د کندهار د والي پر دفتر باندې برید وشو
۱۳۹۱ اردیبهشت ۹, شنبهاعلان
د کندهار والي توریالي ویسا، د فرانسې خبري آژانس ته ویلی دي: «برید کوونکي وژل شوي دي. جگړه پای ته رسیدلې ده.»
د کندهار د والي د رسنیو د دفتر مشر پرویز نجیب، ویلي دي چې په پېښه کې د والي دوه ساتونکي وژل شوي دي او یو بل ټپي شوی دئ. هغه زیاته کړې ده چې برید کوونکو له ځان سره ځانمرگي واسکټونه، لاسي بمونه او اتوماتې وسلي درلودې.
نجیب زیاته کړې ده چې برید کوونکو غوښتل چې د والي دفتر ته ځان ورسوي خو د هغه ساتوونکي ئې مخه ونیوله. د نجیب په وینا تر دې وروسته د برید کوونکو او د والې د ساتونکو تر منځ جگړه پیل شوه چې په پایله کې ئې دواړه برید کوونکي او د والي دوه ساتونکي ووژل شول.
نجیب ویلي دي چې اوس برید پای ته رسیدلی دئ او د کندهار والي پکښي نه دئ ژوبل شوی.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض