1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار په چاودنه کې ۴ امریکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۳۹۸ دی ۲۱, شنبه

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کندهار ولایت په دې چاودنه کې دوه تنه امریکايي سرتیري وژل شوي او دوه نور بیا ټپیان دي. د دې چاودنې مسوولیت وسلوالو طالبانو منلی دی.

Afghanistan Heart | Artillerie-Training der Armee durch US-Army
آرشيفانځور: DW/S. Tanha

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې په ۱۱مه نیټه) په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت، د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کندهار ولایت کې د امریکايي ځواکونو پر یوه موټر باندې د یوې چاوندې خبر ورکړی وو، خو د تلفاتو ته په هکله یې څه نه وو ویلي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندانۍ، په دې چاودنه کې د وژل شویو پوځیانو هویت نه دی بربڼد کړی، خو ویلي یې دي چې وژل شویو سرتیرو په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوله. د امریکايي ځواکونو دغې قوماندانۍ همدا راز زیاته کړې چې د امریکا د دفاع وزارت د قوانینو په رڼا کې د وژل شویو پوځیانو هویت تر ۲۴ راتلونکو ساعتونو پورې خپریږي.

طالبانو په کندهار ولایت کې د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. د طالبانو یوه ویاند د یوه ټویټري پیغام له لارې ویلي چې د کندهار ولایت هوايي ډګر ته نیږدې د «اشغالګرو امریکایانو» پر یوه موټر برید شوی او ادعا یې کړې چې په دې چاودنه کې د امریکايي ځواکونو د مرمۍ ضد موټر ویجاړ شوی او پکې سپاره ټول سرتیري وژل شوي دي.

 په افغانستان کې د سړک غاړې بمي چاودنې د طالبانو تر ټولو خونړی جنګي تاکتیک شمیرل کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب