د کندهار انارو نړيوالو بازارونو ته لاره پيدا کړې
۱۳۸۹ آذر ۲۴, چهارشنبهسږ کال هم د کندهاره څخه په لس هاوو ټنه انار بهرنیو هیوادونو ته صادر سوه.
د کندهارپه هوايي ډګر کښی د کندهار د انارو د میوې د صادراتو پرمهال د کندهار دولایت مرستیال انجنیر عبدالطیف اشنا وویل:
« د افغانستان دولتی چارواکي،افغان کروندګر، باغ لرونکي او حتي ټول ولس پدی هیله او ارزو وه چي یوه ورځ د افغانستان محصولات نړیوال مارکیټ ته لاره پیدا کړي.»
د اشنا په خبره د افغانستان د خلګو د اقتصاد د پرمخ بېولو لپاره، دا دی نن افغانستان د میوو او محصولاتو د لیږد په درشل کښي دی.
داسی ورځ راتلونکې ده چي افغانان به له روا کټي او روا تجارت څخه خپل کور او کلی آباد کړي.
بله خوا د کندهار د هواي ډګر د ملکی برخی مسؤل احمدالله فیضی وویل:« دولت په پلان کښي لري ترڅو په هوايي ډګر کښي د باغ لرونکو او کروندګرو د محصولاتو د ساتني په موخه سوړ ساتنځای یا سړه خونه د نړیوالو په مرسته جوړه کړي.
کروندګر او باغ لرونکی به خپل محصولات دی سوړ ساتنځای ته راوړی او لدی ځایه به په الوتکو کښی نړیوال مارکیټ ته صادریږی.
د کندهار د کروندګرو اوباغ لرونکو په استازیتوب د ارغنداب ولسوالی ولسوال شاه محمد وویل:
« د انارو د میوې باغ لرونکی او کروندګر ارغنداب ولسوالي کښۍ د هغو انارو د میوی لپاره چي خارجی مارکیټ لپاره نه وی او یا هم نه صادریږی د جوسو د یوې فابریکې د جوړوني غوښتنه لري.»
د هغه په خبره چي نړیوال پدې برخه کښي باید د افغان باغ لرونکو او کروندګرو سره دا ډول مرستی وکړي.
د یادوني وړده چي د کندهار انار په نړۍ کښي د هغو لسو مېوو په ليست کښي ځای لري چي ترډیره د نړۍ خلګ په مصرف رسوي.
حکمت الله اسلمي/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل