کندهار: په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کي موټر بم بريد سوی
۱۳۹۹ تیر ۱۸, چهارشنبهد کندهار د والي ویاند بهیراحمد احمدي دویچه ویله ته وویل، چي د چهارشنبې په سهار درې نیمي بجې وسله والو طالبانو د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ او ولسوالۍ د تعمیر مخ ته موټر بم چاودنه کړې، چي په دې چاودنه کي ۳ پولیس وژل سوي او ۱۴ ټپیان دي.
د هغه په خبره هم د امنيې قوماندانۍ او هم د ولسوالۍ ودانيو ته سخت زيان رسېدلی دی او دوی د بريد په اړه خبر ول: »د وسله والو طالبانو په دغه برید کشفي ارګانونه مخکي له مخکي خبر ول، چي د یاد کاماز موټر په لیدولو سره يې پر هغه ټکان کړي او موټر چاودنه کړې ده.«
یوې بلي امنیتي سرچینې بیا ويلي دي چي په دې پېښه کي د شاه ولی کوټ د امنیه قومندان پاچا خان په ګډون ۲۰ ملي پولیس ټپیان سوي او ۳ وژل سوي دي.
د سرچینې په قول، د پيښي ټول قربانیان ملي پولیس دي او په دې درنه چاودنه کي د ولسوالۍ او قومندانۍ ودانۍ هم ډیري تاواني سوي دي.
وسله والو طالبانو رسنیو ته ددغه برید مسؤلیت منلی او ملي پولیسو ته يې د درنې مرګ ژوبلي اړولو ادعا کړې ده.
شاه ولي کوټ د کندهار او روزګان پر لویه لار پرته مهمه ولسوالي ده. په دغه ولسوالۍ کي د دهلي د اوبو بند هم موجود دی، چي د کندهار نورو ۷ ولسوالیو ته اوبه ورکوي. هره جمعه په زرهاوو کندهاریان دغي ولسوالۍ ته د میلې لپاره ځي.
عام کندهاریان له دولته غواړي، چي د ښه امنیت خوندي کولو له پاره لاس په کار سي، ځکه یوازي تیره شپه په کندهار ښار کي د ننه په ۳ بیلا بیلو غلچکي بریدونو کي له دولت سره د تړاو په تور ۳ کسان وژل سوي دي.
محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار