د کندهار امنيتي حالت نور هم خراب دی
۱۳۸۹ شهریور ۲۶, جمعهددوی په ورځني ژوندانه کښي ځان وژونکي بريدونه ، چاودني او حملې عادي مسايل ګرزيدلي دي .
د کندهاريوه اوسیدونکې حسينه زرغون د امنيتي وضع په باب وايي چي،
«امنيتي وضع په بل هيڅ ځای کښي دونه خرابه نده ، لکه په کندهار کښي . دلته بې حده ډيره ګډوډي او انارشي ده . دلته خلګ ډير مشکلات لري او ډير په تشويش کي دي . »
د کندهار يوه بله اوسيدونکې مليحه احمدزۍ بيا د طالبانو د قوي کيدو دليل داسي وايي ،
«امنيتي قواوي هميشه وايي ، چه موږ په ليرو کلو او ولسواليو کښي د طالبانو پر ضد جنګيږو . خو دوی دا هيروي ، چه طالبان دلته پخپله مرکز ته راغلي دي . دوی هره ورځ خلګ وژني . دلته چاودني او وژني ورځنی کار دی . دوی بايد اول دلته د امنيت غم وخوري . »
طالبان هر هغه چاته چه ددوی سره نه دريږي ، ددښمن په سترګه ګوري . د کندهار يو بل اوسيدونکی زمری جبارخيل اوسني وختونه د شوروي د سرو قواوو تر وتلو وروسته دداخلي جنګ سره مقايسه کوي ، اووايي،
«هيڅوک نور نسي کولای د خپل ژوند دپاره يو پلان ولري . بې تفاوته ده ، هر څوک چي سهار د کوره راوزي ، که هغه عادي موټروان وي او يا يو سياست مدار وي ، نه پوهيږي چي دی به ماښام بيرته کور ته راځي ؟ موږ په دغه ډول حالت کي اوس ژوند کوو . »
همدارنګه په کندهار کښي پر راتلونکو پلان سوو نظامي عملياتو باندي د کندهار خلګ اعتماد نه لري ، او دوی يې نور هم د بې اطمينانۍ سره مخامخ کړي دي .
د رسمي معلوماتو پر اساس به په دغو نظامي عملياتو کښي 15000 افغاني او 28000 د ناټو عسکر د طالبانو پر ضد په جنګ کښي برخه واخلي .
خو د پخوانيو تجربو څخه خلګ پوهيږي ، چي نظامي عمليات په تنهايي سره امنيت نسي رامنځته کولای . اکثريت په دې پوهيږي چه کله چي عسکر ووزي ، طالبان بيرته راځي .
نو ويل کيږي چي بايد پوليس نظم او امنيت رامنځته کي ، خو پر همدغو پوليسو باندي هم کندهاريان لږ اعتماد لري .
يو تن وايي ،
«دلته پوليس ښه ندي روزل سوي . ډيری پوليس نه ليکل او نه ويل کولای سي . ځيني يې حتی پوليسي يونيفورم هم نه اغوندي . دوی د خلګو سره کومک نه کوي . برعکس هغو ته آزار ورکوي، او په مقابل کښي يې دزور او جبر څخه کار اخلي .»
پر پوليسو باندي تور لګول کيږي ، چه په جدي او قاطع ډول سره د طالبانو پر عمل نه کوي ، او ويل کيږي چي د خپلي بيري ډيری پوليس د طالبانو سره ګډ کار کوي . خو د کندهارد پوليسو د امنيې قومندان سردار محمد ځاځی بيا دا خبره نه مني .
د امنيتي مسايلو کار پوه منير احمد بيا په بله عقيده دی ، اووايي چه په کندهار کښي پوليس د حکومت د غوښتني سره سم عمل نه کوي . اکثره اوسني پوليس د شوروي د وختو مليشې دي .
او همدغه پوليس بايد سبا په کندهار کښي د پارلماني انتخاباتو امنيت وساتي ، چي د منير احمدپه خبره دا پخپله د ډيرو خلګو دپاره يو دليل دی ، چه د رايو ورکولو دپاره انتخاباتي حوزو ته نسي ولاړ .
رتبيل شامل آهنګ/ محمد قاسم نوري
کتونکی : عبدالباری حکيم