونو سره ملاتړ هم شته. د ښار د باندې د ناټو د هوایي ځواکونو د بمباریو رپوټونه هم ورکول کیږي.
انځور: Reutersد افغانستان د دفاع وزارت په یوه وینا پاڼه کې ویلي دي چې «د کندز د ښار بیرته نیولو له پاره عملیات نن سهار اته بجې پېل شوي دي.
انځور: Reuters