1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندز د بمباریو د قربانیانو خپلوانو بیا دعوا پیل کړه

۱۳۹۱ دی ۹, شنبه

په کندز کې د آلماني پوځ تر یوه هوایي برید څه نا څه درې کاله وروسته، د پېښې د قربانیانو خپلوانو بیا هم پر آلماني دولت باندې دعوا کړې ده او د جبران خسارې غوښتنه یې کړې ده. په دې ترڅ کې د بون ښار لومړنۍ محکمې د پنجشنبې په ورځ یوځای لس حقوقي دعواګانې تر لاسه کړې. په دغو دعواګانو کې ۷۹ مدعیانو د ټول ټال ۳.۳ ملیونه یورو جبران خساره غوښته کړې ده. د ۲۰۰۹ کال د سپتمبر میاشتې په څلورمه نیټه په کندز کې طالبانو د ناټو ځواکونو دوه ټانکرونه وتښتول. آلماني ځواکونو په دې ګمان چې طالبان له دغو ټانکرونو څخه تیل اخلي، پر هغوی باندې برید وکړ، خو په برید کې ډیر هغه ملکي کسان هم ووژل شول چې سیمه ته د تیلې د ترلاسه کولو له پاره راغلي ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب