1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار ټولو دولتي مامورینو ښار جارو کړ

۱۳۹۹ بهمن ۲۶, یکشنبه

د کندهار ټولو دولتي مامورینو په اول وار د رخصتۍ په ورځ د ښار په جارو کولو تېره کړه. د ولایت مقام له مامورینو څخه نېولې بیا د ټولو ریاستونو، امریتونو او مدیریتونو کارمندانو د کندهار ښار د «اشر» په ډول جارو کړې.

32. Jahrestag des Abzugs der UdSSR-Soldaten aus Afghanistan.
انځور: M. Ibrahim Spesalay/DW

د کندهار اطلاعات اوفرهنګ رييس، حکمت الله افغان چي د خپلو کارمندانو سره د علامه حبیبي واټ په جارو کولو اخته ؤ، المان ږغ دویچه ویله ته وویل: »زموږ ښار زموږ کور دئ، یوه ورځ پر موږ دولتي مامورینو هم حق لري، چي د پاکوالي لپاره يې جارو راواخلو.« د ده په قول، په دې سره عام ولس ته هم دا ورفهموي، چي د ښار په پاک ساتلو کي ونډه واخلي.

د کندهار اطلاعات اوفرهنګ رييس، حکمت الله افغان له محلي رسنیو وغوښتل، چي په دې اړه کمپاین وکړي، چي کندهار ښار خواپاکۍ ته د ښاریانو توجه لاهم زیاته سي.

د کندهار د چاپیریال ساتني ریاست مرستیال مطیع الله ذهین وايي، دغسي اشرونه د چاپيریال ساتني لپاره ډېرمهم دي او په کار ده چي یوه ورځ د نیالګیو د ايښولو لپاره هم دغه ډول «اشر» ته ځانګړې کړل سي.

انځور: M. Ibrahim Spesalay/DW

د هغه په خبره، که چیري هر ښاري یوه ورځ د ښار د چاپیریال ساتني لپاره فکر وکړي، نو دا ښار به تر ډېره یو خواپاکی ښار وي.

د کندهار د چاپیریال ساتني ریاست مرستیال مطیع الله ذهین آلمان ږغ دویچه ویله ته وویل: »د نړۍ د خواپاکي ښارونو، چي صفت کېږي هغو ښارونو ته د دولت ترڅنګ د خلکو توجه هم زیاته ده، هغوی خپل ښار خپل کور ګڼي، نو ځکه يې خواپاکۍ ته هم لستوڼي راپورته کوي، مګر له بده مرغه زموږ اکثره ښاریان ان د کور کثافات لا تر خپله ځایه نه رسوي.«

د کندهار عام ښاریان هم د دولتي مامورینو دغه هڅه ستايي او وايي چي دغه اشر دوی ته هم دا روحیه ورکړه چي که ښار پاک نه سي جارو کولی، نو د ککړتیا څخه دي خو يې لاس واخلي.

انځور: M. Ibrahim Spesalay/DW

د شاه بازار یوتن د ټوکرانو بزاز همدغه خبره کوي او وايي: »زما نوم غمی مظلومیار دئ، نن مي دا مامورین ولیدل، چي جاروګان يې په لاسونو کي وو، باور وکړه موږ دوکانداران يې لا وهڅولو او مرسته مو ورسره وکړه.«

کندهارښار ښار ۱۵ ناحيې لري، چي د اټکل له مخي تر یو میلون وګړي پکښي اوسي. د افغانستان ګڼ شمیر ستر ښارونو د کثافاتو او هوا ککړتیا له ستونزې سره لاس او ګریوان دي. کارپوهان اټکل کوي چې په کلني ډول زرګونه افغانان د هوا او د چاپریال د ککړتیا له کبله ناروغیږي او ګڼ شمیر یې بیا په جدي ناروغیو اخته کیږي او ځینې یې ان بیا خپل ژوند له لاسه ورکوي.

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل