1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کندهاریانو دې د مورشیدې سي، زه يې ګټلی یم!»

۱۳۹۸ تیر ۲۲, شنبه

په کندهار کي د آلمان ږغ خبريال محمد ابراهيم سپېڅلي د يو داسي چا سره د زړه خواله کړې، چي په خپله خوښه کندهاری سوی دی. بشپړ احوال يې دلته ولولئ:

A Turkmen from northern Badghis province of Afghanistan living in southern Kandahar province
انځور: DW/M.I. Spesalay

د لکړي ټک ټک يې ځان ته متوجه کړم. کندهاري کالي، کندهارۍ زړه نازکه رخچینه او زړه صدرۍ يې اغوستې ده، د لاس پر لکړه يې پلاسټیکان او ټوکران راپېچلي دي. دی روان دی، زه هم ورپسې سوم.

د ماهیانو له کوڅې هرات بازار ته راووت ، مخ د لمر خاته خواته یوڅو ګامه تیر سوو، هوا  ګرمه ده، ځکه یو دوبی او بل د ورځي نژدې یوه بجه ده. د دوبي په موسم کي دامهال په کندهارکي دهوا درجه تر ۴۵ درجو پوري رسیږي.

که څه هم هرات بازار ګڼه ګوڼه لري، خو په ګرمۍ کي غرمه مهال چنداني بیروبار نه وي او په دغه ګرمه تقریبا ارامه فضاء کي ددغه سپین ږیري بابا د لکړي کړپی اورېدل کیږي. با با روان دی، زه هم ورپسې یم، تر یوڅو دوکانو، چي تیر سو، یو کوچني خوړن ځای ته ور وګرځیدی. خوړن ځای یو عادي کوچنی دوکان دی، چي چوکۍ او میزونو نورهم تنګ کړی دی. سپين ږیری ددیوال څنګ ته نژدې پر اوږده چوکۍ فلزي اوږد میز ته کښېنستی.

په دغه خوړن ځای کي ځیني ځوانان او په عمر پاخه کسان هم جوس څښلو او ډوډۍ خوړول ته ناست دي. د دغه کوچني دوکان د دروازې پر سر ددوکان خواته پلازما د ټلویزون ته ورته هم په لوړ ږغ چالان ده او د تیري ورځي د کرکیټ بازۍ پکښي تکراري شروع ده. ځوانان تر څښاک او خوراک دکرکیټ تکراري لوبي ته ډېر متوجه دی. د دغه کوچني خوړن ځای مسؤل ظاهر جان نومیږي، اصلا د غزني ولایت اوسیدونکی دی، په دري زیاتي او په پښتو، چي هم ږغیږي په کندهارۍ لهجه خبري کوي، خو کله ناکله کوم توری ځیني خطاء سي.

ظاهرجان په نیمه خوله د ټلویزیون ږغ کرار کړ او ماته يې اجازه راکړه، چي د سپین ږیري بابا څنګ ته کښېنم او په حال يې ځان خبر کړم. ظاهرجان وايي، بابا له تیرو درو میاشتو راهیسي پر دغه وخت ورته راځي او « د خدای په نامه یو خوراک ډوډۍ او یو ګیلاس یخي اوبه ورکوي. »

له بادغیسه  تر کندهاره

سپین ږیري بابا اصلا د بادغیس ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او له نن څخه اووه پنځوس کاله  ترمخه بعنې په ۱۳۴۱ لمریز کال کي شل کلن ؤ، چي کندهار ته د عسکرۍ لپاره راوستل سوی دی.  مورنۍ ژبه يې ترکمني دی او نوم يې ایلدي مراد دی، پلار يې رحمان بای او نیکه يې  صحت بای نومیږي.

رحمان بای دوه ودونه کړي، چي د لومړي ښځي څخه يې ایلدي مراد او یوه لور پيداسوي وو. ایلدي مراد اوس ۷۷ کلن دی، هغه وخت، چي کندهار ته راغلی نو دوه کاله يې په قول اردو کي په لوی زړه عسکری خدمت وکړ، له خدمت وروسته همدلته پاته سو. څو واري يې پلار او میرزي وروڼه پسي راغلي دي، مګر ده ته دکندهاریانو اخلاق او ښه ګذاري خوند ورکړی، بیرته خپل کلي ته نه دی تللی.

له عسکرۍ وروسته د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کي د ماهیانو په مشهوره کوڅه کي له علي محمد ماهي والا سره شاګرد سو. علي محمد په کندهارښارکي له زړو مشهورو ماهیانو والا څخه دی، چي اوس يې اولادونه د دوکان چاري مخ ته بیايي. ایلدي مراد هغه وخت په کپه له خاشو جوړسوې کاسې ته ورته کي پر سر ماهیان په ښارکي ګرځول او نارې به يې وهلې: تازه تاوده ماهیان!  خلکو پيژندی او له ده څخه به ځینو دوکاندارانو او له ولسوالیو څخه کندهار ښارته راغلو لارویانو ماهیان رانیول.

انځور: DW/M.I. Spesalay

د کندهاري انارو ترڅنګ کندهاري ماهیان هم خپل ځان ته ځانګړی شهرت لري، د شاه ولیکوټ او ارغنداب ولسوالۍ ماهیان د ډیرو روڼو اوخوږواوبو له امله يې خلک خورا خوښوي. ایلدي مراد د جنګ او جګړو څخه ترمخه کندهاریو جلا کندهار ګڼي او وايي: د کندهاریانو دي د مورشیدې سي، زه يې ګټلی یم !

د سپين ږیري مراد په سترګو کي اوښکې ورغړې دې او زیاته يې کړه ، باور وکړه هغه وخت  یو عجیبه صمیمیت، انډيوالي، مجلسونه، په زړه پوري موسیقي او د بابا صاحب میلې، چي هیڅ وخت به يې هیري نه سي. « هیڅ چا د پردي په سترګه نه راته کتل، هغه وخت نه غم ؤ ، نه جنګ ؤ ، نه ناځواني وه، خاص صداقت ؤ، میړانه وه او د انسان قدر ؤ ، خوار او غریب معلوم ؤ ، غښتلی او باټک معلوم ؤ، اوس سړی څه ووايي؟»

ایلدي مراد د شوریانو پرمهال پر پښه ټپی سوی، که څه هم اوس يې پښه جوړه ده، خو په ډیر یخ او ګرمۍ کي درد  کوي اواکثره وخت د پښې له درده شپه په ويښه تیروي. نوموړي د ډاکټرنجیب د واکمنۍ پرمهال په کندهارکي واده کړی، یوه لور يې پیداسوې، چي په کوچنیوالي کي مړه سوې ده. د ماهیانو د کوڅې یو تن دوکاندار عبدالباري ماما وايي، دیرش کاله کیږي، چي ایلدي مراد پيژني.

د ده په خبره مراد اکا له هرچا سره ښه اخلاق کوي، له کوچنیانو سره کوچنی دی او له لویانو سره لوی دی، هیڅ وخت يې د ده خښم نه دی لیدلی. « د طالبانو ترمخه ما دلته دوکان نیولی دی او دغه مراد کاکا پيژنم، په هغه وخت کي تکړه و، پر سربه يې د ماهیانو ډکه کپه ایښې وه او په ټول ښارکي به يې ګرځول. له هرچا سره يې ښه وضعیت کړی دی،  ما تراوسه دده درد او غصه نه ده لیدلې، اوس نو سپين ږیری دی او کار نه سي کولای. »

انځور: DW/M.I. Spesalay

د ایلدي مراد میرمن ، یوڅو کاله ترمخه وفات سوې، اوس په دې سپينه ږیره یوازي ژوند کوي، خو همت يې نه دی بایللی، تل د یو اباد او پر خپلو پښو ولاړ  افغانستان خوبونه ویني. « زه هیله لرم، چي افغانستان به بیا هغه د ظاهربابا د وخت په ډول له جګړو خلاص او ځوانان به د سنګر پرځای مکتب ته روان وي.»

ابرهیم سپیڅلی، کندهار

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل