د فاميلونو په هکله يوه ډراماتيک فلم د کان د فلمونو د فستيوال اصلي جايزه يعنې د خورما طلايي ونه ګټلې ده. فلمي لارښود يې کورې اېدا هيروکازو دی چې د شنبې په ماښام يې جايزه تر لاسه کړه. د هغه فلم «شْوپ ليفترس» نوميږي چې پکې د يوې داسې کورنۍ کيسه راغلې ده چې د ټولنې په حاشيه کې ژوند کوي. ۵۵ کلن جاپاني رژيسور هيروکازو پنځه کاله وړاندې هم د يوې بلې ډرامې له پاره د ژوري جايزه تر لاسه کړې وه. دا اوس د جاپان له پاره څلورمه د خورما ونه ده چې د دغه هېواد فلم جوړونکو ته ورکول کيږي.
د ژوري لويه جايزه چې د فستيوال دويمه مهمه جايزه بلل کيږي، سږ کال امريکايي چمتو کوونکي، سپايک لي، وګټله. د هغه طنزيه فلم «بلېک کلانس مېن» د يوې حقيقي او رښتينې کيسې پر بنياد جوړ شوی دی. هغه د يوه تورپوستي پوليس په هکله کيسه ده چې په اويايمو کلونو کې يې د کو کلوکس کلېن په نوم په نژادپاله ډله کې غړيتوب اخيستی و. اصلي نقش پکې جون واشنګټن لوبوي چې د مشهور فلمي لوبغاړي، دېنزل واشنګټن، زوی دی.
ښځو هم خپل غږ پورته کړ
د غوره فلمي لوبغاړي په توګه د انتظار سره سم ايټالوی، مارسېلو فونته، انتخاب شو. هغه د ماتېو ګارونې په «دوګ مېن» نومي فلم کې د يوه ساده او پاک زړي سړي رول لوبوي چې په وار وار د مجرمينو له خوا تر فشار لاندې راوستل کيږي تر هغه حده پورې چې دی هر څه له لاسه ورکوي. تر ټولو ښه او غوره ښځينه لوبغاړې سامال يېسلياموفه له قزاقستان څخه ونومول شوه. هغه د «آيکا» په نوم په يوه ډرامه کې د مور نقش لوبوي چې خپل نوی زېږېدلی ماشوم پرېږدي ځکه چې کافي خوراک ورته نه شي برابرولی. د «آيکا» فلم په چمتو کولو کې آلمان هم برخه اخيستې ده.
د ښځو موضوع سږ کال په کان کې ډېره مطرح وه. دا په داسې حال کې ده چې له ۲۱ سيالۍ ته ولاړو فلمونو څخه يوازې درې د ښځو له خوا جوړ شوي دي. خو سره له دې هم ښځو خپل غږ پورته کړ. ټولې برخوالې مېرمنې يو ځای او په ګډه د سره فرش د پاسه راڅرګندې شوې. وتلې هسپانوۍ ايکټرې، پېنېلوپې کروز په دې هکله وويل:
«زه هيله لرم چې دا به د بدلون پيل وي او غواړم چې اوس دې نور هغسې شيان هم تغيير شي چې د ښځو سره پکې منصفانه چلند نه کيږي، يعنې په ټوله نړۍ کې او تقريبا په هره برخه او هره رشته کې.»
يو بل نوښت سږ کال دا و چې په لومړي ځل يوه ځانګړې د خورما طلايي ونه هم ډالۍ شوه. هغه ژن لوک ګودارد ته ډالۍ شوه، ځکه چې هغه د ژوري په خبره «سينما په دوامداره توګه او له سره په نوي ډول تعريفوي»، دغه خبره د ژوري د پلاوي مشرې، کېټ بلانچېټ، وکړه. ګودارد يو فرانسوی فلمي لارښود دی چې د «ايماج بُوک» په نوم يو تجربوي فلم يې نندارې ته وړاندې کړی دی. د ژوري جايزه بيا د لبنان «کاپېرناوم» په نوم فلم ته ورکړل شوه چې لارښودې نادين لبکي چمتو کړی دی. د ښې فملي لارښوونې جايزه پول پاوېل واخيستله، چې تور او سپين د «ساړه جنګ» په نوم فلم يې چمتو کړی دی. د غوره نندارليک جايزه دوه وارې ورکړل شوه. يوه دغه ډول جايزه ايټالوۍ، آليس رورواخر او بله دوو ايرانيانو، جعفر پناهي، او نادر سيور وګټله. د کان د فلمونو فستيوال سږ کال د می په اتمه نېټه د يوه بل ايراني، اصغر فرهادي، د فلم په نندارې سره پرانيستل شوی و.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (26.12.2017):
په ۲۰۱۷کال کې څو مهمو سينمايي پيښو ته کتنه
د ۲۰۱۷م کال په سترو سینمايي فیستوالونو کې تر ټولو بريالي فلمونه او ډيري جايزې ګټونکي فلمي شخصيتونه څوک ول؟ د «لالا لند» فلم چې۳۰ ميلیونه ډالر لګښت پرې راغلی او نژدې ۴۵۰ ميليونه ډالر يې ګټلي، له دغو فلمونو څخه یو دی.
د ۲۰۱۷کال د برليناله طلايي خرس د هنگري فلم «ځان او روح»
«ځان او روح» (Testről és lélekről)، هنگري فلم دی. د دغه فلم دایرکتره يې ايلدیکو انيدي (ښې لور ته، د برلين د فیستوال د مدير ديتر کاسليک ترڅنګ) وتوانيده چې د ۲۰۱۷م کال د تر ټولو ښه فلم په توګه د برليناله طلايي خرس جايزه وګتي. «روح او ځان» د يوې خيالې مينې په اړه شاعرانه فلم دی چې بيا په واقعيت اوړي. فلمي کارپوهان وايي چې دغه فلم د اسکار د تر ټولو ښه غير انګليسي فلم جايزې ګټلو څخه هم برخمن دی.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Fischerد «سپوږمۍ رڼا» د ۲۰۱۷ اسکار کې
تر برليناله وروسته، د فلمي مینوالو پام د هالیوود اسکار جايزو ته اوړي. «سپوږمۍ رڼا» (Moonlight) چې د بري جنکينز ګوی جوړ فلم دی، وتوانيد چې له خپلو سیالانو مخکې او د کال د تر ټولو ښه فلم په کټه ګورۍ کې د اسکار جايزه وګټي. «سپوږمۍ» فلم په درو فصلونو کې د يو تورپوستي ځوان داستان بيانوي. د دغه فلم دوو اکترانو هم د اسکار جايزې وګټلې چې ولسمشر دونالد ترامپ له پاره د يو سياسي پيغام درلودونکي ول.
انځور: A24/DCM «لالا لند» يو موزيکال فلم دی. دا په ۲۰۱۷م کال کې د اسکار جايزې د ګټلو له پاره په ۱۴ څانګو کې نوماند شوی وو چې په ۶ برخو کې يې ګټونکی شو. په دغو شپږو برخو کې د تر ټولو ښه دايرکتري او د ښځينه تر ټولو ښه رول برخه هم راځي. پر دغه فلم ۳۰ ميليونه ډالر لګښت راغلی او تر ۴۴۶ ميليونه ډالرو زياتي پيسې ئې گټلي. په عکس کې رايان ګاسلینګ (ښې لور) او اماستون د «لالا لند» فلم په يوه صحنه کې ښکاري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Robinetteپه هاليود کې اصغر فرهادي بريا
اصغر فرهادي په لومړي ځل په ۲۰۱۲کال کې «له سيمين څخه د نادر جلا کيدل» پر فلم د ايران سینما له پاره د اسکار جايزه وګټله. په ۲۰۱۷کال کې يې «پيريدونکي» فلم وتوانيد چې د اسکار دوهمه جايزه وګتي. خو فرهادي په دغو مراسمو کې د ترامپ د مهاجرت قانون او د ايراني مهاجرو د ممنوعيت په غبرګون کې په دغو مراسمو کې ګډون و نه کړ. هغه انوشه انصاري (په انځور کې کيڼ لور ته) د خپل استازي په توګه استولې وه.
انځور: Reuters/L. Nicholsonفرهادی او د کن فيستوال اویايمه پرانيستنه
اصغر فرهادي په می مياشت کې د کن د اويايمې دورې فيستيوال پرانيستونکی وو. (فلمي اداکاره، فرانسوۍ-امريکايي ماډله او د جاني دپ لور) لي لي رز په دغو مراسمو کې له فرهادي سره مله وه. فرهادي چې د ترمپ د مهاجرت جنجالي پروګرام په غبرګون کې د اسکار مراسم تحريم کړي ول، په کن کي يې ميلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل چې دلته«فرهنګونه يو بل ته د متقابل احترام په شتون کې د سينما په ژبه خبرې کوي.»
انځور: picture alliance/dpa/M.Yalcin«ډګر»، په کن فيستوال کې طلاېې شاخچې ګټونکی
د فرانسې د کن د اويايم فيستوال طلايي پاڼه، سويډني فلم«ډګر» ته ورکړل شوه. دغه فلم روبن اوسئلوند ډايرکټ کړی دی. «ډګر» د مدني شجاعت په اړه جوړ شوی او همدا ډول په کې هنر او د هنر بازار ته په طنزي بڼه کتنه شوې ده. له همدې امله د موزيمونو او د هنر د خالقانو له خوا ورباندې طنزي نيوکې شوي دي. «ډګر» د ۲۰۱۷کال د طلايې پاڼي تر څنګ ۶ نورې معتبرې اروپايي جايزې هم وګټلې.
انځور: Magnolia Picturesمکيسيکويي اداکار او د وينز «طلايي زمری»
د وينز ۷۴م سينمايي فيستيوال د ۲۰۱۷کال په سپتمبر کې جوړ شو. د دغې دورې ستر ګټونکی مکسيکويي اداکار «ګيلرمو دل توره» وو. هغه وتوانيد چې د «اوبو شکل» فلم سره يې د تر ټولو ښه فلم په کټګورۍ کې د وينز«طلايي زمري» جايزه ترلاسه کړي. دغه دايرکټر تر دې مخکې د نورو فلمونو له پاره هم د اسکار او د کن جايزې ګټلي دي. انځور کې د «اوبو شکل» د فلم يوه صحنه.
انځور: 2017 Twentieth Century Fox Film Corporation"بلید رنر ۲۰۴۹"، ساینس فکشن فلم
د (۱۹۸۲) کال محصول«بيلد رنر» فلم پر دوام، بيا د فلم جوړيدل هغه هم وروسته د ۳۵ کاله وقفې، ساده کار نه دی. د ساینس فکشن فلمونو علاقمندان دغه فلم ته کلونه کلونه په انتظار کې ول. «بليد رنر ۲۰۴۹» د هاليود نامتو فلمي دايرکټر، ريدلي سکات چې مخکې يې «بليد رنر» جوړ کړی وو، ډايرکت کړی دی . د هاليود نامتو اداکار هريسن فورد (ښي لور) چې په لومړي فلم کې يې کار کړی وو، دا ځل هم په فلم کې شته.
انځور: picture-alliance/dpa/Sony Pictures Releasing GmbHد «تونی اردمان» له پاره دوامداره بريا
آلمانی فلم «توني اردمان»، څرنګه چې په ۲۰۱۶ کې د اروپا د تر ټولو ښه فلم په کټه ګورۍ کې جايزه ترلاسه کړې وه، په ۲۰۱۷م کال کې يې هم ډير وياړونه وګټل. د دې فلم دايرکټر مارن آده وو.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersenله هغه وخته چې امازون او نت فلکس شرکتونو بازار ته راوتلي، د سينما او تلويزيون تر منځ چندان روښانه سرحد نه دی پاتې. د آلمانۍ سينما تکړه اداکار «تام تيکور» د «بابل برلين» سره، له سينما څخه تلويزيون ته راغی. دغه سريال چې کيسه ېې په برلين کې د شلمې پيړۍ په طلايي وخت کې تيريږي، د فلمي مينوالو او منتقدانو د ډير له تود هرکلي سره مخ شوی دی.
انځور: 2017 X Filme/Frédéric Batier«دیو او دلبر"، تر ټولو لوړ فروش لرونکی فلم
«ديو او دلبر» داسې يو داستان دی چې تر اوسه په وار وار د سينما موزيکال فلمونو په چوکات کې وړاندي کړل شوی دی. خو د ۲۰۱۷کال هغه يې له مخکينو نه يې ډير زيات متفاوت دی. دغه فلم «بیل کاندن» دايرکت کړی دی.
انځور: picture alliance/dpa/Disney«فاک يو ګوته ۳» يو کميډي فلم دی. په دغه فلم کې الياس مبارک (په انځور کې) چې يو اتریشي الاصله آلمانی دی رول لوبولی دی. دغه فلم په يوه جمعه کې د ۷ / ۵ ميليونه ليدونکو په لرلو سره د ډير خرڅ شويو فلمونو په سر کې ځای ونیو.
انځور: picture-alliance/Constantin Film Verleih GmbH/R. Bajo