1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار پوځي چارواکي: په پنجوايي کي طالبان سخت ځپل سوي دي

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۰ تیر ۱۱, جمعه

د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو چاروکي وايي چي د دغه ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي يې طالبانو ته سخت تلفات اړولي دي. په دغه ولسوالي کي له دوو ورځو راهيسي جنګ روان دی.

Konflikt in Afghanistan
انځور: Sanaullah Seiam/XinHua/dpa/picture alliance

د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو قومنداني وايي چي له تيري شپې راهيسي يې په پنجوايي ولسوالۍ کي چاڼيز عمليات پيل کړي او په لسونو طالبانو ته پکښې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه قول اردو وياند تورن محمد صادق عسی د جمعې په ورځ دويچه ويله ته وويل: «زموږ د تصفيوي عملياتو په نتيجه کي ۹۶ وسله وال طالبان وژل سوي او ۲۲ نور ټپيان سوي دي. له دوی څخه د جګړې پر ډګر يوشمېر وسلي او مهمات هم پاته سوي دي.»

له پنجوايي ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته راتښتېدلي کورنۍ وايي چي د ولسوالۍ پر بازار سربيره په ځينو کليو کي سختي جګړې ډېري کورنۍ بې ځايه کړي دي.

شېر احمد چي د خپلي کورنۍ له ښځو او ماشومانو سره تيره شپه پر پښو کندهار ښار ته ځان رارسولی دی وايي چي طالبانو پلونه هم نړولي دي او ښار ته د راتلو ټولي لاري بندي دي.

هغه وايي: «د ولسوالۍ خلک په ډېر بد حالت کي راګیر دي، جنګ او ټکان دي، خو لاري بندي او ټلیفونه هیڅ کار نه کوي. موږ له جنګه بیزار یو او سوله غواړو.»

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون یوه ډاکټر دویچه ویله ته وویل چي له تيري شپې راهيسي يې د۲ ملکيانو په ګډون ۲۰ ټپي پوليس او د ۱۱ پوليسو جسدونه روغتون ته ور وړل سوي دي.

تېره ورځ ناوخته کندهار والي روح الله خانزاده وويل چي سیمي ته يې تازه دمي سرتیري لیږلي دي، ترڅو وسله وال طالبان بیرته له نیول سویو سیمو څخه پر شا کړي: «موږ د دښمن د ځپلو پوره وړتیا لرو او سیمي ته مو په وسلو او مهماتو مجهز تازه دمی سرتیري استولي دي، ډېر ژر به راغلي وسله وال طالبان وځپي.»

وسله وال طالبان بیا دا خبره نه مني او وايي چي د پنجوايي ولسوالۍ ترڅنګ يې ښارته په نژدې ولسوالۍ ډنډ کي هم یو شمېر پوستې سقوط کړي او پر مخ روان دي.

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اکثره خلک د انګورو باغونه لري. هغوی وايي ټوله کال يې خواري کړي او اوس چي د انګورو د حصول وخت دی د جګړې له لاسه خپلو باغونو ته نه سي تلی.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل