د کندز په اطرافو کې لا هم جگړه نه ده ختمه
۱۳۹۵ مهر ۱۴, چهارشنبهد اسوشیتد پرس خبري آژانس د کندز د پولیسو مشر جنرال قسیم جنگل باغ، له قوله لیکلي دي چې طالبانو د چهارشنبې په سهار له سویل او ختیځ څخه پر افغان ځواکونو باندې تازه بریدونه کړي دي.
د جنگل باغ په خبره د ښار دننه تصفیوي عملیات پیل شوي دي خو د ښار په اطرافو کې جگړه روانه ده.
نوموړي خبري آژانس د کندز د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي، له قوله لیکلي دي چې د دوشنبې په ورځ د طالبانو د یرغل د پېل راهیسې د خوراکي توکو بیې درې ځله لوړې شوي دي. د هغه په خبره د خوړو، اوبو او بریښنا د لاسرسي په برخه کې کمی شته.
په افغانستان کې د امریکایي سرتیري وژل کیدل
د امریکا متحدو ایالاتو پوځ د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې په ننگرهار ولایت کې یو امریکایي سرتیری چې له افغان امنیتي ځواکونو سره پر گزمه وو، په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.
د آلمان خبري آژانس د امریکايي پوځ په حواله لیکلي دي چې د دوی سرتیري د داعش پر ضد د ترهگرۍ ضد ماموریت کې برخه لرله چې د گزمې پر مهال په لاس جوړ شوی بم پرې وچاودید.