1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

کندهار میرویس حوزوي روغتون ۷۰سلنه درمل او امکانات لږ سوي دي

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۲ مرداد ۱۳, جمعه

د کندهار میرویس حوزوي روغتون ۷۰سلنه درمل او امکانات لږ سوي دي. دغه روغتون ته پر لوی کندهار سربېره ان د فراه او نیمروز څخه داسي ناروغان راځي هيڅ ډول مالي توان نه لري.

Afghanistan |کندهار/ میرویس حوزوي روغتون
کندهار/ میرویس حوزوي روغتونانځور: Arghand/Xinhua News Agencypicture alliance

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون ډاکټران وايي، وروسته له هغه چي د سور صلیب له خوا پر دغه روغتون مرستي محدودي سوي، نو دوی د درملو او ځيني طبي وسایلو له کمښت سره مخامخ دي. د ډاکټرانو په خبره، ترمخه يې په روغتون کي ناروغانو ته درمل وړیا ورکول.

په یاد روغتون کي د کوچنیانو د څانګي مسؤل ډاکټر محمد صدیق دویچه ویله ته وویل، ناروغان ورته راځي، مګر دوی کافي درمل نه لري او په خبره يې چي ۷۰ سلنه په درملو کي کمښت راغلی دی.

کندهار/ میرویس حوزوي روغتون امبولانسانځور: Shiite Coordination Council of Afghanistan

د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی ۶۸ کلن عبدالخالق، ۱۰کلنه لمسۍ دغه روغتون ته راوستلې ده. نوموړی وايي، د یادي ولسوالۍ په تلوکان سیمه کي باغواني کوي. د ده په خبره، ناروغه لمسۍ يې له تیري یوې اونۍ راهیسي د معدې له دردونو کړیږي، خو د ده په خبره اوس ډاکټران ورته وايي چي درمل په بازار کي ورته رانیسه: «ما په دې سپينه ږېره دا ناجوړه نجلۍ له هغه تلوکانه دلته راوستلې ده، د خدای یوه افغانۍ لا نه لرم، ډاکټرانو نخسه راکړې، چي په بازار کي دوا رانیسه.»

نوموړی وايي، په مخه کلونو کي به دلته د ناروغ درمل او کتنه مفته وه، خو اوس نه سي کولای چي په تش لاس د بازار ګرانه دوا لمسۍ ته رانیسي.

بي بي اختره بیا د زابل ولایت له ښارصفا ولسوالۍ څخه یاد روغتون ته له خپل زوی سره راغلې ده. دا هم د اقتصادي کمزورۍ او په دغه روغتون کي د درملو او طبي وسایلو د نستوالي په اړه دویچه ویله ته داسي وايي: «د ملا دردونو لیونۍ کړې یمه اوس غواړمه چي یو ګولۍ یا شربت راکړي، خو ډاکټران راته وایه ولاړسه په بازار کي دوا رانیسه.» بي بي اختره زیاتوي: «مجبوره یمه چي د ملا دردونه همداسي بي دوا وزغمم.»

کندهار/ میرویس حوزوي روغتون جراحي څانګه انځور: picture-alliance/dpa

دا یوازي عبدالخالق او بي بي اختره نه دي، چي د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کي د درملو له کمښت څخه شکایت کوي، بلکي دلته هره ورځ پر لوی کندهار سربېره په سلهاوو ښځي، کوچنیان، او نارینه ناروغان ان د فراه، نیمروز او غزني ولایتونو څخه هم د درملني له پاره راځي.

د یاد روغتون یو ډاکټر، چي نه غواړي نوم او ږغ يې خپور سي وايي، داسي غوږېدلی دی چي په روانه اګسټ میاشت کي به د ډاکټرانو او ټول طبي پرسونل معاشونه هم محدود یاهم یو مخ

د دغه ډاکټر په خبره: «فکر نه کوم چي د روغتیا وزارت دي د دومره پرسونل د معاشونو ځواب وویلای سي.» ویل کیږي چي له تیرو ۳۰ کلونو راهیسي نړيوال سور صلیب د دغه روغتون سره د ډاکټرانو د تنخواو ترڅنګ د درملو او طبي وسایلو مرسته کوله، خوله تیرو ۲ میاشتو راهیسي يې د ټول هیواد په کچه خپلي مرستي محدودي کړي دي.

د طالبانو د عامي روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زماني هم د یاد نړيوال بنسټ د مرستو له محدودولو سره د ستونزو خبره مني، خو وايي په دې اړه هلي ځلي کوي، چي ستونزه حل سي: «د ځينې نا معلومو علتونو له کبله نړيوال سره صليب ادارې د خپل مالي ملاتړ کچه هلته را کمه کړې چې د دې ستونزې د حل له پاره د عامې روغتيا وزارت رهبرۍ ورسره څو ځل مجالس تر سره کړي هيله ده چې په نږدې کې دا ستونزه حل شي.»

کندهار/ میرویس حوزوي روغتون د کوچنیانو څانګي لوحهانځور: Murteza Khaliqi /AA/picture alliance

د سره صلیب نړیوالي کومېټې له رسنیو سره په خبرو کی ویلي دي چي دوه کاله ترمخه يې په افغانستان کي د طالبانو له حاکمیت وروسته د روغتیايي سیکټور د ژغورني له پاره د هیواد په بېلا بیلو ولایتونو کي د میرویس حوزوي روغتون ترڅنګ ۲۵ روغتیايي مرکزونو ته د مرستی لنډمهاله لاس ورکړی و.

دا په داسي حال کي ده چي د روان کال په فبروري میاشت د دغه روغتون د کوچنیانو او لویانو په داخله او جراحۍ برخو کي دوې نوري څانګي فعالي سوې، چي په هغه وخت کي مسؤلينو ویلي ول، چي یادي څانګي کولای سي د ورځي په سلهاوو بستري او عادي ناروغانو ته خدمتونه وړاندي کړي.

زموږ له ارشیف څخه: 

په افغانستان کې د روغتیايي سکتور د سقوط ویره څومره حقیقي ده؟

29:30

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب