1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار او روزګان په ۴ ولسوالیو کي ټاکني نه کیږي

۱۳۹۷ مهر ۱۸, چهارشنبه

په سویلي حوزه کي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسئولین وايي چې د کندهار په معروف او نېش او د روزګان په شهید حساس او خاص روزګان ولسوالیو کي ټاکني نه کیږي. دليل يې: د ناامنیو له کبله خلکو پر تذکرو سټیکرونه نه دي لګولي.

Afghanistan Parlamentswahlen in Urozgan
انځور: DW

په د ولسي جرګې کي د کندهار ولايت د یوولسو چوکیو له پاره چي درې يې ښځو او ۸ يې نارينه وو ته ځانگړي سوي دي، ۱۱۲ کسانو ځانونه کانديد کړي دي. په دوی کې ۱۳ تني ښځي دي.

همداشان په ولسي جرګه کي د روزګان ولايت د درو چوکيو له پاره چي یوه يې ښځي او دوې يې نارینه وو ته ځانگړي سوي دي، ۲۵ کسانو ځانونه کاندید کړي دي، چي ۹ تني يې ښځي دي.

اوس د هغو ولسوالیو خلک، چي د ناامنیو له امله يې تذکرې نه دي سټېکر سوي او پکښي ټاکني نه کیږي، له دولت، نړيوالي ټولني او د ټاکنو له خپلواک کمیسونه غواي چي د دوی له پاره په ټاکنو کي د برخي اخیستلو یوه قانوني لاره چاره ولټوي، ځکه دوی هم د وکيلانو په انتخاب کي حق لري.

په کندهار کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مرستیال هارون کلیوال وايي چې د معروف او نېش ولسوالیو ترڅنګ د کندهار ولایت نوري ۶ ولسوالۍ غورک، ریګستان، ښوراوک، خاکرېز، شاه ولیکوټ، میانشین هم تر امنیتی ګواښ لاندي دي او کیدای سي په دغو ولسواليو کي لږ خلک د ولسي جرګې له پاره په ټاکنو کي برخه واخلي.

د هغه په خبره، امنیتي مسئولینو د امنیت ډاډ ورکړی او د خلکو د عامه پوهاوي له پاره يې هم ۳۸ مبلغین ټاکلي، چي په ښار او ولسوالیو کي له خلکو سره د رایه ورکولو پر ازرښت او لارو چارو معلومات شریک کړي: «صرف دوې ولسوالۍ چې هغه نیش او معروف دي هلته ثبت نام نه دی شوی، سټیکر نه دی لګیدلی نو هلته انتخابات هم نه کیږي. اووه ولسوالۍ مو له ګواښ سره مخامخ دي چې هلته بيا نومونه لږ ثبت سوي دي.»

د روزګان ولایت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسئول نجیب الله حقپرست هم وايي چي د دغه ولايت په دوو ولسواليو کي به ټاکني و نه سي. حقپرست وايي، د ناامنیو له امله په شهید حساس او خاص روزګان ولسوالیو کي پر یوه تذکره هم سټیکر نه دی لګیدلی، نو ځکه خلک يې په ټاکنو کي برخه نه سي اخیستلای.

د هغه په خبره د مرکز ترینکوټ په گډون په نورو ولسوالیو مرکز ترینکوټ، چنارتو، چوره، ګیزاب او دهراود کي اکثرو خلکو تذکرې سټېکر کړي او په ټاکنو کي د ونډي اخیستلو چانس لري.  

په روزګان کي د انتخاباتو کمېسيون مسئول وايي چي روزګانیان په ولسي جرګه کي درې چوکۍ لري چي یوه يې ښځي او دوې يې نارينه وو ته ځانگړي دي. دغو چوکيو ته هلته ۲۵ کسانو ځانونه کاندید کړي، چي ۹ تنې يې ښځي دي.

په ټول روزگان کي به د ټاکنو په ورځ ۲۹ مرکزونه د خلکو پرمخ پرانیستي وي. حقپرست زیاته کړه: «موږ په څلورو ولسوالیو کې انتخابات کولای سو او په دوو کې د امنیتي دلایلو له کبله انتخابات نه کيږي. تر اوسه ۲۹ مرکزونه فعاله دي چې موږ ورته مواد انتقالوو.»

د کندهار د ( معروف، نېش) او د روزګان ولایت د شهید حساس او خاص روزګان ولسوالیو اوسیدونکيو په استازیتوب یوڅو تنه، چي په همدې موخه کندهار ښار ته راغلي غواړي چي د رایه ورکولو یوه قانوني لاره چاره ورته ولټول سي.

هغوی وايي چي د نورو هیوادوالو په ډول حق لري، چي د خوښي کاندید ته رایه ورکړي او په دغه مدني حرکت کي د هیواد د ښې راتلونکي په موخه ونډه واخلي.

د روزګان او کندهار له ټاکنو څخه د پاته کیدونکو ولسوالیو خلک له نړيوالو ټولني غواړي، چي په دې اړه د دوی ږغ واوري. د روزګان ولایت د خاص روزگان ولسوالۍ اوسیدونکی خیرمحمد وایي: «موږ غواړو په انتخاباتو کې برخه واخلو او دا زموږ ګناه نه ده چې دوی نه ول راغلي. اوس موږ غواړو چې پر تذکرو مو سټیکر ولګیږي.»

د نیش ولسوالۍ اوسیدونکی محمدالله هم په ټاکنو کې د برخې اخیستو هیله لري او وایي: «موږ غواړو چې زموږ په ولسواليو کې یو لنډ مهاله مرکز پرانیستل سي او هغه کسان چې خپلې رای استعمالوي وکاروي. موږ افغانان يوو، موږ هم حق لرو چې د خپلې خوښې وړ کاندید ته رای ورکړو او خپل کاندید تر ولسي جرګې پورې ورسوو.»

محمد ابراهیم سپیڅلی/ کندهار

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب